د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۹

 مدني فعالان: له افغانانو سره د نړیوالې ټولنې مرستې په نا عادلانه ډول وېشل کېږي 


په یو شمېر بې وزله خلکو د مرستو وېش
په یو شمېر بې وزله خلکو د مرستو وېش

یو شمېر مدني فعالانو د یکشنبی په ورځ په کابل کې د یوې اعتراضیه ناستې پر مهال له اړمنو کورنیو سره د مرستو د وېشلو پر بهېر نیوکې وکړې.

دغه مدنی فعالان ادعا کوي چې د نړیوالې ټولنې له لوري شوې مرستې د داسې کسانو په واک کې ورکړل شوي چې د یادو مرستو د وېشلو پر مهال سیمه ییزې، مذهبي او قومي اړیکې په پام کې نیسي او په فساد ککړ دي.

د دغې ناستې یوه ګډونوال او مدني فعال سخي بهزاد ازادي راډیو ته وویل، د نړیوالې ټولنې مرستې اړمنو کسانو ته نه دي رسیدلي او په وینا یې د کابل د لوېدیځ اوسیدونکي له دغو مرستو بې برخې پاتې دي.

سخي بهزاد وایي:" له بده مرغه د طالبانو حکومت په راتګ سره بشري مرستو کوم درد نه دی دوا کړی، ځکه چې مرستې د توکمیز ، مذهبی اړیکو او ان خپلوۍ پر بنسټ وېشل کېږي. هغو خلکو ته چې په ریښتیني توګه اړمن دي مرستې نه دي رسیدلې، که رسیدلې هم دي، ډیرې کمې دي."

ارشیف؛ په خوست کې د یونېسف مرستې
ارشیف؛ په خوست کې د یونېسف مرستې

د دغې ناستې بل ګډونوال شریف وطندوست هم ازادۍ راډیو ته وویل چې د نړیوالې ټولنې له لوري شوې مرستي باید په ټولو یو شان او په عادلانه ډول ووېشل شي.

وطندوست وایي:"موږ د هغو پښتنو چې تر خیمو لاندی دي یا هغو تاجکانو او ازبیکانو چې اړمن دي او هغو هزاره ګانو غږ پورته کړی چې له لوږې مري. موږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې دا مرستې باید د رسنیو او مدني فعالانو په حضور کې په عادلانه ډول ووېشل شي."

د کابل د ځینو نورو سیمو اوسیدونکي هم ورته ادعاوې لري.

عبدالخالق او محمد صفا ازادي راډیو ته وویل چې، د مرستو په وېش کې فساد کېږي او شوې مرستې تر ډیره د طالبانو او د سیمو د وکیلانو په خپلو خپلوانو ویشل کیږي.

عبدالخالق وایي:" طالبان دا مرستې پر خپلو خپلوانو وېشي، دا مرستې خلکو ته نه رسېږي، دوی رسنیو ته درواغ وایي. خلک له لوږی سره مخ دي، خلک له لوږې مري او حق حقدار ته نه رسیږي."

محمد صفا زیاتوي:"موږ له نړیوالو مننه کوو چې له موږ سره یې مرسته کړې، خو له بدغه مرغه چې مرستی اړمنو کورنیو ته نه دي رسیدلي. دا مرستې د ټولو لپاره دي، خو هېڅ کله هم اړمنو ته نه دي رسیدلي، د سیمې یو وکیل خپلو خپلوانو ته د مرستو څو کارتونه وېشلي."

ومو غوښتل چې د شویو ادعاوو په تړاو د طالبانو د ویاندویانو نظر هم را واخلو، خو زموږ پوښتنو ته یي ځواب رانکړ.

خو مخکې یې د دا شان ادعاوو په اړه ویلي وو چې مرستې په عادلانه توګه وېشل کېږي او د لا شفافیت لپاره به یي یوه کمېټه هم رامنځته شي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو را وروسته بې کاري، په دغه هېواد کې لوږه او اقتصادي ستونزي ډیرې شوي او نړیوالې ټولنې هم دې ناوړه وضعیت ته په کتو له افغانانو سره بشري مرستې پیل کړي، خو د شویو مرستو اندازه لږ بلل شوي.

XS
SM
MD
LG