د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۷

اوچا: د افغانستان ۱۵ سلنه وګړي معلول او له سختو ستونزو سره مخ دي


ارشیف: په کندهار کې یو شمېر معلولین
ارشیف: په کندهار کې یو شمېر معلولین

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، د افغانستان ۱۵ سلنه وګړي معلولین دي او له سختو ستونزو سره مخ دي.

احمد ګل د پلازمېنې کابل اوسېدونکی دی.

دواړه پېښې یې پرې دي او اوسمهال د ژوند سختې شپې او ورځې تېروي.

هغه وایي، د طالبانو په واکمنېدو سره یې هېڅ ډول مرسته نن ده ترلاسه کړې.

نوموړي وویل: "د طالبانو په یو کال حکومت ما هېڅ ډول خپل حقوق نه دي ترلاسه کړي. درې میاشتې د حکومت تېرې وې چې اعلان یې وکړ او وې ویل معلولین دې راشي چې موږ یې اسنادونه چېک کوو چې معلول دي که نه څو معاشونه یې ورکړو، موږ لاړو هلته زموږ ټول اسناد یې ثبت کړل، خو هېڅ ډول حقوق مو نه دي ترلاسه کړي."

خو دا یوازې احمد ګل نه دی ښايي د ده په څېر په زرګونه کسان وي چې له ورته حالت سره مخ دي.

ګل احمد وايي، په تېر جمهوري نظام کې معاش درلود او وخت په وخت به یې اخیسته خو له سیاسي بدلون وروسته یې معاش بند شوی.

سره له دې چې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دې راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو د روان میلادي کال د اګسټ په میاشت کې د طالبانو حکومت د شهیدانو او معلولینو وزارت ویلي و چې له دوی سره ثبت شویو معلولینو ته د شپږو میاشتو ټول حقوق یې ورکړي.

خو ځیني معلولین بیا وايي چې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې یې خپل حقوق نه دي ترلاسه کړي.

د راپورونو له مخې، په تېر جمهوري نظام د پوځ برخې معلولینو ته په میاشتیني ډول ۱۲ زره افغانۍ ورکول کېدې چې د طالبانو په واکمنېدو سره دغه پیسې ۵ زره افغانیو ته راښکته شوې.

اوس تازه د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي چې د افغانستان د نفوس ۱۵ سلنه وګړي په معلولیت کې ژوند کوي او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

دغې ادارې د شنبې په ورځ په خپل ټویټرپاڼه ولیکل چې دغه برخه وګړي له سختو ستونزو سره مخ دي او حالت یې د اندېښنې وړ دی.

د دې ادارې په وینا، په افغانستان بشري او اقتصادي ناورین د نور خلکو تر څنګ دغه برخه هم اغېزمنه کړې او باید لاسنیوی یې وشي.

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت بیا له معلولیت لرونکو کسانو څخه پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

دغه سفارت چې اوس له قطر څخه فعالیت کوي، پر خپل ټویټر لیکلي چې په کار ځای، ښوونځیو او ټولنو کې د معلولیت لرونکو کسانو له ګډون مننه کوي.

له بلې خوا د طالبانو حکومت د شهیدانو او معلولینو وزارت مسوولانو بیا د روان میلادي کال د اګسټ په میاشت کې د یو کنفرانس له لارې د یو کال د لاسته راوړنو د راپور ورکولو پر مهال ویلي و چې دوي په تېر لمریز کال کې ۱ لکو ۲۷ زره ۵۰۰ معلولین، معیوبین، یتیمان او کونډې ثبت کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې نن ډسمبر درېیمه د معلولیت لرونکو کسانو نړیواله ورځ ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG