د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو ليک: زموږ د مظلومو خویندو پر مخ د پوهنتون دروازې بېرته پرانیزئ


د ننګرهار پوهنتون، د طب پوهنځي محصلانې
د ننګرهار پوهنتون، د طب پوهنځي محصلانې

د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي محصلانو د طالبانو حکومت لوړو زده کړو وزارت ته یو لیک استولی او په‌کې یې د نجونو پرمخ د پوهنتونونو د پرانیستلو غوښتنه کړې.

"هیله درڅخه لرو ترڅو زموږ د مظلوموخویندو پرمخ د پوهنتون دروازې بېرته پرانیزئ."

دا د هغه لیک یوه کرښه ده، چې د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي محصلانو د طالبانو حکومت لوړو زده‌کړو وزارت ته لیکلی او په ټولنیزو رسنیو کې هم خپور شوی دی.

"چې په یوه ملک کې تعلیم نه‌وي علم نه‌وي، هغه ملک هیڅکله پرمختګ نه‌شي کوی

د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي محصل محبوب چې له خپلو نورو محصلانو سره یې په ګډه دغه لیک لیکلی وایي، چې د دوی هلې ځلې به د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو له‌پاره تر هغه پورې دوام ولري، تر څو چې په خبره یې د طالبانو حکومت د افغانستان ټولو وکړو ته د زده‌کړو یو شان حق نه‌وي ورکړی.

نوموړی وايي: "چې په یوه ملک کې تعلیم نه‌وي علم نه‌وي، هغه ملک هیڅکله پرمختګ نه‌شي کوی، زموږ مبارزه روانه ده، موږ کوشش کوو، چې ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پر مخ خلاص شي، موږ په جدي توګه له طالبانو څخه غواړو چې د نجونو پر مخ پوهنتونونه خلاص کړي، زما په ګډون ټول محصلین هڅه کوي چې د روښانه راتلونکي په خوا ګامونه واخلو."

د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي محصلانو ليک.
د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي محصلانو ليک.

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو دا کار چې دوی له هرې شونې لارې څخه خپلو خویندو ته د زده‌کړو او تحصیل زمینې مساعدول غواړي، د نورو ولایتونو د نجونو محصلانو له‌خوا هم ستایل شوی دی.

زما غوښتنه د ټولو ولایتونو له محصلینو څخه دا ده چې دوی هم خپلو هڅو ته دوام ورکړي، غوښتنلیکونه دې اماده کړي او وزارت ته دې واستوي."

د کندهار پوهنتون یوې محصلې چې نه‌یې غوښتل د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته وویل: "زه د ننګرهار پوهنتون د طب د پوهنځي له محصلینو څخه د زړه له کومې مننه کوم چې دوی له خپلو محصلینو خویندو سره همغږي دي، د دوی مشروع حق چې تحصیل دی غواړي یې، زما غوښتنه د ټولو ولایتونو له محصلینو څخه دا ده چې دوی هم خپلو هڅو ته دوام ورکړي، غوښتنلیکونه دې اماده کړي او وزارت ته دې واستوي."

اخوا بیا د کابل پوهنتون یو شمېر محصلانو ازادي راډیو ته وویل، چې دوی هم یو لیک ترتیب کړی او په‌کې یې له خپلو استادانو غوښتنه کړې چې د دوی د زده‌کړو د بندېدو په غبرګون استعفاوې ورنه کړي، ځکه د دوی په خبره استعفا ورکول حل لاره نه‌ده او دا کار اکاډمیک ماحول ته لوی زیان دی.

دوی د دې لیک یو کاپي هم له ازادي راډیو سره شریکه کړې ده.

د کابل پوهنتون د طب پوهنځي محصلانو ليک.
د کابل پوهنتون د طب پوهنځي محصلانو ليک.

د دغو محصلانو له ډلې یوه، چې دا هم نه‌غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته وایي: "د پوهنتون استادان د استعفا په حال کې دي، زما نظر دا دی چې استعفا د حل لاره نه‌ده، ځکه طالبان دې موضوع ته دومره ارزښت نه ورکوي، لا خوشحالیږي چې په ځای یې خپل کسان مقرر کړي."

ومو غوښتل چې په دې اړه د طالبانو د حکومت د لوړو زده‌کړو د وزارت د ویاند حافظ ضیا احمد هاشمي نظر هم ولرو خو د دې راپور تر خپرېدلو پورې یې زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

د قوس د میاشتې په ۲۹مه نېټه د لوړو زده‌کړو د وزارت له‌خوا په خپاره شوي حکم کې د ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو له رئیسانو څخه په جدي توګه غوښتل شوي وو، چې د نجونو محصلانو پرمخ د پوهنتونونو دروازې وتړي.

د طالبانو د حکومت دې اقدام په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپارولي دي او خلکو په اعتراضونو او لاریونونو سره یې دا اقدام غندلی دی.

XS
SM
MD
LG