د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۶

طالبانو د پوهنتونونو د ښځینه محصلانو د لیلیو تړلو پرېکړه هم وکړه


د کابل پوهنتون د نجونو لیلیه
د کابل پوهنتون د نجونو لیلیه

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت په ټول افغانستان کې د نجونو د لیلیو د تړلو پرېکړه کړې.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت په ټولو پوهنتونونو کې چې د نجونو لیلیې لري، له ښځینه محصلانو غوښتي چې له لیلیو ووځي.

دا خبره په کابل او ننګرهار کې یو شمېر نجونو محصلانو ازادي راډیو ته کړې او وايي، طالبانو ورته ویلي چې پوهنتونونه یې تړل شوي او باید خپلو کورونو ته ولاړې شي.

په کابل کې د طب پوهنځي یوې محصلې چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نوم او غږ یې خپور شي ازادي راډیو ته وویل، یو ډېر شمېر محصلانې خپلو کورونو ته تللي او یو شمېر نورې بیا د تلو په حال کې دي.

هاخوا د طالبانو د لوړو‌ زده‌کړو وزارت ویاند احمدضیا هاشمي هم ازادي راډیو ته ومنله چې له لیلیو د نجونو د ویستو لړۍ پیل شوې.

هغه ازادي راډیو ته د دې موضوع په تایید یو لنډ پیغام کې لیکلي: "پوهنتونونه یې رخصت دي، نو لیلیو کې څه کوي."

طالبانو درې وړاندې په ټول افغانستان کې په خصوصي او دولتي پوهنتونونو کې د نجونو په تلو بندیز ولګاوه او ویې ویل، تر امر ثاني پورې نجونې پوهنتونونو ته نه‌شي تللای.

په ورته وخت کې د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي یوې محصلې چې نه ‌غواړي نوم یې د امنیتي ستونزو له امله راپور کې یاد شي، ازادي راډیو ته وویل، طالبانو د دوی لیلیه تړلې.

نوموړې وايي، په کومه ورځ چې طالبانو د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د تړلو پرېکړه وکړه، له دوی وغوښتل چې له لیلیې ووځي، خو دا چې د ډېرو نجونو کورونه لېرې و، تر سبا سهار یې د پاتې کېدو اجازه ورکړه.

هغه زیاتوي: "پرته له دې دلته نورې محصلینې شته چې د بغلان، هرات او میدان وردک اوسېدونکې دي، یعنې کورونه یې لېرې دي. هغوی ونه شو کولای چې په هماغه ماښام حرکت وکړي، نو ځکه یې غوښتنه وکړه چې نن شپه به همدلته وکړي او سبا سهار به وختي ولاړې شي چې خپلو کورونو ته ولاړې شي، ځکه د شپې پر مهال یو خطر سل خطره کېږي."

د ننګرهار د طب پوهنځي محصلانو وړمه ورځ د طالبانو د پرېکړې په غبرګون لاریون وکړ او ژر یې د نجونو پرمخ د پوهنتونونو د درازو بیا پرانیستو غوښتنه وکړه.
د ننګرهار د طب پوهنځي محصلانو وړمه ورځ د طالبانو د پرېکړې په غبرګون لاریون وکړ او ژر یې د نجونو پرمخ د پوهنتونونو د درازو بیا پرانیستو غوښتنه وکړه.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر ندامحمد ندیم تېره شپه وویل، نجونې یې ځکه پوهنتونونو ته له تلو منع کړي چې د دوی له‌خوا وضع شوي شرایط یې نه‌‌و پوره کړي.

هغه د حجاب نه مراعت، د نجونو او هلکانو ګډ ټولګي، لیلیو کې اوسېدل او بې‌له محرمه سفر؛ د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د تړل کېدو لاملونه وبلل.

خو د طالبانو د لوړو زده‌کړو د سرپرست د څرګندونو په اړه یو شمېر محصلانې غبرګون ښيي.

د کابل پوهنتون د طب پوهنځي یوه محصله چې نه غواړي نوم یې راپورکې یاد شي، د ندامحمد خبرې نا معقوله بولي.

هغې وویل: "دا دلایل زموږ محصلینو، افغانانو او هغو کورنیو چې خپل اولادونه زده‌کړو ته لېږي، د منلو نه‌دي. دوی یوازې غواړي خپل ځان ته قناعت ورکړي او د خلکو لپاره یو بې‌کاره دلیل وړاندې کوي او غواړي خلک په خپلو همدې دلایلو مصروف وساتي چې حقیقت دا ډول نه‌دی."

یوه بله محصله چې دا هم نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي د طالبانو د سرپرست وزیر دلایلو ته په اشارې وايي: "باور وکړئ اوسنی ډېر دردونکی وخت دی، دا کوم وخت چې اوس پر موږ تېرېږي، ډېر بد وخت دی. ټول پوهنځي او مکتبونه دې را باندې وتړل، بد کار خو وشو، اوس را پورته شوې طبابت دې هم راباندې وتړه. خدای ته وګوره، خو مسلمان یې، افغان یې طالب وروره. ته خپله یوې له یوې مور پیدا شوی یې، پر ما څه ډول طبابت بندوې."

د طالبانو د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر ندامحمد ندیم
د طالبانو د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر ندامحمد ندیم

طالبانو داسې مهال د نجونو پر مخ پوهنتونونه وتړل چې له شپږم ټولګي پورته یې د نجونو ښوونځي څه د پاڅه یو نیم کال وړاندې بند کړي و.

تازه د الازهر پوهنتون رییس د طالبانو له‌خوا د نجونو د پوهنتونونو تړل غندلي او ترې یې غوښتي چې په خپلې دې پرېکړې بیا غور وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG