د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۶

د سره صليب کمېټه: افغانستان کې د سينه‌بغل او خوارځواک ماشومانو شمېر ډېر شوی دی


انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

د سره صلیب نړېواله کمېټه (INTERNATIONAL COMMITTEE OF THE RED CROSS) وايي، په افغانستان کې د پنځه کلونو کم عمره ماشومانو کې د سینه او بغل او خوار ځواکي پېښې د تېر کال په پرتله زیاتې شوي.

خاطره د کابل ښار په یوه څنډه کې ژوند کوي.

دغه ۲۵ کلن مېرمن چې د څلور اولادونو مور ده له ازادي راډیو سره په خبرو کې د ژوند له سختو شېبو کیسې کوي.

نوموړې وايي، له تېرو شلو ورځو راهیسې یې پنځه کلنه لور (سومیه) سینه بغل ده او د درملو د اخیستلو توان یې نه‌لري.

"زما دوه لورګانې څو ورځې کېږي ډېرې زیاتې ټوخيږي، نفس یې بند بند کېږي، سینه بغل شوي دي"

خاطره وايي، دا او خاوند یې چې په تېر جمهوري نظام کې دندې درلودې اوس اوزګار دي او د خپل ژوند شپې او ورځې په سختۍ تېروي.

نوموړې وايي: "زما دوه لورګانې څو ورځې کېږي ډېرې زیاتې ټوخيږي، نفس یې بند بند کېږي، سینه بغل شوي دي، باور کوئ یوه شېبه هم دوی ارامه نه ده تېره کړې، ډېر زیات ټوخیږي او درمل مې هم ورته نه‌دي اخیستي د دې لپاره چې توان یې نه‌لرم، داکټر ته مې نه‌دي بولي تر څو سم معاینات یې وشي."

ارشيف
ارشيف

دا یوازې خاطره نه‌ده چې دې حالت سره مخ ده ښايي د دې په څیر په زرګونو مېرمنې وي چې له ورته حالت نه شکایت لري.

دا په داسې حال کې ده چې د سره صلیب نړېوالې کمېټې(ICRC) تازه په افغانستان کې له پنځه کلنه کم عمره ماشومانو کې د سینه بغل او خوارځواکۍ د پېښو د زیاتېدو اندېښنې ښودلي.

دغې کمېتې د پنجشنبې په ورځ ناوخته د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د خوارځواکۍ د پېښو شمېر چې تېر ۲۰۲۱ کال کې ۳۳ زره و سږ ۲۰۲۲ کال کې تر همدغې مودې دغه شمېر ان ۶۳ زره پېښو ته لوړ شوی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د سینه بغل (نمونیا) په پېښو کې د تېر کال په پرتله ۵۵ سلنه زیاتوالی راغلی.

ارشيف
ارشيف

په دغه خبرپاڼه کې د ټوخي د پېښو د تېر کال شمېر او فیصدي نه‌ده وړاندې شوې.

له دې سره خواکې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت هم په افغانستان کې د سینه بغل د پېښو د زیاتېدو خبره مني.

"د سینه بغل یا نمونیا کوم واقعات چې موږ په لاس کې لرو د تېرو دو کلنو په پرتله سږ کال واقعات لوړ دي"

د دې وزارت ویاند شرافت زمان د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې، د ژمي په راتګ سره په ماشومانو کې دغه ناروغۍ پراخیږي.

نوموړی وايي: "د سینه بغل یا نمونیا کوم واقعات چې موږ په لاس کې لرو د تېرو دو کلنو په پرتله سږ کال واقعات لوړ دي او اندازه یې لوړه شوې ده، دا چې د ژمي موسم را روان دی شاید واقعات نور هم زیات شي، په دغه اندازه واقعاتو کې چې زموږ روغتیايي مرکزونو له‌خوا یې شمېر راغلی په پنځه کاله کم عمره ماشومانو کې شمېر د لویانو په پرتله زیات دی. په ماشومانو کې علت چټله هوا او هغه ماشومان چې خوارځواکۍ سره مخ دي په نمونیا ژر اختیه کېږي."

دا په داسې حال کې ده چې نړېوالو بشري او روغتیايي سازمانونو راروان ژمی په افغانستان کې د ګڼ شمېر افغانانو په ځانګړې ډول ماشومانو لپاره سخت او د اندېښنې وړ ښودلی و.

هم‌‌مهاله د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) هم په افغانستان کې د خوارځواکۍ او نورو بشري ستونزو په اړه اندېښنې ښودلي دي او د روان حالت د کابو کولو لپاره د نړېوالو بېړنیو مرستې غوښتنه کړې.

XS
SM
MD
LG