د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

ریچارډ بېنیټ له ښځو سره د طالبانو د جنسیتي تبعیض په تړاو د څېړنو غوښتنه کړې


د کابل پوهنتون مخې ته د ښځینه محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو تېره اوونۍ ټولو پوهنتونونو ته د ښځینه محصلانو په ورتګ بندیز ولګاوه.
د کابل پوهنتون مخې ته د ښځینه محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو تېره اوونۍ ټولو پوهنتونونو ته د ښځینه محصلانو په ورتګ بندیز ولګاوه.

په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ وايي، د طالبانو له‌خوا پر افغان نجونو او ښځو لګېدلي بندیزونه جدي څاري.

ریچارډ بېنیټ دا محدویتونه او بندیزونه د بشري حقونو څخه سرغړونه بولي.

ریچارډ بېنیټ پرون له امریکا غږ سره مرکه کې ویلي، له نړیوالې محکمې غواړي، چې د طالبانو له خوا ښځو سره د جنسیت پر بنسټ چلند او ځورونه وڅېړي.

د جرمونو څېړنې نړیواله محکمه
د جرمونو څېړنې نړیواله محکمه

بېنیټ​ دا څرګندونې وروسته تر دې کوي چې طالبانو همدا څو ورځو کې افغان نجونې او ښځې پوهنتونو ته له تلو او په غیر دولتي موسسو کې له کار کولو هم منع کړې.​

په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ
په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ

د ازادي راډیو خبریا له طالبانو د ریچارډ بېنیټ د څرګندونو په اړه وپوښتل، خو ویاندویانو یې ځواب ورنه کړ.

هاخوا د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جیمز کلیورلي ویلي، طالبان هڅه کوي چې په افغانستان کې ښځې له ټولنې محوه کړي.

هغه تېره شپه په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "په غیر دولتي موسسو کې له کاره د ښځو منع کول به د میلیونونو افغانانو د ژوند ژغورنې مرستو او تجهیزاتو ته د لاسرسي مخه ونیسي او دا به په هر چا اغېزه وکړي."

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر له طالبانو غوښتي چې ژر تر ژر په غیر دولتي موسسو کې د افغان نجونو او ښځو په کار د بندیز پرېکړه لغوه کړي.

طالبانو د شنبې په ورځ افغان نجونې او ښځې په غیر دولتي موسسو کې له کار کولو منع کړې او د تېرې اوونۍ د سه شنبې په ورځ ناوخته یې پوهنتونونو ته د نجونو په تګ بندیز ولګاوه.

په ورته وخت کې د سعودي عربستان او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو هم پرون ټېلیفوني خبرو کې په افغانستان کې د نجونو او ښځو په وضعیت خبرې کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون ناوخته یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، فیصل بن فرحان او بلاول زرداري بوټو د ښځو د حقونو د تضمین او د ژوند په ټولو برخو کې د دوی د بشپړ او مساوي ګډون پر اهمیت ټینګار کړی.

دا ټینګار داسې مهال کېږي، چې طالبانو بیا افغان نجونې او ښځې له سیاسي او ټولنیز فعالیت را ګرځولي او تر خوا یې د هغوی په زده‌کړو او تحصیل د بندیز په ګډون ډېر شمېر نور محدویتونه او بندیزونه هم پر دوی لګولي دي.

خو په افغان نجونو او ښځو د طالبانو د لګول شویو بندیزونو او محدودیتونو په اړه د نړیوالې ټولنې او په کور دننه د پراخو اعتراضونو او انتقادونو سره سره، د طالبانو په کړنو کې کوم بدلون نه تر سترګو کېږي او ورځ تر بلې خپل پلانونه عملي کوي.

د یو شمېر افغان نجونو او ښځو په خبره، طالبان غواړي یو ځل بیا د خپلې نویمې لسیزې واکمنۍ کړنلاره او سیاست عملي کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG