افغانستان
طالبان: د افغانستان له هوايي حریمه هره ورځ تر ۱۰۰ پورې الوتنې تګ راتګ کوي
د طالبانو چارواکي وايي، چې د افغانستان له هوايي حریم څخه هره ورځ له ۸۰ تر ۱۰۰ پورې الوتنې تګ راتګ کوي.
د بریتانیا چاپ ګارډین ورځپاڼې د طالبانو د یوه چارواکي په حواله راپور ورکړی چې دوی د افغانستان له هوايي حریم له هرې نړیوالې الوتنې ۷۰۰ ډالره اخلي.
د طالبانو حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي، ګارډین ورځپاڼې ته ویلي چې زیاتې الوتنې له اروپا او اسیا د افغانستان له هوا تېرېږي.
دا معلومات نه شته چې د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان له هوايي حریم څو الوتنو تګ راتګ کاوه، خو احمدي وايي چې دوی تمه لري په راروانو شپږو میاشتو کې له دې مسیر څخه د ورځې تر ۳۰۰ زیاتې الوتنې تېرې شي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د افغانستان د نولسکلنو ځوانانو کرکټ ملي لوبډله نن له عربي متحده اماراتو سره سیالي کوي
د نولسکلنو ځوانانو د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې د افغانستان د نولسکلنو ځوانانو لوبډله نن دوشنبه د نومبر په ۱۸مه نېټه د کوربه عربي متحده امارتو پر وړاندې سیالي کوي.
د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کې افغانستان د ۱۰۰ منډو په توپیر پاکستان ته ماتې ورکړې ده.
دغه پنځوس اوریزه سیالي به د کابل پر وخت سهار ۱۰ بجې د دوبۍ په ښار کې پیل شي.
افغان کرکټ بورډ ویلي دي، دغه درې اړخیزې سیالۍ د نولسکلنو ځوانانو د اسیا جام سیالیو د چمتووالي په موخه ترسره کېږي.
د درې اړخیزو سیالیو په ترڅ کې چې درې لوبډلې پهکې برخه لري، هره لوبډله یو له بل سره دوهدوه سیالۍ ترسره کوي.
د دې سیالیو دوه مخکښې لوبډلې به د نومبر په ۲۶مه نېټه پایلوبه ترسره کړي.
د ویلو ده چې د اسیا جام سیالۍ د نومبر په ۲۹مه نېټه پیليږي.
سعودي عربستان سږ کال د درې افغانانو په ګډون تر سلو ډېر کسان اعدام کړي
سعودي عربستان په ۲۰۲۴ کال کې د درېیو افغانانو په شمول څه باندې سل بهرني بندیان اعدام کړي دي.
دا خبره د فرانسې خبري اژانس او ځینو نورو د سعودي عربستان د بشري حقونو مدافع سازمانونو راپور کړې ده.
د سعودي دولتي اژانس معمولاً د دغو اعدامونو په اړه اعلامیې خپرې کړي، چې وروستۍ یوه یې د شنبې په ورځ په نجران سیمه کې د یوه یمني تبع د اعدام وه، چې عربستان ته د مخدره موادو د قاچاق په جرم په اعدام محکوم و.
د فرانسې خبري اژانس په راپور کې راغلي چې، په اعدام شویو بهرنيو بندیانو کې ډېر کسان د پاکستان دي چې شمېر یې ۲۱ ته رسیږي، ورپسې د اعدام شویو بندیانو کې په ترتیب د یمن، سوریې، نایجیریا، مصر، اردن، ایتوپیا، سوډان، هند، افغانستان، سریلانکا، ایریتریا او فیلپین اتباع شامل دي.
د سعودي عربستان لهخوا د درېیو افغانانو د اعدام په اړه جزیات نهدي ورکړل شوي او نه په ریاض کې د افغانستان سفارت پهدې رابطه څه تبصره کړې ده.
په برلین کې د بشري حقونو مېشت سازمان سعودي-اروپايي بنسټ د اعدامونو دا شمېر د اندېښنې وړ او ریکارډ بللی.
د دغه سازمان د حقوقي برخې مشر طاها الحاجي ویلي چې، سعودی هيڅکله په یوه کال کې سل بهرنیان نه وو اعدام کړي.
طالبان: د امو دريا نفتي حوزه کې د ۱۸نورو څاګانو د کېندنې چارې پيل شوي
د طالبانو حکومت خبر ورکړی چې د امو دریا په نفتي حوزه کې د ۱۸نورو استخراجي څاګانو د کېندلو چارې پيل شوې.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس خبر ورکړی چې، دا څاګانې د افغانستان او چین د یوه ګډ شرکت اف چین لهخوا کېندل کېږي او کال ته به بشپړې شي.
د اف چین شرکت ویاند امرالدین عليزي ویلي چې، دا څاګانې په قشقري بلاک، د سرپل اق دریا او د جوزجان په زمردسای سیمو کې موقعیت لري.
د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت څه وخت مخکې ویلي وو چې یوه چینايي شرکت د ۳۵ میلیونو ډالرو په لګښت په امو دریا حوزه کې د ۱۸ نفتي څاګانو کېندل پیلوي.
د نفتي څاګانو کېندل به د کال پنځه سوه میلیونه ډالره عاید ولري.
طالبانو په فاریاب او تخار کې پنځه کسان په دُرو وهلي دي
د طالبانو سترې محکمې په دوو جلا بیانیو کې یکشنبه خبر ورکړ چې، د فاریاب په پښتونکوټ او دولتاباد ولسوالیو کې یوه ښځه او یو سړی له کوره د تېښتې او هغه څه چې دوی نامشروع اړیکې بللي ۳۹ دُرې ووهل شول او له یو تر دوو کلونو حبس باندې محکوم شول.
همدارنګه د تخار ولایت په درقد ولسوالۍ کې هم دوه کسان د طالبانو د سترې محکمې د بیان په اساس د غلا او لواطت په تور ۳۹ دُرې ووهل شول.
طالبانو د بشري حقونو د مدافع سازمانونو له غوښتنو سرهسره بدني سزاګانې په پراخه کچه تطبیق کړي.
د بشري حقونو فعالان طالبان تورنوي چې اکثر بندیان عدالت ته له لاسرسي پرته په سزا رسوي.
تېره اوونۍ طالبانو په پکتیا کې یو کس د قتل په تور "قصاص" کړ.
هرات کې پر تصویر اخیستلو بندیز؛ د خبریالانو ملاتړ بنسټونه: دا د رسنیو ازادي او ولس اساسي حقونه اغېزمنوي
د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان وايي، په هرات ولایت کې پر تصویر اخیستلو د طالبانو بندیز نه یوازې د رسنیو ازادي بلکې د ولس اساسي حقونه هم اغېزمنوي.
دې سازمان پرون یکشنبې په یوه خبرپاڼه کې له طالبانو غوښتي چې دا ډول بندیزونه پای ته ورسوي او د رسنیو خپلواکۍ ته درناوی وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو د امریالمعروف او نهی عن المنکر ریاست غړي په هرات کې په رسمي او غیررسمي غونډو کې خبریالان نه پرېږدي چې د طالب چارواکو عکسونه واخلي.
تر دې مخکې طالبانو په یو شمېر نورو ولایتونو لکه کندهارو ننګرهار، او هلمند کې هم خبریالان د عکس او ویډیو له اخیستلو منع کړي دي.
ملګرو ملتونو له درې نیم میلیونه افغان میندو او اومیندوارو ښځو سره حیاتي مرستې کړي
د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق وايي چې له درې نیم میلیونه افغان میندو او اومیندوارو ښځو سره یې حیاتي مرستې کړي دي.
د ملګرو ملتونو دې ادارې، نن پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې د سږ کال له جنورۍ تر اکتوبر پورې یې د امریکا د مهاجرت، کډوالو او نفوس د دفتر په ملاتړ دا مرستې له افغانستان ښځو سره کړي دي.
دې صندوق د خپلو مرستو د څرنګوالي په اړه نور جزییات نه دي بیان کړي.
کرکټ؛ د افغانستان او اماراتو لوبډلې سیالي لري
د کرکټ درې اړخیزو سیالیو په دوام کې ټاکل شوې ده چې د افغانستان او متحده عربي اماراتو تر ۱۹ کلنو کم عمر لرونکې لوبډلې سبا دوشنبې مخامخ شي.
افغانستان خپله لومړۍ مسابقه له پاکستان څخه د سلو منډو په توپیر ګتلې او پاکستان بیا متحده عربي اماراتو ته په لسو ویکټونو ماته ورکړې ده.
د افغانستان، متحده عربي اماراتو او پاکستان په دې سیالیو کې هره لوبډله باید دوه-دوه ځلې له یو بل سره مخامخ شي.
د افغانستان او پاکستان تر ۱۹ کلنو د کم عمره لوبډلې دوهمه سیالي به د چهارشنبې په ورځ د نومبر ۲۰ مه وي.
دا سیالۍ د متحده عربي اماراتو په کوربه توب ترسره کېږي.
د افغانستان شمال ختیځې سیمې زلزلې ولړزولې
یوه زلزله چې شدت یې د ریښتر په کچه ۴ اعشاریه ۴ درجې و، نن د افغانستان شمال ختیځې سیمې ولړزولې.
د ډیسکوري والکېنو په نوم زلزله سنجونې ادارې پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې دا زلزله نن سهار وختي په ۴ بجې او ۱۹ دقیقې وشوه او مرکز یې د فیضاباد د ختیځ په ۶۲ کیلومترۍ کې تر مځکې څه کم ۹۸ کیلومتره لاندې و.
د دې زلزلې له کبله د سرومال داحتمالي تاوانونو په اړه تراوسه کوم راپور نه دی ورکړل شوی.
د ملي مقاومت جبهې په کندز کې د درېیو طالبانو د وژلو او دوو ټپي کولو ادعا وکړه
د طالبانو یوه مخالفه ډله، د افغانستان د ملي مقاومت جبهه ادعا کوي چې په کندز کې د یوه برید په نتیجه کې د طالبانو د استخباراتو درې غړي وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
دې جبهې تېره شپه په یوه بیان کې ویلي چې د دوی ځواکونو تېر ماښام د کندز ښار په واټ کې د طالبانو د استخباراتو د عمومي مدیریت پر ضد هدفي عملیات وکړل.
طالبانو تر اوسه د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
د آزادې اروپا راډیو/ ازادۍ راډیو نه شي کولی په خپلواکه توګه دا ادعا تایید کړي.
د افغانستان د ساحلي فوټبال غوره لیګ سیالیو له پیل سره دوې لوبې وشوې
د افغانستان د ساحلي فوټبال غوره لیګ سیالیو له پیل سره پرون شنبه په کابل کې دوې لوبې وشوې.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون پرون پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې په لومړۍ لوبه کې د امید افغان لوبډلې د افغان کلب لوبډلې ته ۶-۳ ماتې ورکړه.
په بله لوبه کې اتفاق لوبډلې ولیعصر ټیم ته ۵-۴ ماتې ورکړه.
د افغانستان د ساحلي فوټبال غوره لیګ سیالۍ د دوو اوونیو لپاره د افغانستان د فوټبال فدراسیون د ساحلي فوټبال په لوبغالي کې د اتو لوبډلو په ګډون دوام کوي.