د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۸

د طالبانو د حکومت او ټي ټي پي اړيکې؛ نړيوالې ورځپاڼې يې په اړه څه وايي؟


د پاکستاني طالبانو جنګيالي، انځور - ارشيف
د پاکستاني طالبانو جنګيالي، انځور - ارشيف

ټايم مجله:

  • د امریکا چاپ ټایم مجلې د پاکستان د نوي لوی درستیز د ټاکنې او د پاکستاني طالبانو د ډلې له‌خوا د حملو د دوام په اړه یو تحلیل خپور کړی.

په روانه اونۍ کې جنرال عاصم منیر د پاکستان د پوځ د نوي لوی درستیز په توګه وټاکل شو.

ټایم د جنرال منیر له ټاکنې سره تقریبا هم‌مهاله د پاکستاني طالبانو یا TTPد هغه تازه بیان یادونه کوي چې خپلو جنګیالیو ته یې د حملو د دوام امر کړی.

خپرونه لیکي، تېر کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو سره پاکستاني طالبان چې مشران او وسله‌وال یې د ټایم په لیکنه په افغانستان کې پټ دي، نوره هم زړ ور شول.

ټایم، د روان کال په می میاشت کې په کابل کې د پاکستان د حکومت او TTPترمنځ د افغان طالبانو په منځګړيتوب د اوربند د موافقې یادونه کوي او لیکي چې، دا اوربند د دوشنبې په ورځ پای ته ورسېد او TTP د نویو حملو ژمنه وکړه.

خپرونه لیکي چې دې اعلان په پاکستان کې د هغه تاوتریخوالي په اړه اندېښنې زیاتې کړې چې په ترڅ کې یې مخکې له دې هم لسګونه خونړۍ حملې شوي او د ډېری دې حملو پړه TTP منلې ده.

لانګ وار ژورنال خپرونه:

  • لانګ وار ژورنال خپرونې هم په خپله وروستۍ ګڼه کې د پاکستاني طالبانو د تحریک بیان ته کتنه کړې او لیکي په می میاشت کې، شپږ میاشتې وروسته له دې چې افغان طالبان د TTPپه مرسته واک ته ورسېدل، د پاکستان حکومت له دې ډلې سره پر یو موقت اوربند موافقه وکړه.

خپرونه زیاتوي چې دا اوربند د ځواکمنې حقاني شبکې په منځګړيتوب لاسلیک شو.

لانګ وار ژورنال لیکي چې TTP، افغان طالبان او د پاکستان دولت د نوک او وورۍ اړیکې سره لري او دا په ډاګه ښيي چې په پاکستان او افغانستان کې د جهادي تفکر د جرړو اېستل یو ناممکن کار دی.

خپرونه زیاتوي، د پاکستان دولت د افغان طالبانو د هغې مبارزې ملاتړ وکړ چې په نتیجه کې یې امریکا او د هغې متحدان له افغانستانه ووتل او طالبانو اسلامي امارت رامنځته کړ.

د لانګ وار ژورنال مطلب وړاندې لیکي چې اوس افغان طالبان د پاکستاني طالبانو ملاتړ کوي او هغوی د دوی.

خپرونه د مطلب په پای کې لیکي چې د افغان طالبانو پټن‌ځایونه په هغو سیمو کې وو، چې پاکستاني طالبانو نفوذ په‌کې درلود او پاکستاني طالبانو په بدل کې افغان طالبانو ته د ناټو او افغان پوځ پرضد د حملو لپاره جنګیالي ورکول.

لانګ وار ژورنال یادونه کوي چې د پاکستاني طالبانو امیر مفتي نورولي مسود او د دې ډلې پخواني مشر د افغان طالبانو لوی مشر ته بیعت کړی و.

افغان طالبانو په تېره می میاشت کې په کابل کې د پاکستان له حکومت سره د TTPد منځګړيتوب هڅې هغه مهال تاییدولې خو د طالبانو د حکومت ویاندویان له دې ډلې سره د خپلو اړیکو او د دواړو خواو د اوربند له موافقې وروسته د رامنځته شویو لانجو په اړه تر ډېره له څه ویلو ډډه کوي.

XS
SM
MD
LG