د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۶

يو شمېر محصلانې: د طالبانو وروستۍ پرېکړې مو پر روان بده اغېزه کړې


د طالبانو د لوړو زده وزارت تېره ورځ اعلان وکړ چې تر دوهم امر پورې په ټولو شخصي او دولتي پوهنتونونو کې د نجونو زده کړې بندې دي.
د طالبانو د لوړو زده وزارت تېره ورځ اعلان وکړ چې تر دوهم امر پورې په ټولو شخصي او دولتي پوهنتونونو کې د نجونو زده کړې بندې دي.

یو شمېر محصلې نجونې وايي، د طالبانو وروستۍ پرېکړې یې پر رواني وضعیت ډېره بده اغېزه کړې ده.

د کابل طبي پوهنتون د ستوماتولوژۍ د څانګې د وروستي سمستر محصله مينه حسن‌زۍ وايي: "زما امتحان و، نور کتابونه مې کېښودل ځکه چې یوه کلمه مې نور نه‌شوای جذبولای. له پرونه زما زړه او سترګې دواړه ژاړي."

"واقعاً چې نجونې بدبختې دي. پرون زموږ امتحان و، ډېر زیات مایوسه شولو

د اغلې حسن‌زۍ په څېر ډېرې نورې محصلې نجونې هم د طالبانو دغې پرېکړې ژړولي او خپلې راتلونکي ته یې نا هیلې کړي دي.

په کندهار کې یوې محصلې چې نوم یې نه‌دی ښودلی ازادي راډیو ته خپل احساس داسې بیان کړ: "واقعاً چې نجونې بدبختې دي. پرون زموږ امتحان و، ډېر زیات مایوسه شولو، ځکه موږ د نوي سمستر د پیلېدو او د خپل تحصیل د ختمېدو لپاره ډېر امیدونه درلودل خو ډېر ناهیلې شو چې زموږ درسونه نیمګړې پاتیږي، زموږ ټولې هغه هیلې چې خپل تحصیلات مخته یوسو، وطن ته خدمت وکړو او یوه ښه راتلونکې ځانته جوړه کړو، هغه ټول هیڅ شول."

سږ کال کانکور ازموينه کې د ګډون په موخه نجونې په کتار کې ولاړې دي.
سږ کال کانکور ازموينه کې د ګډون په موخه نجونې په کتار کې ولاړې دي.

د نجونو او ښځو پر مخ د پوهنتونونو او د لوړو زده کړو د نورو موسسو د درازو د تړل کېدو په وړاندې نړيوال غبرګونونه ښودل شوي دي.

په نړیوالو غبرګونونو کې د طالبانو دغه اقدام له ښځو سره جنسیتي تبعیض، د نجونو او ښځو د زده کړې پر حقونو بربنډ تېری یا هم په ټوله کې په ټولنه کې د ښځو د منزوي کېدو او دې ورته کلماتو سره غندل شوی.

دغه راز دغه پرېکړه د اوسني او راتلونکي نسل د هوساینې او د هېواد د ابادۍ او سوکالۍ لپاره هم یو ستر زیان بلل شوی دی.

"زه وایم طالب جانه، ته چې موږ له درسونو منع کوې ایا سبا ورځ ستا مېرمنه چې کله ماشوم یې نړۍ ته راځي، ولادت کوي، ایا ستاخوښیږي چې نارینه ولادت ورکړي

خو د کندهار ولایت یوې محصلې یې یوه بل مهم اړخ ته چې هغه د ښځینه ډاکټرانو او روغتیاپالانو له‌خوا ښځو ته د روغتیایي خدمتونو وړاندې کول دي، پام اړولی او وایي، که ښځې له لوړو زده کړو په تېرو په طبي برخه کې بې برخې شي نو د ښځو درملنه به څوک کوي.

نوموړې وايي: "زه وایم طالب جانه، ته چې موږ له درسونو منع کوې ایا سبا ورځ ستا مېرمنه چې کله ماشوم یې نړۍ ته راځي، ولادت کوي، ایا ستا خوښیږي چې نارینه ولادت ورکړي او که نه، ښځینه ډاکټره ورته ولاړه و اوسي. نو دا یو ډېر ښه مثال دی او هیله لرم چې زموږ د پوهنتونونو په اړه بیاهم غور وشي. موږ د مشرانو پرېکړو ته انتظار یو چې هغوی څه وایي، خو که چېرې طالبان خپلو دې کړو وړو او اوامرو ته بیا هم ادامه ورکړي نو لیرې نه‌ده چې د طالبانو دا نظام به هم ډېر ژر سقوط وکړي."

محصله هوا جبارخیل: فکر کوم د داسې یو جرم سزا راکول کیږي چې نه مې دی کړی
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:52 0:00

ازادي راډیو ته ډېرو نورو محصلو نجونو هم په خپلو څرګندونو کې ویلي چې، د طالبانو دغې پرېکړې ډېرې ناهیلي کړي او خپله راتلونکې تیاره بولي.

يوې نجلۍ وويل: "له پرون راهیسې چې ما دا خبر اورېدلی دی، پر ما یې ډېر بد تاثیر کړی دی. د شپې هیڅ خوب نه‌دی راغلی، فکر کوم چې د افغان نجلۍ لپاره ټوله دنیا تپه تیاره شوې، هغه هیڅ لاره نه لري چې له دې تیارې ځان وباسي."

دغه راز يوې بلې نجلۍ ازادي راډيو ته وويل: "په روحیه باندې مې دې ډېر بد تاثیر کړی دی. نه پوهېږم چې دوی ولې نه‌غواړي چې ښځې په ټولنه کې له سړو سره د تعلیم په برخه کې یو ځای ونډه واخلي."

طالبانو له بياځلي واکمنۍ سره سم تر اوسه د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي هم تړلي دي.

XS
SM
MD
LG