د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۷

اړمنو افغانانو سره د مرستې لپاره لسګونه زره ټنه خوراکي او طبي توکي برابر شوي


ارشیف: په هرات کې د خوړو نړیوال سازمان د خوراکي مرستو انځور
ارشیف: په هرات کې د خوړو نړیوال سازمان د خوراکي مرستو انځور

ملګرو ملتونو د ژمي لپاره لسګونه زره ټنه خوراکي توکي، درمل او طبي وسایل د افغانستان بېلابېلو ولسوالیو ته وړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا وايي، د ژمي لپاره یې په ۸۷ ولسواليو کې ۱۰۰ زره مټريک ټنه خوراکي توکي او په ۳۰۰ روغتيايي مرکزونو کې ۶۹۳ مټريک ټنه درمل او طبي وسايل ځای پر ځای کړي.

اوچا دوشنبه په یو لړ ټویټونو کې زیاته کړې چې په ژمي کې د واورې د اورښت له امله په زیانګالو سیمو کې د خلکو د مرستې لپاره د پوره ډاډمنېدو په خاطر لا هم ۴۰۰ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د اړو کسانو شمېر میلیونونو ته رسېږي او د ژمي ساړه د دغو کورنیو د ژوند شرایط لا پسې خرابوي.

د خوړو نړیوال سازمان په مرستو بار موټرې
د خوړو نړیوال سازمان په مرستو بار موټرې

د خوړو د نړیوال پروګرام یوه چارواکي فیلیپ کروف ازادي راډيو ته ویلي و چې زیانمنې شوې کورنۍ د ژمي له سختو ستونزو سره مخ دي.

کروف وویل: "اوسمهال په ټول هېواد کې وضعیت کړکېچن دی. شاوخوا شل میلیونه وګړي چې د هېواد نیمايي نفوس جوړوي، کافي خواړه نه لري. زیانمنې کورنۍ د سخت ژمي لپاره د پخوا په پرتله لږ چمتووالی لري. د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان او ناهیلۍ تر منځ یواځینی دېوال دی."

طبیعي پېښو له هغې ډلې سیلابونو او زلزلو مرستو ته د بیوزلو خلکو اړتیا لا پسې شدیده کړې ده.

د پکتیکا ګیان ولسوالي چې تېر جون یوې زورورې زلزلې سخت ټکان ورکړ او زرګونه کسانو ته یې مرګژوبله ورسېده دمګړۍ له هغو سیمو ده چې اوسېدونکي یې خوړو، سرپناه او درملو ته سخته اړتیا لري.

د ګیان یوه اوسیدونکي عبدالحق نوري ازادي راډیو ته وویل: "ګیانه ولسوالي نسبتاً واوره ډېره کېږي او هوا هم یخه ده. که چېرته نړیوال بنسټونه او حکومت د ګیانې ولسوالۍ خلکو ته خاصه پاملرنه ونه کړي خلک به د یوه غټ ناورین سره مخ وي. د دوی اقتصادي ستونزې هم د پکتیکا د نورو ولسوالیو په نسبت ډېر خرابه دی."

ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان
ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان

واک ته د طالبانو له راتګ او د تېر کال په دوبي کې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د دغه هېواد اقتصاد چې پر بهرنیو مرستو متکي و، له کړکېچ سره مخ شو.

د بشري مرستو تر څنګ اوس هم هره میاشت لسګونه میلیونه ډالر نغدي بستې کابل ته ځي، خو له دې سره سره بیا هم بیوزلي او لوږه خلک ځوروي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG