د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۸

'افغانستان کې معلولې ښځې له سیستماتیک تبعیض او بندیزونو سره مخامخ دي'


ارشیف
ارشیف

د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان (هیومن رايتس واچ) په افغانستان کې د هغو ښځو په اړه چې فزیکي معلولیت لري، یو راپور خپور کړی دی.

په راپور کې لیکل شوي چې په افغانستان کې اکثر داسې ښځې په ټولنیزو او اقتصادي محدودیتونو کې او د جنسي زور زیاتي او ځورونې له جدي ګواښ سره ژوند کوي.

هیومن رایټس واچ دا راپور نن، د اپرېل په ۲۸مه، تر دې سرلیک لاندې چې (په افغانستان کې معلولې ښځې د روغتیا او تعلیم په برخه کې له سیستماتیک تبعیض او بندیزونو سره مخامخ دي) خپور کړی دی.

راپور په ۳۱ مخونو کې خپور شوی دی.

په راپور کې پردې زیات تمرکز شوی چې په افغانستان کې هغه ښځې چې فزیکي معلولیت لري، د حکومت د مرستې د ترلاسه کولو په وخت له جنسي ځورونې او توپیري چلند سره مخامخ کېږي.

د هیومن رایټس واچ کار کونکي د دې راپور د جوړولو لپاره په کابل، هرات او بلخ کې له ۲۶ معلولو ښځو او د هغوي له کورنیو او د ۱۴ روغتیايي او تعلیمي مرکزونو له استازو سره غږېدلي دي.

په راپور کې چې له نیویارکه خپور شوی، ویل شوي چې سره له دې چې د انسان فزیکي معلولیت د هغه کمزورۍ معنی نه لري خو په افغانستان کې معلولې ښځې په ډېر کمزوري ټولنیز حالت کې دي.

په هغه ويډیو کې چې هیومن رایټس واچ له خپل راپور سره خپره کړې، یوه معلوله ښځه د ځان د معلولیت د تصدیق د سند د ترلاسه کولو لپاره د افغانستان په یوه حکومتي اداره کې د خپلې تجربې په اړه غږېدلې ده.

په افغانستان کې معلولین د معلولیت د تصدیق د سند پر اساس ناچیزې مرستې ترلاسه کولای شي.

دې ښځې چې د هیومن رایټس واچ په راپور کې د مریم په نوم معرفي شوې، ویلي چې د وزارت مامورینو د تصدیق په بدل کې د جنسي رابطې غوښتنه ورڅخه کړې وه.

مریم ویلي: "کله چې دفتر ته ور ننوتلم، هلته ناست مامور راته وویل چې معلولیت دې په دې شرط تصدیقوم چې له ما سره پرېوزې."

مریم د ماین په چاودنه کې زخمي او معلوله شوې ده.

هغې ویلي: "زه په ژړا له هغه دفتره ووتلم خو ما اورېدل چې په دفتر کې ناستو مامورینو سره خندل."

د مریم په وینا، نورو معلولو ښځو هم ورته خبرې اورېدلي دي.

یوې بلې معلولې ښځې چې هویت یې نه دی په ډاګه شوی، هیومن رايټس واچ ته ویلي: "د مامور اوله پوښتنه دا وه چې واده مې کړی که نه ، کله چې ما ورته وویل چې نه، مامور راته وویل چې که له ما سره جنسي رابطه ساتې بیا تصدیق درکوم."

د هیومن رايټس واچ د اسیا د برخې مشرې پتریشیا ګوسمن ویلي: "ټول معلول افغانان له حکومته د مرستې د ترلاسه کولو په وخت کې له یو ډول زیاتي او تبعیض سره مخامخ کېږي خو ښځې د زور زیاتي هغه قربانیانې دي چې څوک یې نه ویني."

پتریشیا ګوسمن
پتریشیا ګوسمن

په راپور کې د ګوسمن په حواله لیکل شوي چې په افغانستان کې به د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله معلولې ښځې د روغتیايي مرستو د ترلاسه کولو په وخت له لا زیاتو ستونزو سره مخامخ وي.

په افغانستان کې تر څلورو لسیزو زیات جنګ شوی او میلیونونه وګړي معلول شوي دي.

د بشري حقونو د څارنې د نړیوال سازمان په راپور کې لیکل شوي چې په لرې پرتو سیمو کې معلولې ښځې د نورو په پرتله په بد حالت کې دي ځکه سرکونه خراب او د تګ راتګ لپاره ترانسپورتي امکانات کمزوري دي.

په هغو لرې سیمو کې چې کلینیک نشته معلولې ښځې نه شي کولای چې د دوا لپاره لرې ښارونو او ولایتي مرکزونو ته ولاړې شي.

هیومن رایټس واچ اټکل کړی چې په افغانستان کې ۸۰ سلنه نجونۍ چې معلولې شوې، ښوونځي ته نه شي تلای ځکه په ښوونځیو کې د معلولو کوچنیانو له جلب سره لیوالتیا کمه ده او ښوونځي ته د هغوی د تګ راتګ لپاره ترانسپورتي امکانات کم دي.

د داسې ټولنیزو ستونزو او کمزوري اقتصاد له کبله زیاتې کورنۍ هم خپل معلول کوچنیان، په ځانګړي دول نجونې ښوونځي کې نه شاملوي.

پتریشیا ګوسمن حتی په افغانستان کې د سولې لپاره په روانو هلوځلو کې د معلولو افغانانو د استازو د نشتوالي یادونه کړې او ویلي یې دي چې حکومت باید داسې کار وکړي چې په اوس وخت او راتلونکې کې د معلولو افغانانو حق خوندي او ستونزې کمې شي.

د هیومن رایټس واچ د راپور په اړه د افغانستان د حکومت غبرګون لا نه دی څرګند شوی.

XS
SM
MD
LG