د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۱

طالبانو له ۱۰۰ زرو ډېرو معلولینو، یتیمانو او کونډو ته د شپږو میاشتو حقوق ورکړي


ارشیف: یو معلول افغان
ارشیف: یو معلول افغان

د طالبانو حکومت د شهیدانو او معلولینو وزارت وايي، په تېر یوه کال کې دوی شاوخوا ۱ لکو ۲۷ زره معلولینو، یتیمانو او کونډو ته له ثبت وروسته د تېرو شپږو میاشتو حقوق ورکړي.

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت د شهیدانو او معلولینو وزارت په تېر یو کال کې له یو لک زیاتو معلولینو، یتیمانو او کونډو ته د دوی د حقوقو د ورکړې خبره کوي، خو یو شمېر معلولینو له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دوی د تېر یو کال حقوق نه دي ترلاسه کړي.

دغه معلول چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، په تېر حکومت کې پوځي بریدمن و.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل، دواړه پښې یې په تېر نظام کې د ماین چاودنې له امله پرې شوې دي.

دی وايي، په تېر حکومت کې یې معاش درلود او میاشت په میاشت به یې ترلاس کاوه، خو له تېر یو کال یې حقوق نه دي ترلاسه کړي.

هغه زیاته کړه: "په تېر یوه کال کې چې طالبان واکمن شوي او زما د اشرف غني په حکومت کې دواړه پښې پرې شوي، هېڅ حقوق مې نه دي ترلاسه کړي. تېر حکومت به موږ ته د میاشتې ۱۲ زره افغانۍ راکولې دا یوازې زه نه یم چې خپل حقوق مې نه دي ترلاسه کړي بلکې زما ملګرو هم هېڅ شي نه دي ترلاسه کړي."

دغه معلول وايي، اوسمهال د ژوند سختې شپې او ورځې تېروي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د شهیدانو او معلولینو وزارت د یکشنبې په ورځ په کابل کې ملت ته د حساب ورکونې پروسې له لارې یو خبري ناستې په ترڅ کې وویل، چې په تېر یو کال کې دوی شاوخوا ۱ لکو ۲۷ زره کسانو ته د شپږو میاشتو حقوق ورکړي.

د دې وزارت مرستیال عبدالحیکم حقاني وویل: "تر اوسه پورې موږ شاوخوا ۱ لکو ۲۷ زره ۵۰۰ معلولین، یتمان او ګونډې ثبت کړي دي او دویته فعلاً د شپږو میاشتو حقوق په مرکز او ولایاتو کې اجرا شوي او یا هم د اجرا په حال کې دي."

د دغه وزارت مسوولان دغه شان وايي چې په تېر یو کال کې د طالبانو حکومت د رهبرۍ لخوا دغه وزارت ته شاوخوا ۱۳ میلیارده افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې ده.

مخکې له دې چې طالبان په ټول افغانستان واکمن شي، په تېر نظام کې ټولو هغو معلولینو، یتیمانو او دغه شان کونډو ته په میاشتني ډول معاش ورکول کېده، چې د پوځ برخې معلولینو ته ۱۲ زره افغانۍ د میاشتې ځانګړې شوې وې، خو په افغانستان کې له سیاسي بدولون وروسته اوس دغه پیسې له ۱۲ زرو نه ۵ زره افغانیو ته راکمې شوي دی، چې په دې پرېکړه مخکې معلوملینو انتقادونه کړي وو.

XS
SM
MD
LG