د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۴

طالبان: د اقليمي بدلون د منفي اغېزو کمېدو لپاره مرستو ته اړتيا ده


کابل کې د هوا ککړتيا، انځور - ارشيف
کابل کې د هوا ککړتيا، انځور - ارشيف

په مصر کې د اقليمي بدلون د نړیوالې غونډې له پیل سره هم مهاله په افغانستان کې د اقلیمې بدلون د زیانونو په اړه اندېښنې او د مرستو غږ.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، يوازې سږ کال افغانستان ته د اقليمي بدلون د منفي اغېزو له امله له دوه ميليارده ډالرو زيات زيان اوښتی.

دغه وزارت داسې مهال دا خبره کوي، چې د اقلیم د بدلون په اړه د ملګرو ملتونو سازمان د نړیوالې غونډې له پیلېدو سره په افغانستان کې د دې سازمان استازولۍ پرون وویل، افغانان د دې بدلونونو له امله له سخت حالت سره مخ دی.

افغانستان د اقليمي بدلون د اغېز له امله د نړۍ شپږم زيانمن هېواد دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړي استازي مرستیال رامز الکبروف په یوه بیان کې چې پرون خپور شوی، په دې هېواد کې له ویجاړونکو اقلیمي بدلونونو سره د مبارزې لپاره د عاجلو او ګډو مرستو غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو سازمان پرون وویل، افغانستان د اقليمي بدلون د اغېز له امله د نړۍ شپږم زيانمن هېواد دی.

اوس د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت یوه خپره کړې خبرپاڼه کې، د مصر په شرم الشيخ ښار کې د اقليمي بدلون د ۲۷مې نړیوالې غونډې دايرېدل نړۍ ته د ور پېښو اقليمي ننګونو له پاره د حل لارو پیدا کولو لپاره لومړنی ګام بللی.

د طالبانو بيرغ
د طالبانو بيرغ

د دې وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل نن رسنیو ته استول ویډیو پیغام کې ویلي، افغانستان هم اقلیمي بدلون خورا اغېزمن کړی او دوی باور لري چې ګډې ننګونې له تفاهم او ګډ کار پرته نه شي هوارېدای.

نوموړي ويلي: "د دې زيان جبيره، د نورو احتمالي زيانونو کمول او له ګواښ سره مخ ټولنو مقاومت لوړول په هېواد کې د اقتصادي ثبات تر راتګ پورې د نړيوالې ټولنې داسې پرمختيايي مرستې ته اړتيا لري چې زموږ د ملي لومړيتوبونو په رڼا کې تر سره شي."

طالب چارواکي داسې مهال له نړۍ په افغانستان کې د اقلیمي بدلون د اغېزو کمېدو لپاره مرسته غواړي چې لا له وړاندې پرې نړیوالو د دوی د نا سمو کړنو له امله مرستې بندې کړي او یوازې په بشري برخو کې د افغانانو لاسنیوی کوي.

پرون په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان استازولۍ وویل، افغانستان له وژونکو طبیعي پېښو سره مخ شوی چې د مرګ‌ژوبلې ترڅنګ یې مالدارۍ، کرنې، کورونو او زېربناو ته هم ستر زیانونه اړولي دي.

تر څنګ یې کمزوری اقتصادي نظام، د ټولنیزو او اقتصادي پروګرامونو نشتوالی، د چاپیریال بدلون او د څلور لسیزو جګړو اغېزو افغانستان د اقلیم د بدلون له امله په یوه خورا زیانګالي هېواد بدل کړی دی.

د یادونې ده، چې د اقلیم له بدلون سره د مبارزې ۲۷مه نړیواله غونډه پرون د مصر په شرم الشیخ ښار کې پیل شوه.

ټاکل شوې، چې دا غونډه نن او سبا هم روانه وي.

XS
SM
MD
LG