د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۸

د بشر حقون کمېسیون: د افغانستان ۱۳ سلنه خلک معلول دي چې ښه وضعیت کې نه دي


ارشیف، یو شمېر معلول کسان
ارشیف، یو شمېر معلول کسان

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون د معلولیت د نړیوالې ورځې په مناسبت چې نن چهارشنبه (د لیندۍ ۱۲مه) ده وايي، د هېواد ۱۳ سلنه خلک معلولیت لرونکي دي چې په وینا یې په ښه وضعیت کې نه دي او د بې کارۍ له ستونزو کړېږي.

دغه کمېسیون د معلولیت لرونکو کسانو لپاره د ړندو، ګوډ، قاري، کوڼ او داسې نورو لفظونو په کارولو انتقاد کوي.

یاد کمېسیون د دغو لفظونو د کارولو پرځای د نورو اصطلاحاتو یوه ټولګه چاپ کړې ده. د دغه کمېسیون غړې بنفشه یعقوبي وايي: "د معلولو کسانو په شمولیت کې ستونزه ده، چاپیریال ته د دوی د لاسرسي په برخه کې ستونزه ده چې د معلولیت لرونکو کسانو د لارې خنډ کېږي، همدارنګه د ټولنې د خلکو د پوهاوي کموالی هم دی."

د افغانستان د بشر حقونو کمېسیون د معلولیت لرونکو کسانو لپاره د ړندو، ګوډ، قاري، کوڼ او داسې نورو لفظونو په کارولو انتقاد کوي
د افغانستان د بشر حقونو کمېسیون د معلولیت لرونکو کسانو لپاره د ړندو، ګوډ، قاري، کوڼ او داسې نورو لفظونو په کارولو انتقاد کوي

۲۲ کلنه فاضله چې له زیږېدو راهیسې فزیکي معلولیت لري وايي، کله یې چې ښی او کیڼ لاس پیژندلی معلوله ده او د دغه معلولیت له امله چې دی په کې نه ده ګرمه، د خلکو له ملنډو سره مخ کېږي: "ټول خلک سینګار کوي، رنګارنګ کالي اغوندي، زه هم غواړم سینګار وکړم، رنګارنګ کالي واغوندم او محفل ته لاړه شم، خو هېڅکله دا کار نه شم کولی ځکه چې معلوله یم، کله چې رنګارنګ یا لږ څه لنډ کالي واغوندم وايي، پښې یې وګورئ او کالي اغوستل یې وګورئ."

اوس په ټول هېواد کې ۹۰۰۰ معلول کسان په کار بوخت دي

همدا راز یو شمېر معلولین د کاري زمینو د نه شتون په اړه انتقاد کوي وايي، سره له دې چې ډېری معلولین تحصیلي اسناد لري، خو کار نه شي موندلی.

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت د وزارت ویاند ضیالحق فضلي وايي، دغه وزارت د معلولینو د روغتیا، تعلیم، تحصیل او کار موندنې په برخو کې یوه طرحه له افغان کابینې سره شریکه کړې چې د جمهور رئیس له خوا تایید شوې هم ده.

دی وايي: "لار ښوونه شوې چې په ټولو ادارو کې لږ تر لږه ۳ فیصده معلولین استخدام شي، دا ۳ سلنه ۱۲زره بستونه کېږي. اوس په ټول هېواد کې ۹۰۰۰ معلول کسان په کار بوخت دي او د اداري اصلاحاتو د کمېسیون ژمنه ده چې پاتې به هم استخدام شي."

د شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې ۶۰۰ میلیونه معلولین شته چې ۸۰ سلنه یې په بې وزلو او یا د پراختیا په حال کې هېوادونو کې دي.

که څه هم د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون د اسیا د بنسټ د ۲۰۱۹ کال د سروې له مخې په دغه هېواد کې د شدیدو معلولینو شمېر ۱۳.۹سلنه ښودلی، خو د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د طبیعي او جنګي معلولینو شمېر یو میلیون ښيي.

دغه وزارت وايي، دوی ۱۸۰ زره جنګي معلولین ثبت کړي چې حقونه او امتیازات ورکول کېږي او طبیعي معلولینو ته هم د زده کړو، تحصیل او کار زمیني برابرې شوي دي.

XS
SM
MD
LG