د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۴

بلېنکن: د افغانستان اقتصادي وضعیت د اندېښنې وړ دی؛ غواړو اړمنو خلکو ته مرستې ورسوو


داخلي بې ځایه شوي
داخلي بې ځایه شوي

امریکایي چارواکو یو ځل بیا د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي.

‎د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن تازه «NBC» ټلوېزیون سره مرکه کې وویل چې امریکا هڅه کوي د نړیوالې ټولنې په همکارۍ تر اړمنو افغانانو بشري مرستې ورسوي.

‎ښاغلي بلېنکن ټینګار وکړ چې طالبان باید خپلو تعهداتو ته ژمن پاتې شي.

بلېنکن وویل:" زه د دې په اړه ژوره اندېښنه لرم که څه هم موږ غواړو چې طالبان خلکو سره د چلند په اړه، له تروریزم سره د مبارزې په اړه، د دې ډاډ ترلاسه کولو په اړه چې دوی د خلکو حقونه ساتي، ژمن پاتې شي، موږ هم غواړو ډاډه شو چې موږ هر ممکن څه ترسره کوو. ترڅو له اړمنو افغانانو سره مرسته وکړي. او تاسو سم وایئ؛ وضعیت خراب دی."

‎ښاغلي بلېنکن ټینګار وکړ چې طالبان باید خپلو تعهداتو ته ژمن پاتې شي.
‎ښاغلي بلېنکن ټینګار وکړ چې طالبان باید خپلو تعهداتو ته ژمن پاتې شي.

‎ښاغلي بلېنکن په دې مرکه کې وویل چې دوی له ملګرو ملتونو، نړیوال بانک او د نړۍ له هېوادونو سره پر دې تمرکز کوي چې څنګه کېدای شي له دې ټولو حساسیتونو سره - سره ولسی افغانانو ته زیان ونه رسېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې سره له دې پر طالبانو به د دوی د تعهداتو د ژمن پاتې کېدو لپاره فشار وساتي خو د داسې لارو چارو په لټه کې دي چې د نړیوالو له لوري مرستې د خلکو تر جیبونو ورسېږي ، پرته له دې چې د طالبانو لاس ته ولوېږي.

‎انتونکي بلېنکن زیاته کړه:" موږ ډاډ ترلاسه کړی هغه صندوق چې له طالبانو مخکې د افغان حکومت د ملاتړ لپاره موجود و په دې صندوق کې ځینې پاتې پیسې کېدای شي د بشري مرستو په برخه کې وکارول شي، د دې پیسو ځینې پیسې چې په دې برخه کې پاتې دي د بشري مرستو لپاره کارول کیدی شي. موږ د نا دولتي مؤسسو او ملګرو ملتونو سره کار کوو ترڅو دا مرستې د افغانانو لپاره ترلاسه کړو. موږ د نادولتي سازمانونو او ملګرو ملتونو سره کار کوو ترڅو دا مرستې د افغانستان تر خلکو ورسوو، زه غواړم داسې لارې ولټوم، که وکولای شو، چې اقتصاد ته ډېره نقدي اضافه کړو ته په داسې طریقو چې د طالبانو لاس ته نه، بلکې د خلکو جیبونو ته ورسېږي، ترڅو دوی د ځان لپاره چمتو کړي."

‎خو طالبان بیا وایي ټول هغه هېوادونه چې غواړي له افغانستان سره مرسته وکړي ، ډاډه دې وي چې دا مرستې به تر اړمنو افغانانو رسېږي.

‎د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د څرګندونو په اړه ازادي راډیو ته وویل:" اسلامي امارت د مرستو د وېش لپاره یو ځانګړی کمېسیون هم ټاکلی چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې اړمن خلک تشخیصوي او مرستې ورباندې ویشي، ټول هغه هېوادونه او سازمانونه چې غواړي له افغانانو سره همکاري کوي او په دې وخت کې خپلې مرسته راستوي ، هغوی باید باوري واوسېږي چې مرستې یې په افغانستان په ډېر منظم او راڼه ډول هغه تر ټولو اړمنو کسانو ته وېشل کېږي."

بلال کریمي وایي اسلامي امارت د مرستو د وېش لپاره یو ځانګړی کمېسیون ټاکلی
بلال کریمي وایي اسلامي امارت د مرستو د وېش لپاره یو ځانګړی کمېسیون ټاکلی

‎ښاغلی کریمي وایي چې د دوی حکومت د ټولو افغانانو حقونو ته ژمن او له نړۍ سره د ملي ګټو او اسلامي چوکاټ او د متوازن سیاست له مخې پرمختګ ته چمتو دی.

‎دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته امریکا د افغانستان ۹،۵ ملیارده ډالره پانګه کنګل کړې.

‎تازه پرون پنجشنبه د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په نیویارک کې په یوه خبري غونډه کې د ځینو شرایطو له مخې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو غوښتنه وکړه.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري ناورین د مدیریت لپاره د ۴،۴ ملیارده ډالرو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG