د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۰

ځینې معلولين: د طالبانو حکومت مو حقوق او امتيازات نه راکوي


آرشیف:په غزني کې معلولين
آرشیف:په غزني کې معلولين

ځینې معلولیت لرونکي له دې امله چې د طالبانو حکومت امتیاز نه ورکوي، شکایت کوي.

۳۶ کلنه محبوبه معلوله ده.

هغه له خپلې مور سره کابل کې اوسېږي.

په اویایمو کلونو کې په افغانستان کې د کورنیو جګړو پر مهال د دوی پر کور د هاوان د مرمۍ د لګېدو له امله د محبوبې یوه پښه پرې شوه.

محبوبه وایي، پخوا به یې هره میاشت د معلولیت د مالي امتیازاتو په اخستو سره د ځان او خپلې مور اړتیاوې پوره کولې.

هغه زياتوي: "زما اندېښنه دا ده که چېرې مې حق رانه‌کړل شي، نو څنګه به خپل ژوند په مخ بوځوو. ما به هر کال ۶۲ زره افغانۍ د معلولیت حق اخسته او له هماغه اندازه پیسو سره به مو خپل ژوند کاوه، خو اوس که دا پیسې را نه‌کړل شي، نو زما ستونزې به ډېرې شي."

د کونړ اوسېدونکی سردار ولي هم معلول دی.

هغه له دې امله چې تېر کال یې مالي امتیاز یا حق نه‌دی ورکړل شوی، شکایت کوي.

آرشیف: افغان معلول
آرشیف: افغان معلول

نوموړي وويل: "زما دواړه سترګې ړندې دي. د تېر حکومت پر مهال به مو له حکومته میاشتني حقوق اخیستل، خو له اتو میاشتو راهیسې چې طالبان راغلي، زموږ حقوق نه راکول کېږی، زه دې پیسو ته ډېره اړتیا لرم."

وسله‌والې نښتې او د ماینونو چاودنې په افغانستان کې د معلولیت اصلی لاملونه بلل کېږي.

معلولیت لرونکو کسانو به د تېر جمهوریت پر مهال د دوی کاري مخینې ته په کتو یوه اندازه پیسې د میاشتني حق په توګه ترلاسه کولې.

خو له کله چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، په تېرو اتو میاشتو کې د معلولیت لرونکو کسانو حقونه نه دي ورکړل شوي.

هڅه مو وکړه، چې د معلولیت لرونکو کسانو د شکایتونو په اړه د شهیدانو او معلولینو وزارت او د طالبانو حکومت د نورو ویاندویانو نظر واخلوو، خو له هڅو سره سره یې موږ ته ځواب را نه کړ.

که څه هم چې د طالبانو حکومت تر اوسه نه دی توانېدلی چې د معلولیت لرونکو کسانو حقوق ورکړي، خو وړاندې له دې د طالبانو د حکومت کابینې معلولیت لرونکو کسانو او د شهیدانو کورنیو ته د یو اندازه پیسو د ورکړې خبر ورکړی وو.

اوسمهال په افغانستان کې د معلولیت لرونکو کسانو شمېر په دقیقه توګه نه دی معلوم، خو د پخواني حکومت د شهیدانو او معلولینو وزارت د معلوماتو پر بنست، په افغانستان کې څه نا څه یو میلیون معلولین شته.

یاد وزارت ویلی و، چې ۳۸۰ زره معلولین له یاد وزارت څخه میاشتني حقوق اخلي.

XS
SM
MD
LG