د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۱

د بشر حقونو کمېسیون: تېرو ۱۴ کلونو کې د معلولینو شمېر زیات شوی


د هرات یو شمېر معلولین. Feb 05 2020
د هرات یو شمېر معلولین. Feb 05 2020

مطیع الله چې ۲۶ کاله عمر لري او جګړې ترې د سترګو لید اخېستی دی وايي، شااوخوا اووه کاله مخکې د غزني پر لاره د دوی پر موټر ډزې وشوې چې ځینې ملګري یې ووژل شول او ځینې معلول شول.

مطیع الله زیاته کړه: " کابل ته راغلم، دوه لېتره وینه مې ضایع کړه، په روغتون کې کابو ۶ میاشتې په کوما کې وم، کله چې له کوما ووتم، ډاکټرانو رانه سترګې ایستلې وې، نه رغېدې، ویل یې خون ريزي يې نه شو راګرځولی، سترګې یې وباسئ."

دا یوازې مطیع الله نه دی چې په دې حالت اخته شوی، بلکې د ده په څېر میلیونونه نور په ورته توګه معلول شوي دي.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي، تېرو ۱۴ کلونو کې د معلولینو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.

د دغه کمېسیون د تازه راپور له مخې، د ۱۳۸۴نه تر ۱۳۹۹ کاله پورې د معلولینو شمېر۱۱ عشاریه دوه سلنه لوړ شوی دی.

د یاد کمېسیون څېړنې ښيي د هېواد د نفوسو ۱۳ عشاریه ۹ سلنه معلولان دي چې شمېر یې ۴ میلیونه ۴۷۵ زرو کسانو ته رسیږي حال دا چې دا شمېر په ۱۳۸۴ لمریزکال کې ۲ عشاریه ۷سلنه د ټول نفوس کېده.

په کابل کې د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون دفتر
په کابل کې د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون دفتر

د افغانستان د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون د راپور له مخې د ۴۱ سلنه معلولینو د معلولیت لامل جګړه او د سړک د غاړې د ماینونو چادنې دي.

دغه کمېسیون د خپل راپور لپاره په ۲۲ ولایتونو کې له ۱۵۰۴ معلولو کسانو سره مرکې کړي چې په ترڅ کې یې دوی له خپلو روغتیايي او حقوقي محدودیتونو سربیره په ټولنه کې ورته له سپکاوي هم سرټکولی دی.

د دغه کمېسیون غړې بنفشه یعقوبي وايي: "دوه بحثونه د خوښۍ وړ دي، یو دا چې په کارموندنه کې مو پرمختګ کړی همدارنګه ډېرو ته د زده کړو زمینې برابرې شوي چې یو سلنه زیاتوالی ښيي، دا د دې ښکارندويي کوي چې لږ څه پرمختګ شوی، خو مهم بحث دا دی چې موږ نه شو ویلي چې خپل د غوښتنې وړ وضعیت ته رسیدلی یو."

د افغانستان د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د بشر د حقونو دغه راپور نه رد او نه هم تاییدوي.

د افغانستان د شهیدانو او معلولینو وزارت ویاند ضیاالحق فضلي
د افغانستان د شهیدانو او معلولینو وزارت ویاند ضیاالحق فضلي

د دغه وزارت ویاند ضیاالحق فضلي ازادي رادیو ته وویل، د معلولینو د وضعیت د ښه والي لپاره کارونه شوي دي.

فضلي زیاته کړه: "دغه وزارت د معلولینو او شهیدانو لپاره ستراتیژي وروستۍ کړې او ډېر ژر به کابینې ته وړاندې شي، د کابینې له تصویبه وروسته تر لسو کلونو پورې د معلولینو روغتیايي، تعلیمي، تحصیلي، کارموندنې خدمتونه او ټولنه کې د دوی د ادغام مسئلې پېشبیني شوي دي."

سره له دې چې معلولیت یو نړیواله پدیده ده، خو افغانستان کې څو کلنه جګړه د دې لامل شوې چې معلولین په کې ډېر شي، اوس روښانه نه ده، کله به دغه جګړه ختمیږي چې نور قرباني نه شي.

XS
SM
MD
LG