د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۶

اشرف غني: لا هم ادارو کې ښځو سره تاوتریخوالی کېږي


Afghanistan - Mohammad Ashraf Ghani president of Afghanistan announced ISL defeat in Nangarhar province, November 19 2019 اشرف غنی ننگرهار
Afghanistan - Mohammad Ashraf Ghani president of Afghanistan announced ISL defeat in Nangarhar province, November 19 2019 اشرف غنی ننگرهار

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، لا هم په ټولو دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی شته، خو پر ضد یې باید جدي مبارزه وشي.

ولسمشر محمد اشرف غني د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۶ ورځني کمپاین د پيل په مراسمو کې نن (قوس ۴مه) وویل، له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره بشپړه سیاسي اراده شته او د همدې لپاره د هېواد عدلي او قضايي ارګانونو ته بشپړه خپلواکي ورکړل شوې ده.

ښاغلی غني په دولتي او غیر دولتي ادارو سربېره په کورنیو کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی تاییدوي، خو ورسره په جدي مبارزې ټینګار کوي.

ولسمشر زیاته کړه، اوس‌مهال افغان ښځې له خپل ځان په بشپړه توګه استازولي کولای شي، خو اړتیا ده چې په ټولو برخو کې د دوی ونډه لا زیاته شي.

هغه وویل: "د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی کوم ویاړ نه دی، شخص ته حیثیت هم نه شي ورکولای، د نارینتوب نښه هم نه ده، دا فرهنګ باید بدل شي. "

ولسمشر غني د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې د بیان ازادي هم مهمه بولي، خو نیوکه هم لري.

هغه وویل: "د بیان منفي ازادي هغه ده چې په عملي کېدو سره یې نور خلک اغېزمن کېږي، ټولنه بې لارې کوي او د بې باورۍ فضا جوړوي. په دې برخه کې د رسنیو قانون وضاحت لري. په دې برخه کې هغه ډول عمل باید وشي چې د بیان ازادۍ په نوم د نورو خلکو حقوق تر پښو لاندې نه شي. "

ولسمشر غني همدا ډول د بیان ازادي د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي په کمېدو پورې وتړله او په خبره یې، د ملي یووالي حکومت پر مهال د خبریالانو ۶۰ قضیو ته رسېدنه شوې او ۸۰ عاملین یې په سزا محکوم شوې دي.

ولسمشر غني په دې برخه کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې جوړول، د خبریالانو لپاره د ملاتړي صندوق ایجاد او تر خوا یې د رسنیو قانون د ملي یووالي حکومت لویې لاس‌ته راوړنې بولي چې په خبره یې له دې وړاندې حکومت په دې برخه کې ورته کار نه دی کړی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان مخکني ولسمشر حامد کرزي نن په یوه خبري غونډه کې وویل، حکومت باید د بیان ازادۍ ساتونکی واوسي، ځکه د ده په خبره دا د تېرو ۱۸ کلونو لاسته راوړنو مهمه برخه جوړوي.

XS
SM
MD
LG