د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۰

سېف د چلډرن: راروان کال کې به د اړمنو افغانانو شمېر تر ۲۸ میلیونو واوړي


ارشیف: یوه اړمنه افغانه مېرمن
ارشیف: یوه اړمنه افغانه مېرمن

د ماشومانو د ملاتړ موسسه یا سېف د چلډرن وايي، په راروان میلادي کال کې به په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر تر ۲۸ میلیونو واوړي.

یوه نړیواله موسسه وايي، په افغانستان کې به راروان میلادي کال د افغانستان ۶۵ فیصده وګړي بشري مرستو ته اړ وي.

د دې ادارې په خبره په دې ډله کې به په ملیونونو ماشومان هم شامل وي چې په دې کال به په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر هم زیات شي.

ارشیف: په ارزګان کې په خوارځواکۍ اخته ماشوم
ارشیف: په ارزګان کې په خوارځواکۍ اخته ماشوم

د ماشومانو د ملاتړ موسسه یا سېف د چلډرن ویاند عاشق الله مندوزي پرون له ازادي راډیو سره په خبرو کې نور جزییات ورکړل: "وړاندوینه شوې چې په ۲۰۲۳م کال کې به شا و خوا ۲۸ اعشاریه ۳ میلیونه وګړي، چې د دغه هېواد د نفوسو ۶۵ سلنه برخه جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا ولري. په دې ډله کې ۱۵ اعشاریه ۳ ملیونه یې ماشومان دي. په راتلونکي کال کې به په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر هم له شک پرته زیات شي، ځکه وچکالۍ او سخت ژمي د شاوخوا ۶۴ سلنې کورنیو د عوایدو کچه راټیټه کړې ده او دغه کورنۍ نه شي کولی خپلو ماشومانو ته خواړه او نور اړتیا وړ توکي برابر کړي."

د ماشومانو د ملاتړ موسسه وايي، په افغانستان کې د دوی په ګرځنده روغتیايي ټیمونو کې د تېر کال پرتله په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ۵۰ فیصده زیات شوی دی.

د دې ادارې د رسمي شمېرو له مخې دا مهال په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ۴ میلیونو ته رسېږي.

مخکې ملګرو ملتونو په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر شاوخوا ۲۴ میلیونه ښودلی و.

تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما مرستیال رامز الاکبروف ویلي وو، د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې د شدیدې خوارځواکۍ اندازه ډېره زیاته ده او درې نیم ملیونه ماشومان د تغذیې په برخه کې تداوۍ ته اړتیا لري.

رامز الاکبروف
رامز الاکبروف

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان بیا ازادي راډیو ته ویلي، په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ډېر شوی نه‌دی، بلکې د درملنې لپاره یې نږدې ۸۰۰ مرکزونه جوړ شوي دي.

طالبانو مخکې ویلي وو چې په افغانستان کې وضعیت دومره هم نه دی خراب، څومره چې یې رسنۍ په اړه خبرې کوي.

تر دې مخکې د خوړو نړیوال پروګرام ویلي وو چې غواړي د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې تر ژمي مخکې تر سل زرو ټنو زیات خوراکي توکي ذخیره کړي چې په ژمي کې اړو کسانو ته ورسېږي او د دې لپاره یونیم میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.

ددې راپور معلومات تازه شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG