د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۴ لیندۍ ۱۴۰۱ کابل ۰۱:۳۵

افغانستان

نېکلاسن: د رسمي حکومت نه‌لرلو له امله د افغانستان استازی اقليمي بدلون کنفرانس ته نه‌دی بلل شوی

د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې استازی توماس نېکلاسن

د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې استازی توماس نېکلاسن وايي، د دې لپاره چې په افغانستان کې قانوني او رسمي حکومت نه‌شته، د اقلیمي بدلونونو نړیوال کنفرانس ته د افغانستان استازی ونه بلل شو.

ښاغلي نېکلاسن دا خبره پرون (پنجشنبه) د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې د انتقاد په ځواب کې وکړه.

دې ادارې افغانستان ته د بلنې پر نه ورکولو د نیوکې ترڅنګ ویلي و چې اقلیمي بدلون پولې نه‌لري او باید دا موضوع سیاسي نه‌شي.

د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس د شنبې په ورځ (د نوومبر ۶ مه) د مصر په شرم الشیخ کې د نړۍ د ۱۹۰ هېوادونو د استازو په ګډون جوړ شو.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

مجاهد: هغه کس نيول شوی چې د پاکستان پر سفارت يې ډزې کړې وې

کابل کې د پاکستان سفارت، انځور - ارشيف

طالب چارواکي وايي، هغه کس یې نیولی چې د تېرې جمعې په ورځ یې په کابل کې د پاکستان په سفارت ډزې کړې وې.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دا کس د یو بهرني هېواد تبعه او د داعش ډلې غړی دی.

مجاهد ادعا کړې چې دا بريد د داعش ډلې او یو شمېر نورو چې ده ورته د بغاوتګرو کلمه کارولې، په ګډه تنظیم کړی دی.

د طالبانو ویاند دا تور هم پورې کړی چې د دې بريد تر شا ځینې بهرنۍ کړۍ لاس لري او هدف یې د افغانستان او پاکستان تر منځ د بې باورۍ رامنځ‌ته کول و.

د جمعې په ورځ په کابل کې د پاکستان په سفارت په ډزو کې شارژدافیر عبیدالرحمان نظاماني روغ ووت، خو یو ساتونکی یې ټپي شو.

د برید مسوولیت داعش منلی و.

نابينا افغان لوبغاړي د لامبو وهلو يوه سيالۍ کې د سرو زرو مډال ګټلی

نابینا افغان لوبغاړي ولي محمد نوري

نابینا افغان لوبغاړي ولي محمد نوري د برېتانیې د لامبو وهلو په سيالۍ کې د سرو زرو مډال ګټلی.

دغه سيالۍ چې پرون(یکشنبه) په انګلستان کې ترسره شوې ولي محمد نوري د ۷۰ لوبغاړو له‌منځه لومړی مقام خپل کړ.

ښاغلي نوري ازادي راډيو ته په یوه راليږلي پيغام کې ویلي دي: "نن د لامبو وهنې په سيالۍ کې د اویا لوبغاړو ترمنځ مې د سرو زرو مډال وګاټه، البته دا پنځوس متره سيالي وه او لوبه مې ډېره سخته وه."

په دې سياليو کې له بېلابېلو اروپايي هېوادونو څخه ۷۰ تنو نابینا لوبغاړو برخه درلوده.

ولي محمد نوري پنځوس متره واټن په ۴۹ ثانيو کې طی کړ او د لوبو اتلولي يې خپله کړه.

نوري تر دې وړاندې هم د بینایانو او نابینایانو د ځغاستې او لامبو وهلو سیاليو کې اتلولۍ ګټلي دي.

د طالبانو حکومت د سالنګ لارې د بيا رغونې په چارو کې د ځنډ خبر ورکړی

د سالنګ لويه لار، انځور - ارشيف

د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت د سالنګ د لویې لارې د بیارغونې په چارو کې د ځنډ خبر ورکوي.

دې وزارت په یوه بیان کې چې پرون خپور شو ویلي چې، د ژمي له رارسېدو سره د دې لویې لارې د ۳۰ کیلومتره سړک د رغونې کار چې د روان کال په دوهمه نیمايي کې پیل شوی و، ځکه ځنډېږي چې د شیبر کوتل بدیله لاره خوندي نه‌ده.

د سالنګ د لویې لارې د بیارغونې پر مهال د هېواد شمال ته د تګ راتګ لپاره د شیبر کوتل له بدیلې لارې کار اخیستل کېده.

په بیان کې یادونه شوې چې د تونل په ګډون د دې لویې لارې بیارغونه به په راروانه وري میاشت کې بیا پیل شي.

د طالبانو حکومت: غواړو له ايران څخه ډېر توکي را وارد کړو

انځور - ارشيف

د طالبانو حکومت پلان لري چې افغانستان ته د ایران په وارداتو کې زیاتوالی راولي.

دا خبر د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد په کابل کې د ایران له مرستیال سفیر سیدحسن مرتضوي سره د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي د کتنې په اړه پر ټویټر په یوه بیان کې ورکړی.

په بیان کې د ښاغلي متقي له قوله راغلي، هغه وخت رارسېدلی چې له ایران سره اقتصادي راکړه ورکړه زیاته شي.

د بیان له‌مخې ښاغلي متقي غوښتنه کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارت او ترانزیت په برخو کې اسانتیاوې رامنځته شي.

بیان د متقي له قوله زیاتوي چې نوموړی واي، د ژمي له را رسېدو سره له ایران څخه د اړتیا وړ اړینو توکو په وارداتو کې زیاتوالی راغلی.

د طالبانو حکومت تر اوسه د نړۍ هېڅ هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی خو له محدودو هېوادونو سره چې یو یې ایران او بل یې پاکستان دی، تودې اړیکي پالي.

د ملګرو ملتونو استازې له طالب چارواکو سره د نشه‌يي توکو د مخنيوي پر هڅو خبرې کړي

روزا اوتونبايووا له يو طالب چارواکي سره د ليدنې پر مهال، انځور - ارشيف

د افغانستان لپاره د ملګروملتو ځانګړې استازې د طالبانو د حکومت د مخدرو مواد پرضد د مبارزې له جګپوړي چارواکي سره په کتنه په افغانستان کې د مخدرو موادو د مخنیوي پر هڅو خبرې کړي.

په هغه بیان کې چې په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یوناما بېګا خپور کړ ویل شوي دي چې، روزا اوتونبایووا د کورنیوچارو د وزارت د مخدرو موادو د مخنیوي له معین عبدالحق اخند سره کتلي او له هغه سره یې په افغانستان کې د مخدرو موادو د کارولو د مخنیوي، د روږدو کسانو د علاج لپاره د هڅو او د کوکنارو د کښتونو د له منځه وړلو په اړه خبرې وکړې.

د بیان له‌مخې په افغانستان کې د مخدره موادو تولید، قاچاق او تجارت یوه لویه ننګونه ده.

په بیان کې یادونه شوې چې افغانستان د نړۍ په سلو کې ۸۵ تریاک تولیدوي، په داسې حال کې چې د ملګروملتونو په مخکینیو بیانونو کې دا سلنه له نوي زیاته ښودل کېده.

داعش په کابل کې د پاکستان پر شارژدافېر د حملې مسوولیت په غاړه واخیست

په کابل کې د پاکستان سفارت

د اسلامي دولت یا داعش د خراسان څانګې په کابل کې د پاکستان پر شارژدافېر د حملې مسوولیت په غاړه واخیست.

د جمعې په ورځ د کابل په پروان مېنه کې د پاکستان پر شارژدافیر عبیدالرحمان نظاماني په ډزو کې د هغه یو ساتونکی ټپي شو خو نظاماني روغ ووت.

داعش په هغه بیان کې، چې تېره شپه دې ډلې ته یوې نږدې رسنۍ په ټیلګرام کې خپور کړی، ویلي دا برید د دوی یوه غړي کړی دی.

د طالبانو حکومت، پاکستان او امریکا دا برید غندلی او طالبانو ویلي چې په دې تړاو یې یو تن نیولی دی.

ملګري ملتونه اړمنو افغانانو سره د خوراکي او نقدي مرستو لړۍ پراخوي

ارشیف: ارزګان کې د خوړو نړیوال پروګرام د مرستو رسولو یو انځور

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په پام کې لري د ژمي پر مهال اړو کسانو ته د خوراکي او نقدي مرستو لړۍ پراخه کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د ارتباطاتو افسر فیلیپ کروف ازادۍ راډیو ته وویل: "د خوړو نړیوال پروګرام په پام کې لري چې د ژمي پر مهال په ټول هېواد کې له پنځلسو ملیون کسانو سره هره میاشت د خوړو او نقدو پیسو مرسته وکړي، چې دوی خپله خواړه پرې رانیسي. د دې کار لپاره موږ سم د لاسه اضافي مالي مرستې ته اړتیا لرو. د خوړو نړیوال پروګرام د راروانو شپږو میاشتو لپاره یو اعشاریه څلور میلیارد امریکايي ډالرو ته اړتیا لري."

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې شا و خوا ۲۰ ملیونه وګړي، چې د دغه هېواد د نفوسو نیمايي برخه کې کېږي کافي خواړه نه لري.

د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر د یو پلاوي په مشرۍ اماراتو ته لاړ

مولوي محمد یعقوب مجاهد

د طالبانو سرچینې وايي، د دوی د دفاع د سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ یې یو هیئت پرون شنبه متحده عرب اماراتو ته لاړ.

د طالبانو دفاع وزارت وايي، دغه هیئت به یې په اماراتو کې هلته له ځايي مشرانو، مېشتو افغانانو او نورو شخصیتونو سره وګوري.

په همدې حال کې د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم پرون له افغانستان په بهرني سفر لاړ او ځینو سرچینو ویلي چې ممکن ښاغلی کرزی لومړی په متحده عرب اماراتو کې تم شي.

اماراتو ته د اوسنیو او پخوانیو چارواکو سفر ځکه مهم ګڼل کېږي، چې د افغانستان مخکېنی ولسمشر محمد اشرف غني هم هلته دېره دی.

دا لا څرګنده نه ده چې د طالبانو دفاع وزیر به له ښاغلي کرزي یا هم غني سره په کتنو کې برخه واخلي که نه؟

امریکا د افغان معلولینو د دوامداره ملاتړ ډاډ ورکړ

افغان معلولین

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو سفارت وايي، د معلولو کسانو ملاتړ ته به دوام ورکړي.

دغه سفارت پرون د معلولو کسانو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه ټویټ کې ویلي دوی عامه پوهاوی، د یو بل درک کول او منل تشویقوي.

په دوام کې راغلي، دوی په کارځایونو، ښوونځیو او ټولنو کې د معلولو کسانو د ونډې منندوی دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره وايي، د افغانستان د وګړو ۱۵ سلنه یې معلول دي، چې شمېر یې څه باندې ۴ میلیونو ته رسېږي.

معلول کسان شکایت کوي، چې په ټولنه کې تر ډېره په درنه سترګه نه ورته کتل کېږي، کار نه ورکول کېږي او د حکومت له خوا یې هم لاسنیوی نه کېږي.

په ننګرهار کې چاودنه شوې

د جلال اباد ښار یوه څنډه

جلال اباد ښار کې چاودنې ۶ ولسي وګړي ټپیان کړي دي.

پېښه نن مازدیګر ناوخته د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحیې اړوند درمسال ته څېرمه شوې ده.

په ننګرهار کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند ویاند قاري عبدالبصیر زابلي رسنیو ته په استولي غږیز پیغام کې ویلي چې پېښه د یو دوکان مخته د ځای پر ځای شوي ماین له امله رامنځته شوې ده.

ویل کېږي چې یاد دوکان د یو سېک افغان و چې یوناني درمل په کې پلورل کېدل.

د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی منلی، خو له دې وړاندې په دې ولایت کې د ځینو چاودونو مسوولیت داعش وسله والې ډلې منلی وو.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG