د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

د تحصيل ځنډول او د نجونو مړاوې هيلې؛ د کابل طبي پوهنتون د يوې محصلې د ښوونيز ژوند کيسه


انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

د طالبانو د حکومت د قوس د میاشتې د ۲۹نېټې حکوم او په میلیونو افغان کورنیو کې د ماتم او وير خپرېدل.

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو د وزارت له‌خوا په خپاره شوي مکتوب کې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو له رئیسانو څخه په جدي توګه غوښتل شوي چې د ټولو نجونو محصلینو پرمخ تر بل امر پورې د پوهنتونونو دروازې وټړي او د دې کار د عملي کولو ډاډ دې هم بېرته یاد وزارت ته ورکړي.

د کابل د طبي پوهنتون د ستوماتولوژي د څانګې د وروستي سمستر محصله مینه حسن‌زۍ وایي، چې د طالبانو دې پرېکړې د ټولو نجونو محصلینو په تېره بیا د هغوى زړونه مات کړل چې وروستی سمستر او وروستۍ ازموینې یې وې.

له پرون نه زما زړه او سترګې دواړه ژاړي.

نوموړې وایي، ازموینې ته یې چمتووالی نیوه، چې د طالبانو د حکومت له‌خوا د پوهنتونونو د بندېدلو حکم یې زړه او سترګې دواړه په ژړا کړل، کتاب یې وغورځاوه او نور یې مغزو د درس د جذبولو توان نه درلود.

نوموړې وويل: "پرون شپه نهه بجې وې، چې زه خبره شوم چې پوهنتونونه نور بندېږي، خپل اصلي حالت په الفاظو کې نه‌شم بیانولی، پرون شپه ما هیڅ خوب ونه شوای کړای، نن زما امتحان و، کتابونه مې کېښودل، ځکه چې نور مې یوه کلمه هم نه‌شوه جذبولای، له پرون نه زما زړه او سترګې دواړه ژاړي."

يو شمېر محصلانې، انځور - ارشيف
يو شمېر محصلانې، انځور - ارشيف

اغلې حسن‌زۍ وایي، چې کابل طبي پوهنتون ته بریالي کېدل اسانه خبره نه ده او په خبره یې په داسې حال کې، چې هره ورځ به په کورسونو، ښوونځیو او نورو ښونیزو مرکزونو ځانمرګي برېدونه کېدل، دوی زده کړې وکړې، خو نن یې د طالبانو حکومت خپل وروستي امتحان ته نه‌پرېږدي.

"د دې له پاره چې دې پوهنځي ته بریالۍ شم ډېر څه مې قربان کړل، که هغه خوب و، که خوراک و، که ښې شېبې وې

اغلې حسن‌زۍ وايي: "د دې له پاره چې دې پوهنځي ته بریالۍ شم ډېر څه مې قربان کړل، که هغه خوب و، که خوراک و، که ښې شېبې وې، زه له هر څه نه ورته تېره شوم او ډېر زحمت مې وګاله، تر څو چې زه دې پوهنځي ته بریالۍ شوم، موږ هره ورځ چې له کور څخه وتلو د راتګ تمه به مو نه وه ځکه انتحاري بريدونه کېدل، خو هیڅ شي زموږ مخه ونه نیوله، زه لاړم درس مې وويلو او خپل هدف ته ورسېدم."

اغلې حسن‌زۍ ازادي راډیو ته وويل، چې د طالبانو له بیاځلي واک ته رسېدلو څخه وروسته، چې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر مخ ښوونځي بند شول، له دوی سره هم دا وېره وه چې یوه ورځ به پوهنتونونه هم تړي او په خبره يې، دا دی نن یې هغه وېره په حقیقت بدله شوه.

نوموړې وويل: "د ټولو په زړه کې دا نا امیدي لوېدلې وه چې پوهنتون به هم بندېږي، بیا به مو ځان ته ډاډ ورکاوه، چې ځه ګوندې دا کار ونه‌شي، خو پرون شپه زموږ د هیلو دا ډېوه هم مړه شوه، زموږ ټول امیدونه له خاورو سره خاورې شول."

مینې حسن‌زۍ ازادي راډیو ته دا هم وويل، چې نوره له نړېوالې ټولنې څخه ناهیلې ده، ځکه هغوي تر اوسه یوازې او یوازې شعار ورکړی دی، په څه باندې ۱۶ میاشتو کې د دوی غندلو د نجونو پرمخ ښوونځي خلاص نه‌شول کړای، نو د پوهنتونو د پرانیستلو په برخه کې به څه مرسته وکړي؟

"نور له نړیوالې ټولنې څخه له امریکا څخه له ټولو غربي هېوادونو څخه هیڅ هم نه‌غواړم

هغې وويل: "نور له نړیوالې ټولنې څخه له امریکا څخه له ټولو غربي هېوادونو څخه هیڅ هم نه‌غواړم، ځکه چې دوی زموږ له پاره هیڅ هم نه دي کړي او له دې وروسته به هم هیڅ ونه کړي، د دوی ټول کارونه د شعار بڼه لري، وروسته له دې، چې هر څه کېږي هغه به ملت کوي او خپل حق به ملت اخلي، د ښوونځي د زده کونکو له پاره یې څه وکړل چې زموږ له پاره به یې وکړي."

وموغوښتل چې په دې اړه د طالبانو د لوړو زده کړو د وزارت د ویاند ضیا هاشمي نظر هم ولرو، خو د دې راپور تر خپرېدلو پورې یې یوازې دا تايید کړې، چې پوهنتونونه تر بل امر پورې د نجونو پر مخ تړلي دي.

يو شمېر محصلانو سږکال پوهنتونو ته د لار موندنې په خاطر د کانکور ازموينه هم ورکړه.
يو شمېر محصلانو سږکال پوهنتونو ته د لار موندنې په خاطر د کانکور ازموينه هم ورکړه.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په خپل یونیم کلن واک کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي بند کړل، په ډېرو دولتي ادارو کې يې ښځې له رسمي دندو منع کړې، له شرعي محرم پرته يې د دوی په لرې واټن سفر هم بنديز ولګاوه، حجاب یې اجباري کړ او دغه شان مېرمنې ورزشي کلبونو، پارکونو او حمامونو ته هم نه پرېږدي.

او دا دى، تازه یې تېره شپه د دولتي او خصوصي پوهنتونو دروازې هم د افغان نجونو پرمخ وتړلې.

د طالبانو دې کړنو په کور دننه او بهر پراخ غبرګونه راپارولي دي.

XS
SM
MD
LG