د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۸

د ترکیې د سرې میاشتې ټولنه: افغانستان ته ۱۲ نیم سوه ټنه مرسته لېږو 


کریم کنېک
کریم کنېک

د ترکیې د سرې میاشتې مشر کریم کنیک چې د سرې میاشتې نړیوال فدراسیون مرستیال هم دی، د یوه پلاوي په مشرۍ د افغانستان په سفر بوخت دی.

کنیک پرون شنبه کابل کې بېلابېل لېده کاته درلودل او خبریالانو ته یې وویل چې ټولنه به یې ژر افغانستان ته د لس ملیونه ډالرو په ارزښت بشري مرسته واستوي.

طالبانو پرون ماښام په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د ترکیې د سرې میاشتې دغه پلاوي د رئیس الوزرا له مرستی عبدالسلام حنفي سره هم کتلي او ډاډ یې ورکړی چې تر یوې میاشتې به یې ۱۲ نیم سوه ټنه بشري مرسته افغانستان ته رارسیږي.

د طالبانو د رئیس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي له کریم کنیک
د طالبانو د رئیس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي له کریم کنیک

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ترکیې دا بشري مرسته به په دوو جوپو کې د تورغونډۍ بندر له لارې افغانستان ته انتقالیږي چې خوراکي توکي، البسه او دارو درمل په کې شامل دي.

د خبرپاڼې له مخې، طالبانو د ترکیې د سرې میاشتې له دې ژمنې هرکلی کړی او له هغوی یې غوښتي چې له افغاني سرې میاشتې سره همکاري زیاته کړي.

د ترکیې سره میاشت داسې مهال له افغانستان سره د بشري مرستو اعلان کوي چې په کور دننه شااوخوا ۲۳ ملیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

له دغو اړمنو افغانانو سره له وړاندې د ملګرو ملتونو او نورو خیریه بنسټونو له خوا مرستې پيل شوي، خو چارواکي او هم اړمن خلک دا مرستې کافي نه بولي.

سره له دې چې طالبان او دغه خیریه بنسټونه د خپلو مرستو په رسولو کې د شفافیت ډاډ ورکوي، خو ځینو بې وزله افغانانو ازادۍ راډیو ته پرله پسې شکایتونه کړي چې د مرستو په وېش کې تر ډېره عدالت له پامه غورځي.

XS
SM
MD
LG