د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

د ظريفه يعقوبې له خوشې کېدو وروسته يوناما له طالبانو د نورو ښځينه بنديانو په اړه مالومات غوښتي


ظريفه يعقوبي
ظريفه يعقوبي

یوناما د ظریفې یعقوبي له خوشې کېدو د هرکلي تر څنګ د نورو بندي افغان فعالانو په اړه له طالبانو مالومات غوښتي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ دوشنبه ناوخته په خپل ټوېټر د یعقوبي د خوشې کېدو په اړه بیان ورکړی.

په بیان کې راغلي چې یوناما په افغانستان کې په واکمنو چارواکو غږ کوي څو ژر تر ژره د نورو فعالانو د حال په اړه د دوی مکررې غوښتنې ځواب کړي.

یوناما ویلي دا فعالان د خپل حق لپاره د غږ پورته کولو په خاطر نیول شوي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ هم په خپل ټوېټر په یوه بیان کې ټینګار کړی چې د نورو افغان فعالانو د زندانېدو په اړه اندېښنې پر خپل ځای پاتې دي او هغوی هم باید سمدستي خوشي شي.

ظریفه یعقوبي تر شاوخوا څلوېښتو ورځو وروسته د دوشنبې په ورځ له بنده خوشې شوه.

د طالبانو د استخباراتو ریاست په یوه بیان کې ازادي راډيو ته دوشنبه ناوخته تایید کړه چې ظریفه یعقوبي د کابل د مخورو او مشرانو په تضمین خوشې شوه او اجازه ورکړل شوه چې بېرته خپل عادي ژوند وکړي.

په بیان کې په ظریفې تور لګول شوی چې ناقانونه فعالیتونه یې کول او په همدې خاطر د استخباراتو ریاست د څه مودې لپاره نظر بند او په توقیف کې ساتلې وه.

طالبانو مخکې د ظریفې په اړه ډېر معلومات له رسنیو سره نه شریکول.

ظریفه یعقوبي په کابل کې د معترضو ښځو له مخکښانو وه چې د کار، ازادۍ او تعلیم لپاره یې لاریونونه کول.

هغه د لړم په ۱۲مه «د برابرۍ لپاره د افغانستان د ښځو د غورځنګ» د فعالیتونو د پیل په ورځ د طالبانو له‌خوا له څلورو نورو کسانو سره یوځای نیول شوې وه.

د هغې د همکارانو په اړه لا هم معلومات نه‌دي شریک شوي.

د فرحت پوپلزۍ، الهې دلاورزۍ او ځینو نورو نجونو د برخلیک په اړه چې د طالبانو په زندان کې شپې سبا کوي احوال نه‌لرو.

د ښځو د حقونو ګڼو فعالانو د ظریفې له خوشې کېدو هرکلی کړی خو ویلي يې دي چې باید د نورو بندي افغان فعالانو د خوشې کېدو لپاره هم هڅې وشي.

د ښځو د حقونو فعالې راضیه بارکزۍ ازادي راډیو ته وویل: "خوشبختانه د ظریفې یعقوبي له خوشې کېدو خبرې شو خو متاسفانه لا هم د فرحت پوپلزۍ، الهې دلاورزۍ او ځینو نورو نجونو د برخلیک په اړه چې د طالبانو په زندان کې شپې سبا کوي احوال نه‌لرو. چې څه وخت به دوی راخلاصیږي او په څه حال دي؟"

افغان سیاستوالې او د ښځو د حقونو فعالې فوزیې کوفي هم په خپل ټوېټر له ظریفې سره خپل یو ګډ عکس خپور کړی او هغې ته یې د ښه راغلاست تر څنګ ویلي چې مبارزه یې د ازادۍ غوښتونکو لپاره یو سرمشق دی او دا چې زندانونه به لا دوی پخوي او په دې لار کې به په لا جدیت سره مخته ځي.

فوزيه کوفي
فوزيه کوفي

ظریفه یعقوبي چې تازه له زندانه خوشې شوې لا یې د پنځو اونیو بند په اړه جزییات نه‌دي رسنیز کړي او دې ته په کتو چې په افغانستان کې ده ښايي ژر په دې اړه خبرې ونه کړي.

ازادي راډیو هغې ته پرله‌پسې پیغامونه واستول خو لا یې یو هم نه‌دی ځواب کړی.

مګر هغه ښځې چې پخوا په زندان کې وې او اوس له افغانستانه وتلي دي د طالب وسله‌والو د بد او له سپکاوي ډک چلند پرده پورته کړې.

"په زندان کې مې سختې ورځې تېرې کړې، ډېره شکنجه شوې یم.

د ښځو د حقونو فعاله تمنا زریاب پریاني چې په کابل کې د معترضو ښځو له مخکښو وه له خپلو خویندو سره یوځای د طالبانو له‌خوا بندي شوې وه.

هغې ازادي راډیو ته د ډسمبر په لسمه د بشري حقونو د ورځې په مناسبت په یو پیغام کې د زندان د ترخو ورځو یادونه وکړه.

نوموړې وايي: "په زندان کې مې سختې ورځې تېرې کړې، ډېره شکنجه شوې یم. زه یې حتی نیمه بربنډه هم شکنجه کولم، زما سره یې خورا غیر انساني او له سپکاوي ډک چلند درلود."

د طالبانو حکومت تل له ښځو سره بد چلند او د هغوی وهل رد کړي.

خو په خواله رسنیو ګڼې ویډیوګانې خپرې شوي چې د مظاهرو پر مهال طالب وسله‌والو پر ښځو لاس پورته کړی او د هغوی د لاریونو د مخنیوي لپاره یې ان ډزې هم کړي دي.

طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته ورسېدل.

هغوی ویلي چې د شریعت او افغاني کلتور په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته درناوی کوي.

د طالبانو په واکمنېدو سره له شپږم ټولګي پورته لکونه نجونې له تعلیم محرومې شوي، ګڼې ښځینه کارکوونکې په کورونو کېنول شوي او هغه ښځې او فعالان چې په دې اړه یې خپل غږ هم پورته کړی د راپورونو له‌مخې ځپل شوي.

د بشري حقونو فعالان د طالبانو د زورزیاتي یوه بېلګه د ښځينه فعالانو بندیانول او ځورول یادوي چې د افغانستان په څېر دودیزه ټولنه کې بې مخینې بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG