د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۳

د کډوالو عالي کمېشنري: د ژمي په راتلو افغانان له سخت وضعيت سره مخ دي


ارشيف
ارشيف

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو عالي کمېشنري وایي، په میلیونونو افغانان سږکال د ژمي په درشل کې په افغانستان کې دننه مجبوره دي چې د تودېدو او ډوډۍ ترمنځ یو انتخاب کړي.

د ملګرو ملتو د کډوالو د چارو د اسیا پسفیک برخې پرون په ټویټر کې ولیکل چې، د افغانانو د سم‌لاسي اړتیا د پوره کېدو لپاره په ځانګړي ډول د کورنیو بې‌ځایه شویو د اړتیاو د پوره کېدو لپاره لا ډېر نړیوال ملاتړ ته ضرورت شته.

دا کارتونه هغه کسان ترلاسه کولی شي چې واسطې لري."

د طالبانو له بیا واکمنۍ را وروسته چې پروسږ کال اوړی یې کابل ونیو ګڼو مرستندویانو په افغانستان کې خپل فعالیتونو درولي دي چې افغانستان له اقتصادي کړکېچ سره مخامخ شوی دی.

یو شمېر افغانانو ازادي راډیو ته په خپلو پیغامونو کې له روان اقتصادي وضعیته شکایت کړی، دوی وایي چې مرستې مستحقو کسانو ته نه رسیږي.

د پکتيکا له سروبي يو تن ازادي راډيو ته په خپل پيغام کې ويلي: "دا کومې مرستې چې ولایت او ولسوالۍ ته راځي د مرستو کارتونه ورته په‌کار دي او دا کارتونه هغه کسان ترلاسه کولی شي چې واسطې لري."

ډېری افغانان د مرستو له وېش شکايت کوي، انځور - ارشيف
ډېری افغانان د مرستو له وېش شکايت کوي، انځور - ارشيف

دغه راز يو بل کس وايي: "کومې مرستې چې راځي په حوزو کې یې دوه دوه ملکان ورته ټاکلي دي. دا ملکان په خپلو کلیو کې د پېژندویو خلکو نومونه لیکي نور ټول پاتیږي."

د پکتيا له زرمت ولسوالۍ يو اوسېدونکی وايي: "له موسسو او چارواکو دا هیله کوو چې لومړی د مرستو ژمنې مه کوئ، کله چې مرسته کوئ بیا یې عملي کړئ موږ ډېر مجبوره او بې‌وزله یو."

کله چې مرسته کوئ بیا یې عملي کړئ موږ ډېر مجبوره او بې‌وزله یو."

بل لور ته د ملګرو ملتو د مرستو د همغږۍ دفتر(اوچا) وایي چې د بې شمېره ستونزو سربېره په افغانستان کې نړیوالې مرستې اغېزمنې ثابتې شوې دي.

اوچا پرون په ټویټر کې ولیکل چې پروسږکال ژمی هم په خلاص لاس د مرستندویانو مرستو د افغانستان د قحطۍ مخه ونیوله.

اوچا له نړیوالو غوښتې دي چې له افغانانو سره خپلې مرستې ونه سپموي.

د نړیوالو بنسټونو د راپورونو له‌مخې د ژمي له رارسېدو سره په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې اقتصادي بحران په زیاتېدو دی.

سره صلیب تېره اونۍ د نړۍ له هېوادو وغوښتل چې په افغانستان کې له اړمنو سره مرستو ته راودانګي.

ملګرو ملتو ویلي دي چې، نژدې شل میلیونه افغانان په بد اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي چې ورځ تر بلې دا ورته سخته کیږي چې خوراکي مواد او د سون مواد ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG