د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۷

طالبان: ارزګان کې د مرسته شويو خوراکي موادو د غلا په تور لسګونه کسان نيول شوي


ارشيف
ارشيف

طالبان وايي چې په اروزګان ولایت کې یې د خوړو د نړیوال پروګرام د خوراکي موادو د غلا په تور لسګونه تنه نیولي دي.

د راپورونو له‌مخې، د چهارشنبې په شپه نامعلومو کسانو په اروزګان کې د خوړو د نړيوال پرګرام له موټرو څخه سلګونه ګونۍ اوړه او نور خوراکي مواد غلا کړي دي.

د اروزګان ولایت د لومړۍ امنیتي حوزې مسوول مولوي دفاعي وایي، د پېښي په تړاو ۴۰ شکمن کسان نيول شوي او څېړنې ترې روانې دي.

د ارزګان د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس قاري اغا ولي قريشي موټرچلوونکي په دې ملامت بولي چې موټرونه یې سم ځای نه و درولي.

"دوی داسې ځای موټرونه درولي وو چې نه د دوی رسمي اډه وه او نه خپلو ګدامونو او دفترونو ته نژدې و"

نوموړی همدا راز وايي، دغه پېښه له امنيتي کسانو سره د خوړو د نړیوال پروګرام د کارکوونکو د نه همږغۍ له امله رامنځته شوې ده.

نوموړی وايي: "دوی داسې ځای موټرونه درولي وو چې نه د دوی رسمي اډه وه او نه خپلو ګدامونو او دفترونو ته نژدې و او نه هم د دوی تمځای و. امنیتي کسان یې هم نه و خبر کړي، نو بیا د شپې یې موټران وهل شوي وو، وروسته چې امنیتي کسان خبر شول، ۴۰ مشکوک کسان یې د غلا په تور ونیول."

د مرستو يو انځور، ارشيف
د مرستو يو انځور، ارشيف

له بلې خوا ځایي سرچینو ویلي، چې امنیتي کسانو په همدې سیمه کې یو شمېر کلیوال د پېښې په تړاو امنیتي حوزې ته بېولي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام دا خوراکي مواد له کندهار څخه اروزګان ته لېږلي وو.

تر دې پخوا شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې هم په ارزګان کې د همدې ادارې یو موټر، چې خوراکي مواد په‌کې بار وو، چور شوی و.

د خوړو نړیوال پروګرام په ترینکوټ کې د خپلو لاریو له کاروانه د لسګونو بوریو اوړو، دالو اونورو موادو د غلا په اړه څه نه‌دي ویلي خو ویلي یې دي چې، لا هم په افغانستان کې هغو کورنیو ته خوراکي مواد رسوي چې مرستو ته اړ دي.

د دغه پروګرام وياند وحیدالله اماني تېره شپه ازادي راډیو ته وویل: "ډبلیو ایف پي د ژمي د میاشتو په خاطر په پام کې لري چې هره میاشت په ټول افغانستان کې څه باندې ۱۵ میلیون خلکو ته مرسته ورسوي، په دې مرسته کې کابو ۱۰۰ زره ټنه خوراکي مواد شامل دي چې په لېرې پرتو سیمو کې زېرمه شوي دي."

د ژمي په درشل کې، په افغانستان کې د بشري وضعیت د خرابېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.

د خوړو د نړیوال پروګرام له اټکلونو سره سم، نژدې ۱۹ میلیونه افغانان په نس ماړه نه‌دي.

XS
SM
MD
LG