د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۲

د طالبانو له لوري د معترضو نجونو نیونه؛ بېنیټ: دا وضعیت د بشري حقونو بحران لا زیاتوي


د روان میلادي کال د ډسمبر په ۲۲مه کابل کې یو شمېر ښځو د طالبانو له لوري د ښځینه محصلانو پرمخ د پوهنتونونو د تړل کېدو پر خلاف لاریون وکړ.
د روان میلادي کال د ډسمبر په ۲۲مه کابل کې یو شمېر ښځو د طالبانو له لوري د ښځینه محصلانو پرمخ د پوهنتونونو د تړل کېدو پر خلاف لاریون وکړ.

په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې له لاریونونو وروسته، د طالبانو له‌خوا د یو شمېر معترضو نجونو د نیول کېدو په غبرګون کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه ځانګړی راپور ورکوونکی وايي، دا وضعیت د بشري حقونو بحران لا پسې زیاتوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ وايي، په کابل، تخار او ننګرهار کې د لاریونونو پر مهال د ښځو او خبریالانو د وهلو او زنداني کېدو راپورونه ور رسېدلي دي.

بېنیټ دا مسایل اندېښمنونکي بللي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ

هغه په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "د بیان له ازادۍ انکار او د غونډو مخنیوی به د بشري حقونو کړکېچ نور هم زیات کړي."

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه ځانګړي راپور ورکوونکي هر څه ژر د طالبانو له‌خوا د نیول شویو معترضو نجونو، ښځو او خبریالانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې.

ازادي راډیو ته په کابل کې د پروني لاریون درې معترضو ګډونوالو نجونو تایید کړه چې طالبانو د دوی د لاریون مخه نیولې، تاوتریخوالی یې ورسره کړی او یو شمېر لاریون کوونکې یې نیولي.

په نیولو شویو معترضینو کې زینب، انګېزه ګنیش او زهرا ماندګار بېرته خوشې شوې، خو رقیه ساعي او یوه بله معترضه لا هم د طالبانو په بند کې دي.

د رقیې ساعي خور طاهرې ساعي نن ازادي راډیو ته وویل، نه پوهېږي چې خور یې چېرته ده.

ساعي زیاته کړه: "رقیې ته مې ټیلفون وکړ، ورته مې وویل چېرته یې؟ ویل یې یو رېنجر موټر مې څاري او بیا یې ټیلفون پرې کړ. ما بیا زنګ وروواهه، ویل یې طالبانو مې غټ ټیلفون اخستی، ډېره وارخطا وه. ټیلفون یې پرې شو، بیا مې زنګ وواهه، نور تر اوسه یې ټيلفون بند دی. هېڅ ترې نه یوو خبر چې چېرته ده."

تر خوا یې له تخاره هم خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې هلته د پوهنتون تر مخه په راټولو شویو معترضو ښځینه محصلانو اوبه شېندل کېږي او اجازه نه ورکول کېږي چې لاریون وکړي.

طالبانو د تېرې سه‌شنبې په ورځ نجونې پوهنتونونو ته له تلو منع کړې، هغه پرېکړه چې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوه او طالبان پرې خورا سخت وغندل شول.

پر دې موضوع د غبرګونونو په دوام د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده‌ایالاتو ځانګړي استازي ټام وېسټ دا پرېکړه، نه جبراېدونکې بللې.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده‌ایالاتو ځانګړي استازي ټام وېسټ
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده‌ایالاتو ځانګړي استازي ټام وېسټ

هغه په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "ټوله نړۍ د افغانانو د یووالي شاهده ده چې د یوې زیانمنونکې او نه جبرانېدونکې پرېکړې په مخالفت کې ده."

هغه زیاته کړې، محصلان له خپلو خویندو سره اوږه په اوږه ولاړ دي، استعفاوې، لاریونونه او مخالفتونه روان دي.

وېسټ له طالبانو غوښتي چې د خپلو خلکو غږ واوري، ځکه د ده له قوله، لا هم ډېر ناوخته نه‌دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG