د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۱

ځینو ښځینه محصلانو د ندا محمد ندیم وروستیو څرګندونو ته غبرګون وښود


د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي ندا محمد ندیم
د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي ندا محمد ندیم

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي ندا محمد ندیم د پوهنتونونو د تړل کېدو په تړاو وروستیو څرګندونو ته یو شمېر محصلانو تند غبرګون ښودلی.

د افغان ښځینه محصلانو پر مخ د پوهنتونونو د دروازو تړلو کېدو ته د غبرګونونو دوام!

دغه غبرګونونو وروسته له هغې زور واخیست چې د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم د پوهنتونونو د تړل کېدو څلور عوامل په ډاګه کړه.

نوموړي د جمعې ورځې ناوخته د طالبانو تر کنټرول لاندې په ملي تلوېزیون کې د یوې مرکې له لارې وویل: "یوه ستونزه دا وه چې په مختلو ولایتونو کې د اناثو لیلیې فعالې وې او دوی به له یوه ولایت نه بل ولایت ته په میاشتو میاشتو سفر کاوه او هلته به اوسېدلې. په لاره به یې سفر بې له محرمه کاوه چې یوه ستونزه دا وه. دوهمه ستونزه داوه چې کومې ښځینه محصلینې چې پوهنتونونو ته یې تګ راتګ کاوه هغوی ته مو هدایت پوره حجاب و، خو متاسفانه دا حجاب مراعات نه شو. او بله ستونزه داوه چې په اکثره پوهنتونونو کې دا د اختلاط ( ګډ) نظام نه وو ختم شوی، څلورم مشکل داو چې اوسنی نصاب چې د پوهنتونونو دی، تقریباً ۱۶۰ رشتې لري، په دې کې داسې رشتې وې چې هغه د اناثو طبقې د شان سره، د دوی د عزت او وقار سره، د افغاني کلتور سره یې سر نه خوړلې."

هغه زیاته کړې چې د طالبانو حکومت څوارلس میاشتې وخت ورکړی و څو په دې برخه کې اصلاحات راشي خو د ده په وینا دا کار ونه شو.

خو د لوړو زده کړو سرپرست دغه څرګندونو ته بیا یوشمېر افغانو ښځینه محصلانو تند غبرګون ښودلی.

په کابل کې د یو خصوصي پوهنتون دوه محصلانې چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل ازادي راډیو سره په دې اړه خپل نظرونه شریک کړي دي.

یوې محصلې وویل: "ډير دې خواشینۍ خبره ده، حیرانه یم، دوی د کوم دین څخه خبره کوي، ولې د اسلام سپېڅلی دین بدناموي. د دوی خبرې له عقل سره هېڅ سمون نه لري. دوی فقط غواړي د علم دروازې بندې کړي او غواړي خلک د پخوا په رقم په تیاره کې وساتي، ځکه یو اګاه او با سواده ملت روشن فکره وي."

دغه راز یوې بلې محصلې وویل: "دا یوه ادعا ده وزیر صیب دې مهرباني وکړي خپله دغه ادعا دې ثابته کړي. ادعا په هسې ویلو سره نه ثابتېږي، باید هغې لپاره مدارک وړاندې شي. زه دې یوې افغانې ښځې په توګه دا ردومه او د هغې ښځې په صفت باندې چې ما څلور کاله درس ویلي ده، نه په کورسونو کې او نه هم په پوهنتونونو کې داسې یو څه چې وزیر صیب وايي موجود و."

دغو محصلانو په خبره، د اوسني نظام مشران په اسلام ملنډې وهي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د تېرې سې شنبې په ورځ ناوخته په یوه مکتوب کې وویل چې د ښځینه محصلینو پر مخ به پوهنتونونه تر دوهم امر پورې بند وي.

د طالبانو حکومت دغې پرېکړې ته په نړیواله کچه هم تند غبرګونونه وښودل شول ان یو شمېر اسلامي هېوادنو له طالبانو وغوښتل چې خپله دغه پرېکړه بېرته واخلي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG