د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۸

ډیپلوماټ: طالبانو د افغانانو اقتصاد ویجاړ کړ


ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان
ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان

ډیپلوماټ:

'طالبانو د افغانانو اقتصاد ویجاړ کړ'

دا د ډیپلوماټ مجلې د لیکنې سرلیک دی.

د دې لیکنې په پیل کې ویل شوي، له کله چې طالبان د ۲۰۲۱ په اګسټ کې واک ته ورسېدل، د افغانستان اقتصاد چټک ولوېد. دا دی یو کال وروسته په سلو کې ۹۰ افغانان په سخته د کور خرڅ برابرولی شي، او شاوخوا ۸۶ سلنه د خوراک په موندلو کې له ستونزو سره مخامخ دي.

د دې لیکنې، چې ماري کلېر ایوانز لیکلې، په دوام کې راغلي، کله چې تېر کال طالبان واک ته رسېدل، د افغانستان اقتصاد خونده نه لرله، خو د دوی له واک ته رسېدو سره نور هم خراب شو.

د ګالپ د معلوماتو له مخې، د طالبانو له واک ته رسېدو یو کال وروسته افغانان د کور د خرڅ د برابرولو لپاره تر پخوا له لا ډېرو ستونزو سره مخامخ دي او د خوړو او سرپناه د موندلو لپاره یې ژوند له کړاوونو ډک شوی دی.

ګالپ په وروستیو کې د افغانستان په اړه د خپلې سروې مفصل معلومات خپاره کړل.

ایروایشیا ریفیو:

ایروایشیا ریفیو خپرونې هم په افغانستان کې پر بشري ناورین لیکنه خپره کړې ده.

د دې لیکنې په پیل کې د ولسمشر بایډن حکومت ته د انتقاد ګوته نیول شوې چې په دې خاطر چې د طالبانو حکومت د بشري حقونو، پراخ بنسټه حکومت او له تروریزم سره د مبارزې په اړه خپلې ژمنې نه دي عملي کړي، د هغوی خلاف په اقدام کې یې له کابل سره مرستې ودرولې، بانکي بندیزونه یې ورباندې ولګول، او د افغانستان شتمنۍ یې کنګل کړې.

د دې خپرونې پر اساس، له بهره پر افغانستان د مرستو بندېدا سبب شوې چې د افغانستان اقتصاد سقوط ته نږدې شي.

ایرواریشیا ریفیو په افغانستان کې د خوړو نه مصئونیت د جدي اندېښنې وړ بولي او وايي چې افغانان د روغتیا، کار موندنې او سرپناه په برخو کې له جدي ننګونو سره مخامخ دي.

خپرونه د ملګروملتو اټکل ته اشاره کوي چې وايي، د افغانستان د وګړو په درو کې دوه برخې یا تر ۲۸ میلیونه ډېر بشري مرستو ته اړتیا لري.

د نیو هیومانیټرین:

'د نیو هیومانیټرین' هم د افغانستان پر بشري وضعیت لیکنه خپره کړې ده.

دا خپرونه د سخت ژمي رارسېدو او د افغانانو د کړاوونو زیاتېدو ته په اشارې د یو شمېر افغانانو خبرې رااخیستي چې خپل تشویشونه یې ورسره شریک کړي دي.

بېلابېلو افغانانو دې خپرونې ته ویلي چې سږنی ژمی به یې تر بل هر یوه سخت وي ځکه چې اقتصادي وضعیت یې خراب شوی؛ له یوې خوا کافي خواړه نه لري او له بلې خوا د تودولو وسایل.

خپرونې د هغو افغانانو خبرې هم خپرې کړي چې کاروبار لري، خو هغوی هم شکایت لري چې له ۳۰ تر ۴۰ سلنه پورې یې عاید کم شوی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG