د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۲

د کب ۹مه د سرتیرو ملي ورځ؛ کونړ کې معلول سرتیري وايي هېچا هم ونه ستایل


یو تن معلول سرتیری
یو تن معلول سرتیری

په کونړ کې د افغان معلولو ځواکونو او د وژل شوېو سرتېرو کورنۍ وایي، هر کال د سرتيرو ورځ نمانځل کېږي، خو د دوی پوښتنه څوک نه کوي.

دوی ګیله لري چې تل د سرتېرو په ورځ هم چارواکو ته مډالونه، ډالۍ او تقدیر لیکونه ورکول کېږي، خو دوی هېر شوي دي.

رفیع الله اته کاله وړاندې په جنګ کې دواړه پښې بایللي، اوس په خپل لاس جوړ کړي ویلچر کې ګرځي.

دی وايي، د لس کسېزې کورنۍ سرپرستې هم ور له غاړې ده اړ دی چې د نفقې پیدا کولو لپاره، کله مستریتوب ته لاس واچوي، کله پخې وریجې، کله لوبیا او کله هم د موبایل کارتونه وپلوري.

کونړ کې د ملي سرتیرو ورځ
کونړ کې د ملي سرتیرو ورځ

رفیع الله ازادي راډیو ته وویل: "هرکال د کب په نهمه نېټه د سرتېري ورځ نمانځل کېږي، تېره ورځ مې هم خپل هم سنګره او چارواکي ولیدل خو یوازې یوازې يې د موټرو ګردونه او لوګي راورسېدل."

دی وايي هېڅ چا یې پوښتنه نه ده کړې او نه هم ددې ورځې په ویاړ چا پر غاړه کې ورته ګلونه واچول.

د میاخان بانډه وال ځوان زوی په محلې پولیسو کې دنده ترسره کوله، څلور کاله وړاندې سرکاڼو ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو سره جګړه کې ووژل شول.

پلار يې وايي، تر اوسه هېڅ چارواکي يې د حال پوښتنه نه ده کړې: "ډېرې زیاتې کونډې، یتیمان او بېچاره ګان په کورونو کې ناست دي، هېڅکله زموږ چارواکو د شهیدانو د کورنیو او د سربازانو پوښتنه نه ده کړې، موږ په همدې ترې ګېله من یو."

خو په کونړ کې چارواکي وايي، د کب له ۹مې نېټې څخه وړاندې يی د یو شمېر وژل شوېو سرتېرو د کورنیو او معلولینو پوښتنه کړې او د حکومت له خوا ټاکل شوي حقوق یې هم ورسپارلي دي.

د کونړ امنیه قوماندان سمونوال محمد یوسف مظلومیار ازادي راډیو ته وویل:"د شهیدانو لپاره زموږ کمېټه شته، هغوی د شهیدانو کورنیو ته اکرامیه او نور امتیازات په خپل وخت سپاري، په جنازو او د فاتحې په مراسمو يې ګډون کوي. هغوی زموږ تن او وجود دي، درد او غم يې خپل ګڼو."

خو زیانمن شوي سرتېري او د هغوي کورنۍ بیا دا ګیله هم کوي چې د سرتېري په ورځ هم دوی او هغه سرتېري چې د جګړې په لومړیو کرښو کې پراته دي، له یاده ایستل شوي او پرځای يې مډالونه،ستاینلیکونه او ډالۍ چارواکو ته ورکول کېږي.

XS
SM
MD
LG