د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۱

'اوچا' اداره: د روان کال تر پایه به ۳ میلیونه افغان ماشومان خوارځواکه شي


افغانستان کې خوارځواکه ماشومان
افغانستان کې خوارځواکه ماشومان

اتلس کلنه نادیه چې د کابل ښار په یوه برخه کې ژوند کوي وايي، د بې وزلي له ستونزو سره لاس او ګريوان ده او وايي مرستې په نوم دې په عمل کې څه نشته.

نوموړې چې د افغانستان له شماله له تېرو څلور میاشتو راهیسې د جګړو له امله بې ځایه شوې وايي، تر اوسه یې هېڅ ډول مرسته نه ده ترلاسه کړې: "موږ مرستې نوم اورو، خو لا تر اوسه مو په سترګونو نه دي لیدلي، اعلان وشي چې دومره مرستې له افغانستان سره کېږي خو موږ چې اصلي اړمن یو موږ ته نه را رسېږي."

افغانستان په چټکۍ سره د نړۍ په ستر بحران ځپلي هېواد بدلیدونکی دی. 

ښايي دا یوازې نادیه نه وي چې له دې برخلیک سره مخ شوې ممکن د دې په څېر په زرګونو نور هم د ژوند سختې شپې او ورځې سبا کوي.

له بلې خوا بیا په افغانستان کې د بشري ناورین د رامنځته کېدو په اړه د نړېوالو سازمانونو اندېښنې ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دي.

په تازه څرګندونو کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي، افغانستان په چټکۍ سره د نړۍ په ستر بحران ځپلي هېواد بدلیدونکی دی.

د دغه دفتر مشرې 'ایزابل موسارد کارلسن' په خپل ټویترپاڼه لیکلي چې افغانستان کې به د روان میلادي کال تر پایه پورې له ۳ میلیونو څخه زیات ماشومان له سختې بې وزلې سره مخ شي.

هغې ویلي، په هر دوو کې به یې یو له سختې ولږۍ سره مخامخ وي.

د نوموړې په خبره، په میلیونونو نور به اوبو، روغتیا او سرپناه ته جدي اړتیا پیدا کړي چې دا حالت د اندېښنې وړ دی.

له دې ور هاخوا بیا د خوړو نړېوال سازمان 'WFP' په خپلو تازه څرګندونو کې په راتلونکي ژمي کې د میلیونونو افغانانو د سختې ولږې خبر ورکړی.

دغه سازمان په خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې روان حالت په نږدې راتلونکي کې له کابو کېدو وځي او نړۍ باید په افغانستان کې د بشري ناروین د رامنځته کیدو په مخینوي کې له همدا اوسه لاس په کار شي.

دې ټولو اندېښنو بیا په کتو سره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تازه اعلان وکړ چې د افغانستان د روان بحران له کبله یې ځپل شوېو خلکو ته ۱۴۴ میلیونه ډالره نوره بشري مرسته استولې ده.

د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت پرون پنجشنبه ناوخته وویل چې دا مرسته یې په افغانستان کې د وروستي بحران اغېزمن شوېو او دغه راز په سیمه کې افغان کډوالو ته استولې ده.

د دغه وزارت د معلوماتو پر اساس له دې سره په روان ۲۰۲۱ میلادي کال کې له افغانانو سره د امریکا بشري مرستو کچه ۴۷۴ میلیونه ډالرو ته ورسېدې.

تر دې یوه ورځ وړاندې د بریتانیا صدراعظم وویل چې هېواد به یې له افغانانو سره بشري مرستې زیاتې کړي، خو طالبانو ته به سپین چک ورنه کړي.

جانسن همدا راز وویل چې بریتانیا سږ کال خپلې بشري مرستې دوه برابره کړي، خو څه چې نه شي کولی هغه دا دي چې طالب چارواکو ته سپین چک نه شي ورکولی.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو نظر ولري، خو په اخیستلو یې بریالۍ نه شوه.

XS
SM
MD
LG