د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

يو شمېر کورنۍ: د نجونو د تحصيل لپاره ګاونډيو هېوادونو ته کډه کوو


انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

په افغانستان کې د نجونو پر تحصیل له بندیز وروسته یو شمېر کورنیو د خپلو لوڼو د ښې راتلونکې په هدف د کډوالۍ تکل کړی دی.

دغه کورنۍ وايي، نه‌غواړي پر لوڼو یې د طالبانو د لومړي ځل واکمنۍ ترخې تجربې تکرار شي.

د کابل یو اوسېدونکى چې د امنیتي ستونزو له امله نه‌غواړي، نوم یې خپور شي ازادي راډیو ته وویل، غواړي د خپلې کورنۍ د درېیو غړو سره یو ځای ایران ته ولاړ شي تر څو لوڼې یې زده‌کړې وکړي.

"زه دوه لوڼې لرم، نه‌غواړم چې لورګانې مې له زده‌کړو پاتې شي، دلته هره ورځ وضعیت خرابیږي

دى وایي، دوه لوڼې لري چې یوې یې تر شپږم ټولګي زده‌کړې کړي او بله یې د لومړي ټولګي زده‌کوونکې ده.

نوموړی وايي: "زه دوه لوڼې لرم، نه‌غواړم چې لورګانې مې له زده‌کړو پاتې شي، دلته هره ورځ وضعیت خرابیږي، موږ د وطن راتلونکي ته هیلې درلودې خو هر څه صفر شول، په بل هېواد کې ښايي زه کار وکړم او لوڼې مې زده‌کړې وکړي، او خپل راتلونکی جوړ کړي."

دی وایي، د نجونو په زده‌کړو او تحصیل د بندیز د پای ته رسېدو هیڅ هیله ورته نه‌ده پاتې.

نوموړي وويل: "زه د طالبانو د لومړي ځل واکمنۍ تجربه لرم، ټولې خويندې مې او زموږ د کورنۍ نورې نجونې بې‌سواده پاتې شوې، ډېرې له خپلو حقونو پاتې شوې، څه وکړو مجبور یو، د کور هر څه مو چې لرل ومې پلورل، هیڅوک نه‌غواړي چې کډوال شي."

طالبانو له تېر څه باندې يو کال راهيسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي.
طالبانو له تېر څه باندې يو کال راهيسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي.

په ورته وخت کې د هرات ولایت اوسېدونکی نیک محمد وایي، غواړي د خپلو درېیو خویندو او مور سره ایران ته کډوال شي تر څو د خویندو راتلونکې یې ښه شي.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل، چې د کورنۍ غړي یې پاسپورت نه‌لري نو اړ دي چې په غیر قانوني لارو سفر وکړي.

"درې خویندې مې له زده‌کړو پاتې دي

نيک محمد وايي: "درې خویندې مې له زده‌کړو پاتې دي، د دې لپاره چې هغوی زده‌کړې وکړي او ښه راتلونکی ولري، موږ اړ یو چې د پاسپورتونو د نه درلودلو له امله په غیر قانوني لارو سفر وکړو، تر څو زموږ د خویندو راتلونکی ښه شي، په افغانستان کې ژوند نور سخت دی."

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د پاسپورټ او ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران ویزې اخیستل تر بل هر وخت سخت شوي دي.

پر افغانستان د طالبانو د بيا ځلي واکمنۍ له پیل راهیسي په مېرمنو او نجونو محدودیتونه ورځ تر بلې زیاتیږي.

د طالبانو حکومت تازه د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د ښځینه محصلینو په مخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې.

که څه هم د طالبانو دا پرېکړه په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوې، خو د مېرمنو په وړاندې د طالبانو د حکومت په چلند کې کوم بدلون نه‌دی راغلی.

افغان کورنۍ اندېښمنې دي چې له لوڼو او خویندو یې د زده‌کړو او تحصیل حق اخیستل شوی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG