د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۷

ملګرو ملتونو افغانستان کې د اقليمي بدلون د منفي اغېزو خبرداری ورکړ


ارشيف
ارشيف

د ملګروملتو د بشري مرستو د همغږۍ اداره، اوچا وايي چې افغانستان له یوه داسې اقلیمي بحران سره مخامخ دی چې د هوا د تودېدو، د ورښتونو د کمېدو او د ځنګلونو د بې ساري وهل کېدو له کبله رامنځته شوی دی.

دا اداره همدا راز وايي، له بشري بحرانونو او د هوا له بدلون سره د مقابلې او د دایمي حللارو د موندلو لپاره مالي مرستو ته اړتیا ده.

اوچا وايي، په وروستیو ۷۰ کلونو کې په افغانستان کې د هوا د تودوښې کالنی اوسط یو اعشاریه ۸ سانتي ګراده زیات شوی او اټکل کېږي چې تر ۲۰۵۰ پورې یوه نیمه درجه نور لوړ شي.

له ۱۹۹۰ څخه تر ۲۰۰۵ پورې د افغانستان په درو کې یوه برخه ځنګلونه وهل شوي

د اوچا د مالوماتو پر اساس له ۱۹۹۰ څخه تر ۲۰۰۵ پورې د افغانستان په درو کې یوه برخه ځنګلونه وهل شوي او تر ۲۰۱۳ پورې د افغانستان نیمايي ځنګلونه له منځه ولاړل.

د ملګروملتو د دې ادارې په وینا، که وضعیت په همدې ډول دوام وکړي تر ۲۰۵۰ پورې به د افغانستان ټول ځنګلونه ختم شي.

د ملګروملتو د مرستو د همغږۍ اداره زیاتوي، حاضردمه په افغانستان کې ۲۱ میلیونه خلک د څښاک له پاکو یا صحي اوبو بې برخې دي.

ارشيف
ارشيف

ملګروملتونو په مصر کې د اقلیمي بدلون په نړیوال کنفرانس کې وویل چې، افغانستان د هغو هېوادونو په منځ کې چې له اقلیمي نظره یې زیات زیان کړی دی، شپږم ځای لري.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په وروستیو کې په یوه ټویت کې وویل، سږ کال افغانستان د اقلیمي بدلون له کبله تر ۲ میلیارد ډالره زیات تاوان کړی دی.

د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې استازی توماس نیکلاسن وايي، د دې لپاره چې په افغانستان کې قانوني او رسمي حکومت نه‌شته، د اقلیمي بدلونونو نړیوال کنفرانس ته د افغانستان استازی ونه بلل شو.

ښاغلي نیکلاسن دا خبره پرون (پنجشنبه) د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې د انتقاد په ځواب کې وکړه.

دې ادارې افغانستان ته د بلنې پر نه ورکولو د نیوکې ترڅنګ ویلي و چې اقلیمي بدلون پولې نه‌لري او باید دا موضوع سیاسي نه‌شي.

د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس د شنبې په ورځ (د نومبر ۶ مه) د مصر په شرم الشیخ کې د نړۍ د ۱۹۰ هېوادونو د استازو په ګډون جوړ شو.

XS
SM
MD
LG