د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۳

شنونکي: د نجونو د زده کړو په موضوع کې طالبان په دوو ډلو وېشل شوي


د ننګرهار د طب پوهنځي د محصلانو د اعتراض انځور
د ننګرهار د طب پوهنځي د محصلانو د اعتراض انځور

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت د تېرې سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې تر دویم امر پورې نجونې نه شي کولای خصوصي او دولتي پوهنتونونو ته لاړې شي.

د نجونو پر مخ د پوهنتونونو له بندېدو سره یو شمېر داخلي رسنیو راپورونه ورکړي چې د دې پرېکړې مخالفو طالبانو په کابل کې خپلې ناستې ډېرې کړي او غواړي په دې اړه په کندهار کې د طالبانو له مشر ملا هبت الله اخندزاده سره هم وګوري.

د طالبانو له مشر ملا هبت الله اخندزاده
د طالبانو له مشر ملا هبت الله اخندزاده

پخواني طالب چارواکي او سیاسي شنونکي سید اکبراغا له ازادي راډيو سره په خبرو کې تایید کړه چې د طالبانو د کابینې ډېر غړي د نجونو د زده کړو په برخه کې د شته ستونزو حل غواړي او دا له امکانه لرې نه بولي چې کندهار ته دې یو پلاوی تللی وي.

پخواني طالب چارواکي او سیاسي شنونکي سید اکبراغا
پخواني طالب چارواکي او سیاسي شنونکي سید اکبراغا

هغه وویل: "دا چې څوک تللي دي یا نه دي تللي، خو زه دومره ویلای شم چې د کابینې اکثره غړي غواړي چې دا موضوع حل او پوهنتونونه پرانیستل شي. د پوهنتونونو په بندوالي ډېر خلک خفه دي، نو دا له امکانه لرې نه ده چې دا خلک به تللي وي او تللي به هم وي."

سیاسي شنونکی سمیع یوسفزی هم له زده کړو د نجونو د منع کولو په برخه کې د طالب مشرانو ترمنځ اختلافونه تاییدوي او وايي، که څه هم طالب مشران هڅه کوي چې خپل مخکېنی یووالی وساتي خو په نجونو د زده کړو په بندیز کې سره یوه خوله نه دي.

یوسفزي وویل: "دننه په مکمل ډول دېکتاتوري ده، یو څو کسان هر ډول پرېکړې چې کوي، هغه نور یې باید په پټو سترګو ومني، خو ورو ورو د خلکو او مطبوعاتو فشار یو شمېر مشران دې ته متوجه کړي دي چې که دا حالت دوام وکړي، نو ممکن دا ملت د دوی پر خلاف راپورته شي او هغه کسان چې دا پرېکړې کوي، هغوی له پرېکړو وروسته د عکس العمل اندازه او پېمانه نه شي سنجولای."

یوسفزی وايي، سره له دې چې په کابل کې ناست ډېر طالب مشران د نجونو د زده کړو په برخه د ملا هبت الله له پرېکړې سره مخالف دي، خو بیا هم ډېر یې د خپلو څوکیو د ساتلو او د طالبانو ترمنځ د داخلي نزاکتونو له امله غږ نه پورته کوي.

د نجونو د زده کړو په موضوع کې د طالب مشرانو ترمنځ د اختلافونو په اړه مو د طالبانو د حکومت له ویاند ذبیح الله مجاهد څخه هم وپوښتل، خو نوموړي په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.

طالبانو له واکمنېدو سره سم له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي وتړل او تازه یې د نجونو پر مخ پوهنتونونه هم وتړل.

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم د طالبانو په کنترول کې له ملي تلوېزیون سره په مرکه کې ویلي و چې د حجاب نه مراعاتولو، د نجونو او هلکانو د ګډو ټولګیو، په لیلیو کې بې له محرمه د نجونو د اوسېدو او د منکراتو په خاطر یې پوهنتونونه تر دویم امر پورې تړلي دي.

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم
د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم

خو سیاسي شنونکي بیا دا پرېکړه سلیقوي بولي او وايي، د طالبانو لومړی نسل چې اوس هم ډېر واک ورسره دی، ډېر یې د نجونو له زده کړو سره مخالف دي او په خپل ټول توان یې مخه نیسي، خو ځیني یې ادعا کوي چې دوی د رسمیت پېژندلو په خاطر د نجونو د زده کړو موضوع سیاسي کړې او د فشار الې په توګه یې کاروي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG