د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۵

د خوړو نړیوال پروګرام: روان ژمی به اړمنو افغانانو لپاره سخت وي


ارشیف: په افغانستان کې یو شمېر داخلي بې ځایه شوي اړمنې کورنۍ چې په روان ژمي کې له سخت وضعیت سره مخ دي.
ارشیف: په افغانستان کې یو شمېر داخلي بې ځایه شوي اړمنې کورنۍ چې په روان ژمي کې له سخت وضعیت سره مخ دي.

د خوړو نړیوال پروګرام یو ځل بیا ویلي چې روان ژمي به په افغانستان کې اړمنو کورنیو لپاره سخت وي.

اینجنیر شفیق چې یو کال وړاندې ایران ته تللی و اوس بېرته افغانستان ته ستون شوی.

نوموړي چې خپله ټوله داراي په کډوالۍ له لاسه ورکړه او اوس اوزګار دی له ازادي راډیو سره په خبروکې وویل چې پیسې نه لري تر څو د کور لپاره د سون توکي واخلي.

هغه وویل: "بې کاري خپل اوج ته رسېدلې. هغه دنده مې چې درلوده له لاسه مې ورکړه. د اقتصادي ستونزو له امله تر اوسه نه یم توانېدلی چې د ژمي لپاره د سون توکي واخلم او اخیستلو توان هم نه لرم."

شفیق چې اوسمهال سون او خوراکي توکو ته جدي اړتیا لري وايي، تر اوسه یې د هېڅ یو بنست له خوا مرسته نه ده ترلاسه کړې.

د کابل ښار اوسېدونکی ګل محمد چې یو وخت د ژورنالېزم پوهنځي محصل و، خو اوس یې د اقتصادي ستونزو له امله خپل درسونه پرېښي دي.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "د ژمي شپې او ورځې دي، ټولې کورنۍ هر څه ته اړتیا لري، موږ هم اړتیا لرو، خو اوس مو هېڅ هم په لاس کې نه شته، موږ خپل ژوند ته حیرانه یو. له سهار چې راوځم تر ماښام پورې له ۵۰ نه تر ۶۰ افغانیو پورې کار کوم کله هېڅ هم نه کېږي."

ارشیف: په کندهار کې اړمن خلک چې د خوړو نړیوال پروګرام له لوري یې مرسته ترلاسه کړې ده.
ارشیف: په کندهار کې اړمن خلک چې د خوړو نړیوال پروګرام له لوري یې مرسته ترلاسه کړې ده.

د طالبانو له واکمنۍ راهیسې سره له دې چې نړیوالو سازمانونو تل د مرستې خبره کړې خو خلک بیا د مرستې د نه ترلاسه کوو په اړه شکایت کوي.

خو څه موده وړاندې د طالبانو حکومت ویلي و چې د خلکو د همکارۍ په موخه یې د کابل ښار په څلورو حوزو کې ۴۰۰ زره ټنه سکاره ځای پرځای کړي او هر ټن د ډبرو سکاره باید د کابل ښاریانو ته په ۹ زره افغانیو وپلورل شي.

د ژمي د سړې هوا او د سون توکو د کمښت په اړه د خلکو اندېښنې په داسې حال کې راپورته کېږي چې د خوړو نړیوال پروګرام یو ځل بیا په افغانستان کې د اړمنو کورنیو لپاره راتلونکی ژمۍ سخت ښودلی.

د خوړو نړیوال پروګرام په ټویټونو کې ویلي چې ښايي سږنی ژمی د اړمنو کورنیو لپاره تر ټولو سخت ژمی وي.

دغه پروګرام په يوه جلا اعلاميه کې ویلي چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته بشري ناورين نور هم سخت او پېچلى شوى.

ارشیف: د خوړو نړیوال پروګرام له لوري هرات ولایت ته د مرستې رسونې موټرې
ارشیف: د خوړو نړیوال پروګرام له لوري هرات ولایت ته د مرستې رسونې موټرې

دغه پروګرام زیاته کړې چې د کار له لاسه ورکول او د خوراکي توکو د بیو لوړېدل د بېوزلۍ یوه نوې څپه رامنځته کړې او دا مهال ۱۸،۹ میلیونه افغانان د خوراک لپاره کافي خواړه نه لري.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د خوراکي توکو د بیو او همداراز د افغانۍ د ارزښت له لوړېدو سره افغانستان له اقتصادي رکود سره مخ دی.

دغه پروګرام دا هم ویلي، چې له ۳۴ ولایتونو څخه په ۲۵ کې یې ماشومان په سختې خوارځواکۍ اخته دي او شاوخوا نیمایي ماشومان چې له پنځو کلنو څخه کم عمر لري او څلورمه برخه هغه میرمنې چې شیدې ورکوي په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې به اړین تغذیوي مرستو ته اړتیا ولري.

د ژمي په رانږدې کېدو او د لارو د بندېدو له احتمال سره، د خوړو نړیوال پروګرام د خوراکي توکو لېږد او په ستراتیژیکو ځایونو کې ذخیره کول تر ټولو عاجل کار ګڼي.

دغه پروګرام ویلي، سږ کال به له پنځو کسانو څخه دوه سره مرسته وکړای شي.

د خوړو نړیوال پروګرام پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره اقدام وکړي او ویلي چې اړمن کسان په هره میاشت کې ۲۲۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG