د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۷

اقليمي بدلون؛ افغانستان کې ۷۰سلنه ماشومان له ګواښ سره مخ دي


افغان ماشوم، انځور - ارشيف
افغان ماشوم، انځور - ارشيف

په داسې حال کې چې همدا اوس د نړي مشران د اقلیمي بدلون په اړه بحث کوي، د ماشومانو د ملاتړ نړیواله مؤسسه سیف ده چلډرن وايي, د اقلیمي بدلون په تر ټولو ځپل شوي هېواد افغانستان کې اویا سلنه ماشومان د دغه بدلون له جدي ګواښ سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون ۲۷م کنفرانس یا COP27 د ۲۰۲۲ کال د نوامبر له ۶ څخه تر ۱۸ نومبر پورې په مصر کې جوړ شو.

په دې غونډه کې به د څه باندې۹۰ هېوادونو مشران او د ۱۹۰ هېوادونو څه باندې ۳۵ زره استازي ګډون وکړي.

د ماشومانو ملاتړې مؤسسې ویلي دي، چې اقلیمي بدلون ټول هغه ماشومان له خطر سره مخ کوي چې د کورنیو اقتصاد يې په کرنه تکیه دی.

د يادې مؤسسې په بیان کې راغلي دي چې د اوسنۍ وچکالۍ له امله د بې وخته سېلابونو د راوتلو سره څاروي له منځه ځي، کروندې زیانمنیږي، د اړتیا وړ خوراکي توکي کمیږي او د اوبو سرچیني له منځه ځي.

د اقليمي بدلون غونډه
د اقليمي بدلون غونډه

سیف ده چلډرن ویلي، چې ۲۰۲۲ میلادي کال کې د دغې مؤسسې په روغتیایي مرکزونو کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ۵۰ سلنه ډېر شوی دی.

دغه مؤسسې له دې وړاندې ویلي وو، چې د روان کال د جنورۍ په میاشت کې په خوارځواکۍ اخته کوم ماشومان، چې یوازې د دوی په روغتیايي مرکزونو کې بستر شوي شمېر یې ۲۵۰۰ تنه و خو په سپتمبر میاشت کې دا شمېر ۴۲۷۰ ماشونانو ته ورسېد.

ځینې ماشومان ان له درملنې مخکې مړه کېږي.

سیف ده چلډرن ویلي وو، وضعیت تر دې کچې دی چې ځینې ماشومان ان له درملنې مخکې مړه کېږي.

د ماشومانو د ملاتړ دغه نړیواله مؤسسې وايي، په داسې حال کې چې ژمی په رارسېدو دی او په افغانستان کې د خوراکي موادو زېرمې مخ په کمېدو دي نو د پسرلینو حاصلاتو په ختمېدو سره به د دغه ماشومانو وضعیت لا پسې خراب شي.

سیف د چلډرن خبرداری ورکوي، چې راتلونکې څو میاشتې به د دغه ماشومانو لپاره ډېرې بحراني وي ځکه د دغه مؤسسې د بیان له مخې، چې د لوږې له بحرانه تر ډېره ماشومان زیانمیږي.

ارشيف
ارشيف

په همدې حال کې په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې ادارې ویاند عاشق الله مندوزي ازادي راډيو ته وویل چې، له شک پرته اقلیمي بدلون د ماشومانو پر ژوند منفي اغېز لري.

نوموړی وايي: "زموږ د شمېرو له‌مخې د افغانستان په سلو کې اویا ماشومان د اقلیمي بدلونونو له اړخه اغېزمن یا هم له خطر سره مخ دي، د هغه ماشومانو شمېر چې سوء تغذیه دي هم زیات شوی دی، ځکه کورنۍ يې دوی ته خواړه نه‌شي برابرولی، د دې ترڅنګ د سړکونو په سرونو د ماشوم کاریګرو شمېر هم زیات شوی دی، ځکه کورنیو هغه عایداتي سرچیني چې په کرنه تکيه وې له لاسه ورکړي دي."

"زموږ د شمېرو له‌مخې د افغانستان په سلو کې اویا ماشومان د اقلیمي بدلونونو له اړخه اغېزمن یا هم له خطر سره مخ دي"

دی وايي په افغانستان کې ۲۷ میلیونه خلک په کرنه او مالدارۍ خپل ژوند پر مخ وړي خو دوامداره وچکالي چې له ۲۰۲۰ راهیسي پیل شوې او وړاندوینه دا ده چې په۲۰۲۳ کې به هم روانه وي خلک له سخت حالت سره مخ کړي دي.

د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې مؤسسې سیف ده چلډرن د نړۍ په مشرانو غږ کړی چې دوی باید د ماشومانو پر حقونو تمرکز وکړي، ځکه هغه پرېکړې چې دوی يې کوي د ماشومانو پر راتلونکي به اغېز وکړي.

دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې په افغانستان کې ژمی په رارسېدو دی او زیات شمېر خلک سختې بې‌کارې په مخه کړي دي.

له دې وړاندې بېلابېلو نړیوالو بنسټونو ویلي دي، چې د سږ کال په ژمي کې زیات شمېر خلک د لوږې له ګواښ سره مخ دي.

د ملګروملتونو استازي په مصر کې د اقلیمي بدلون په نړیوال کنفرانس کې چې د روانې نومبر په ۶مه جوړ شوی و افغانستان د نړۍ د شپږو هغو هېوادونو په کتار کې وباله چې د اقلیمي بدلون له اړخه يې تر ټولو زیات زیان لیدلی دی.

د ملګروملتو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا ویلي، چې افغانستان له یوه داسې اقلیمي بحران سره مخامخ دی چې د هوا د تودېدو، د ورښتونو د کمېدو او د ځنګلونو د بې ساري وهل کېدو له کبله رامنځته شوی دی.

که څه هم د طالبانو د حکومت ویاندویانو د ماشومانو د ملاتړ ادارې د تازه بیان په اړه زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړي خو د دوى د حکومت د بهرنیو چارو وزارت له دې وړاندې ویلي وو، چې سږ کال افغانستان د اقلیمي بدلون له کبله تر ۲ میلیارد ډالره زیات تاوان کړی دی.

XS
SM
MD
LG