د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۸

د نجونو د تحصيل ځنډولو پرېکړې په غبرګون کې د ننګرهار پوهنتون محصلانو لاريون کړی


ارشیف: په هرات پوهنتون کې د معترضو محصلانو د لاریون انځور
ارشیف: په هرات پوهنتون کې د معترضو محصلانو د لاریون انځور

د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي محصلانو د طالبانو د لوړ زده کړو وزارت د هغه پرېکړې په اړه لاریون کړی چې له‌مخې يې ښځینه محصلینې پوهنتونونو ته د تګ اجازه نه‌لري.

نن سهار نږدې اته بجې سلګونه ښځینه او نارینه محصلان د طب پوهنځي په ودانۍ کې راټول شوي او د طالبانو له حکومته غواړي چې خپله دغه پرېکړه بېرته واخلي.

د طالبانو د حکومت د وروستۍ پرېکړې پر بنسټ دوی نن ازموینې ته پرې‌نښودل شوې.

یو شمېر ښځینه محصلانو چې نه‌يې غوښتل نومونه يې خپاره شي ازادي راډيو ته وویل، ټاکل شوې چې نن د دوی د سمستر ازموینې پیل شي خو د طالبانو د حکومت د وروستۍ پرېکړې پر بنسټ دوی نن ازموینې ته پرې‌نښودل شوې.

دوی وايي په غبرګون کې يې نارینه مصحلینو هم په ازموینه کې برخه وانه‌خیسته او له دوی سره يې په اعتراض کې برخه اخیستې ده.

ننګرهار پوهنتون، انځور - ارشيف
ننګرهار پوهنتون، انځور - ارشيف

دغه محصلینې وايي تر اوسه ورته د پوهنتون مسولینو کوم مثبت ځواب نه‌دی ورکړی خو دوی به تر هغې خپل دې اعتراض ته داوم ورکړي چې په وړاندې يې د تحصیل دروازې نه‌وي پرانيستل شوي.

هڅه مو وکړه په دې اړه د ننګرهار پوهنتون د مسولینو نظر هم ولرو خو په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نه‌شوې.

د نن ورځې د اعتراض عمده شعار 'یا ټول یا نه' وو، یانې یا به ټول تحصیل کوي او یا به نارینه محصلان هم خپل تحصیل سره خدای پاماني کوي.

یوې محصلې چې نه يې غوښتل نوم يې په دې راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل: "موږ د طالبانو ټولې غوښتنې ومنلې، دوی چې هر ډول فرمایش وکړ موږ ومنلو په دې خاطر چې تحصیل وکړو، خو اوس هېڅ نه پوهېږو چې ولې دوی بیا هم زموږ په زده کړو بندیز ولګاوه. زموږ دا اعتراض به تر هغې روان وي چې تر څو دوی زموږ غوښتنې نه وي منلي. موږ غواړو چې خپل تحصیل ته دوام ورکړو."

د ننګرهار د طب پوهنځي یو استاد چې نه‌يې غوښتل نوم يې واخیستل شي د محصلانو اعتراض تایید کړ او وې ویل چې، د لوړ زده کړو وزارت وروستۍ پرېکړې دوی هم خواشینې کړي دي.

دغه استاد ازادي راډيو ته وویل، داسې محصلینې هم شته چې د زده‌کړو يې وروستی کال وو خو د دغه پرېکړې پر بنسټ ترې زده کړې پاتې کېږي.

د طالبانو د لوړ زده کړو وزارت تېره ورځ پرېکړه وکړه چې له دې وروسته د خصوصي او دولتي پوهنتونونو ښځینه محصلینې تر دوهم امر پورې پوهنتونونو ته د تګ اجازه نه‌لري.

د طالبانو دغه پرېکړې په کور دننه او بهر پراخه غبرګونونه راپارولي دي.

XS
SM
MD
LG