د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۵

د ملک سلمان خيريه بنسټ کابل او يو شمېر ولايتونو کې مرستې ويشلي


انځور، ارشيف
انځور، ارشيف

د ملک سلمان نړېوال خیریه بنسټ وايي، د کابل په ګډون یې د افغانستان په ډېر شمېر ولایتونو کې اړمنو ته د خوراکي توکو د ویش لړۍ پیل کړې.

د دې پروګرام پلې کونکي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي، دغه مواد د یو میلیون ډالرو په ارزښت دي چې شاخوا ۱۸ زره او ۶۰۰ کورنیو باندې ویشل کېږي.

۴۵ کلن عبدالرحمن د کابل ښار په یوې سیمه کې د بوټانو ګنډولو یوه وړه غرفه لري.
نوموړي ته چې د اته کسیزه کورنۍ سرپرستي ورغاړې ده وايي، په ورځ کې شاوخوا ۱۰۰ افغانۍ کټي خو په دغو پېسو د کور خرڅ نشي پوره کولای.

عبدالرحمن سره له دې چې خپل ځان اړمن بولي خو له ازادي راډيو سره په خبرو کې د مرستو د وېش له بهير شکایت کوي.

نوموړی وايي:" زیاتې مرستې راځي خو موږ ته نه رارسیږي، تر اوسه یې زما څو ځلې تذکره اخيستې او ژمنه یې راسره کړې خو هیڅ هم نه دي رارسیدلي."

خو دا یوازې عبدالرحمن نه دی چې له اقتصادي ستونزو سره مخ او د مرستو له وېشه شکایت کوي دده په څېر په سلګونه نور کسان له ورته حالت سره مخ دي.

په ورته وخت کې د ملک سلمان نړېوال خیره بنسټ چې مرکز یې په سعودي عربستان کې دی د دوشنبې په ورځ په کابل او یو شمېر ولایتونو کې د روژې مبارکې میاشتې په خاطر له اړمنو سره د خوراکي موادو د مرستې خبر ورکړ.

په دغه مرستو کې اوړه ، غوړي، بوره، لوبیا ، وریجې او خرما شاملې دي.

ددغو مرستو همغږي کونکي احمد ولي یوسفزي په دې اړه له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل:"دغې مرستې چې د یو میلیون ډالرو په ارزښت دي د روژې مبارکې میاشتې په خاطر شاوخوا ۱۸۶۰۰ اړمنو کورنیو ته ورکول کیږي."

د ښاغلي یوسفزي په خبره، دغې مرستې اوس مهال په کابل، ننګرهار، کونړ، بلخ، پکتیا او هرات ولایتونو کې ويشل کېږي.

د دغو مرستو ترڅنګ یو شمېر افغان سوادګرو هم د روژې میاشتې په خاطر له اړمنو سره خپلې مرستې پیل کړي.

وروسته له هغې چې طالبان په ټول افغانستان واکمن شول د راپورنو له مخې د بې وزلۍ او بېکارۍ کچه پراخه شوې.

XS
SM
MD
LG