د کابل ښار اوسیدونکی ۶۲ کلن عبدالشکور وايي، پنځه اولادونه ېې معلول دي او ټول یې سهار ښوونځي ته رسولي او د رخصتۍ پر مهال یې بېرته کور ته را رسولي دي.
دی وايي، څلورو اولادونو یې اوس ښوونځی خلاص کړی، خو یو معلول زوی اوس هم په ډېری سختۍ ښوونځي ته بیايي او غرمه یې بیرته کورته رارسوي: "زما زوی عبدالبصیر نومېږي، په دولسم ټولګي کې دی، کوچنی ورور یې هره ورځ ښوونځي ته رسوي. که ورور یې په کوم کار بوخت وي، یا یې مور او یا زه ورپسې ځم. دا چې یو معلول ښوونځي ته ورسوې او بیرته یې راولې، ټولو ته معلومه ده چې دا یوه لویه ستونزه ده."
دی وايي، معلولو اولادونو ته ېې په ښوونځي یا ښوونځي ته د رسولو په برخه کې د حکومت له خوا، هېڅ اسانتیاوې نه دي برابرې شوي.
د کونړ ولایت اوسیدونکې شل کلنه معلوله شازیه بیا وايي، زده کړو ته ډېره لېواله وه، خو معلولیت ترې بې برخې کړه، دا هغه مهال معلوله شوه چې پر کور یې توغندۍ ولګېده: "دیارلس کاله کېږي چې معلوله شوې یم چې روغه وم، هم مې د زده کړو ارمان درلود، خو معلولیت ترې بې برخې کړم."
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت وايي، د رسمي شمېرو له مخې په افغانستان کې د ښځو، نارینه وو، نجونو او هلکانو په ګډون څه باندې یو میلیون معلولین شته.
د پوهنې وزارت پخواني مرستیال صدیق پتمن وايي، د کابل ښار په ښوونځیو کې معلولو ماشومانو ته د زدکړو اوچاپیریال ځانګړي پروګرامونه نشته او په لېرې پرتو سیمو کې دا ستونزه د لویو ښارونو د ښوونځیو پرتله، څو برابره ډېره ده، له همدې امله په خبره یې په لسګونو زره معلول ماشومان، له زده کړو بې برخې دي.
د حکومت تر څنګ یو شمېر کورني او بهرني بنسټونه هم شته چې معلولو نجونو او هلکانو ته د خدمتونو رسولو په برخه کې کار کوي.
یو له دغو بنسټونو د 'اشیانې' په نوم موسسه ده چې هڅه کوي معلول کارګر ماشومان د دې جوګه کړي چې په ښوونځیو کې شامل شي.
د دغه بنسټ مسوول محمد یوسف نوابي ازادي راډیو ته وویل، په ۲۰۱۳ میلادي کال کې دوی د معلولو نجونو او هلکانو لپاره پروګرامونه درلودل، خو د بودجې د نشتوالي او د بهرنیو موسسو د مالي ملاتړ د بندېدو له امله دغه پروګرام دوام ونه کړ.
نوموړي وویل: "موږ د ۲۰۱۳ میلادي کال نه مخکې د هغو ماشومان لپاره چې روحي او رواني تکلیف یې درلود، یو پروګرام درلود چې دوې ورغېږي، شااوخوا ۴۵۰ ماشومان مو راجستر کړي وو، یو شمېر یې ښوونځیو ته د تګ جوګه شول او یو شمېر یې دومره شول چې خپلې ورځنۍ ستونزې حل کړای شي، خو د پروژې ملاتړ ونه شو، اوس دغه پروګرام نه لرو."
ښاغلي نوابي وویل، له معلولو ماشومانو سره کار کول، فني پرسونل او ډېرو امکاناتو ته اړتیا لري، خو په افغانستان کې تر اوسه دغه امکانات، په نشت حساب دي.
د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو اداره وايي، د ړندو یا نابینایانو او کڼو یا نه اوریدونکو زده کوونکو لپاره د هېواد په کچه ۱۶ فعال ښوونځي شته، خو د دوی په خبره، فزیکي معلولو زده کوونکو ته له روغو زده کوونکو سره یوځای ښوونه او زده کړې کېږي.
د دغې ادارې د نابینایانو د ښوونځیو عمومي مدیر نصیر امیري ازادي راډیو ته وویل: "د فزیکي معلولینو لپاره په معارف کې څه محدودیت نه شته، دوی کولی شي د نورو زده کوونکو ترڅنګ خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي، دا هڅه مو کړې چې فزیکي معلولینو ته د ښوونځيو په لومړيو پوړونو کې ټولګي په پام کې ونیسو، خو ځانګړي ټولګي ورته نه شته."
خو د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت وايي، دټولو معلولینو لپاره یې د نړیوالو موسسو او ملي بنسټونو په همغږۍ یوه لس کلنه ستراتیژي جوړه کړې چې د معلولو ماشومانو لپاره په کې د زده کړو، ځانګړیو ټولګیو، د حرفې د زده کړو، د ویلچرونو د کارولو او د د دوی له کورنیو سره، مالي مرستې، په پام کې نیول شوي دي.
د دغه وزازت ویاند ضیاءالحق فضلي ازادي راډیو ته وویل: "په دې کې معلولیت لرونکو وګړو په تېره هغو معلولو ماشومانو ته چې له ښوونځیو او تعلیمي او تحصیلي فرصتونو بې برخې دي، ځانګړې پاملرنه شوې، ټول ښوونځي او ټول پوهنتونونه او ټولې ادارې مکلفیت لري چې دوی ته د رمپ، لفت او ځانګړو نښو نښانو فرصتونه رامنځته کړي، حسي معلولین هم په کې شامل دي."
دا په داسې حال کې ده چې د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې په هېواد کې د ناامنیو، د ټولنې د ناوړه دودونو، بې وزلیو، مهاجرتونو او دا شان نورو ناخوالو له امله، څه باندې ۳.۷میلیونه ماشومان چې ۶۰سلنه یې نجونې دي له زده کړو بې برخې دي.