د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۱

د کندهار يو شمېر معلولين: له سختو اقتصادي او نورو ستونزو سره مخ يوو


په کندهار کې يو شمېر معلولين
په کندهار کې يو شمېر معلولين

کندهار کې معلولین د ستونزو شکایت کوي.

د دغه ولایت معلولین وايي، له سختو اقتصادي او نورو ستونزو سره مخ دي.

دوی د طالبانو له حکومت او مرستندویه ادارو غواړي چې د مرستو تر څنګ ورته د کار زمینې هم برابري کړي.

معلولین داسې مهال د ستونزو خبره کوي چې د ترکيې هېواد یوه خیریه بنسټ تازه په کندهار کې پر پنځه سوه معلولینو ویلچرونه ووېشل.

نور جزييات د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:47 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG