د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۹ وری ۱۴۰۲ کابل ۰۵:۲۶

افغانستان

د بدلون لپاره د افغان ښځو ایتلاف د نجونو پر لوړو زده کړو بندیز وغانده

د کابل پوهنتون مخې ته د تېرې اونۍ انځور چې طالبانو پرې د زده کړو بندیز ولګاوه.

د بدلون لپاره د افغان ښځو د ایتلاف په نوم یوې ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د نجونو پر لوړو زده کړو د طالبانو له لوري لګول شوی بندیز په کلکو ټکو غندلی.

د بدلون لپاره د افغان ښځو د ایتلاف وایي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو دا او دې ته ورته نور اقدامات د دې ښکارندویي کوي چې طالبان په قصدي او سیستماتیکه توګه د جنسیتي توپیر د پالیسیو پر اساس ښځې له خپلې هستۍ څخه محوه کوي.

دغه ایتلاف چې وایي، د ۲۰۲۲ کال په جولای میاشت کې رامنځته شوی او د پخواني حکومت، د افغانستان د پخوانۍ ملي شورا او د مدني ټولنې د مشرانو او رسنیو په ګډون یو شمېر څېرې په کې راغونډ شوي، پر نړیوالې ټولنې هم غږ کړی چې تر امنیتي اندېښنو ور هاخوا له طالبانو سره تعامل وکړي څو د افغان مېرمنو او نجونو ژور او غمیز حالت درک کړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

کرکټ؛ راشدخان یو وار بیا د نړۍ په کچه لومړی نمبر توپ اچونکی شو

راشدخان

د کرکټ نړیوالې شورا د شل اوریزو سیالیو د توپ اچونکو په تازه اعلان شوې درجه بندۍ کې درې افغان لوبغاړو پرمختګونه کړي دي.

په دې اعلان شوې درجه بندۍ کې راشدخان اول، فضل حق فاروقي درېیم او مجیب الرحمن اتم مقامونه نیولي دي.

وروسته له هغې چې افغانستان د ۳ شل اوریزو سیالیو په ترڅ کې پاکستان ته ۲ـ۱ ماتې ورکړه، د کرکټ نړیوالې شورا د شل اوریزو لوبو په درجه بنديو کې هم بدلون راغی.

د خان د درجه بندۍ نومرې ۷۱۰ ته پورته شوي دي او له سریلانکايي توپ اچونکي هسرنګا ۱۵ نومرې مخکې دی.

د فضل حق فاروقي او هسرنګا ترمنځ بیا یوازې د ۳ نومرو فاصله ده.

د شل اوریزو سیالیو د توپ وهونکو په درجه بندۍ کې بیا هېڅ افغان لوبغاړي پرمختګ نه دی کړی او یوازېنی مخکښ افغان توپ وهونکی رحمن الله ګربز دی چې ۱۸م مقام لري.

د ویلو ده چې د لوبډلو تازه درجه بندي لا نه ده اعلان شوې، افغانستان اوسمهال په شل اوریزو سیالیو کې لسم مقام لري.

د شانګهای سازمان غړو هېواودنو غونډه کې د افغانستان پر وضعيت بحث کېږي

انځور: په ۲۰۲۲ کال کې د شانګهای سازمان غونډه

افغانستان به د شانګهای د همکارۍ د سازمان د غړیو هېوادونو د نننۍ غونډې د اجندا یوه مهممه موضوع وي.

په دغه غونډه کې چې د هند پلازمېنه نوی ډیلی به یې کوربه وي، د دې سازمان د امنیت شورا مسوولین له تروریزم سره د مبارزې، د مخدره موادو د قاچاق او تنظیم شویو جرمونو د مخنیوي پر لارو چارو خبرې وکړي.

که څه هم نه‌ده څرګنده چې په دې غونډه کې به په مشخص ډول د افغانستان اړوند پر کومو مسایلو خبرې وشي، خو د دې سازمان اکثره غړي چې له افغانستان سره ګډه پوله لري، د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ ګواښ ته اندېښنه لري.

خو پر افغانستان واکمنو طالبانو ویلي چې، هیچ چاته به اجازه ورنه‌کړي چې د دې هېواد له خاورې نورو ته ګواښ متوجه کړي.

افغانستان د دې سازمان چې په ۲۰۰۱ کال د شپږو هېوادونو، روسیې، چین، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان له‌خوا جوړ شوی، څارونکی غړی دی.

هند او پاکستان یې په ۲۰۱۷ کال بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ او ایران، بیلاروس او منګولیا یې هم نور څارونکي غړي دي.

ډېکر: د طالبانو له لوري توقيف شوي کسان بايد حقوقي مشاور ته لاسرسی ولري

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیره کرن ډېکر

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیره کرن ډېکر وایي، ټول هغه کسان چې طالبانو توقیف کړي باید حقوقي مشاور او کورنۍ ته لاسرسی ولري.

کرن ډېکر دغه څرګندونې پرون په یوه ټویټ کې کړي او د مطیع‌الله ویسا د خوشې کېدو لپاره د ټویټر له لارې پیل شوي کمپاین سره یوی ځای شوې ده.

د طالبانو وياند ذبيح‌الله مجاهد ازادي راډيو ته ويلي، ويسا د مشکوکو کړنو پر اساس نيول شوی او څېړنې ترې روانې دي.

د زده‌کړو رضاکاره فعال مطيع‌الله ويسا د تېرې دوشنبې په ورځ طالبانو په کابل کې نيولی دی.

د پرتګال پوليسو يو افغان کډوال په اسماعيليانو اسلامي مرکز کې د دوو ښځو په وژنه تورن کړی

پرتګال کې هغه اسلامي مرکز چې بريد په‌کې شوی

د پرتګال پولیسو په پلازمېنه لزبن کې یو افغان کډوال د اسماعیلیانو په اسلامي مرکز کې د دوو ښځو پر وژنه تورن کړی دی.

پولیسو په یو بیان کې ویلي، کله چې له دې اسلامي مرکز څخه د مرستې لپاره غوښتنه وشوه، نو پولیس افسران هلته دا افغان کډوال په داسې حال کې ولیده چې یوه چاړه یې په لاس کې وه خو کله چې پولیسو د تسلیمۍ غوښتنه ترې وکړه هغه ونه منله نو پولیس ډزو ته اړ شول.

د خبر له‌مخې بریدکوونکی ټپي شوی او اوس مهال په روغتون کې دی.

د کورنیو چارو وزیر خوزې لوییز کارنیرو له پېښې وروسته خبریالانو ته وویل، د دې مرکز دوه کارکوونکې چې یوه د بریدکوونکي ۴۰ کلنه ښوونکې او بله یې ۲۰ کلنه ټولګيواله وه، په برید کې وژل شوي او یو بل تن سخت ټپي شوی.

د کورنیوچارو د وزیر په وینا تورن افغان له رواني پلوه په ناوړه حالت کې و، ځکه خپله مېرمن یې پرتګال ته له رسېدو مخکې په یونان کې د کډوالو په یوه کمپ کې له لاسه ورکړې وه.

د افغانستان کم‌عمره ځوانانو سریلانکا ته په ۴ منډو ماتې ورکړه

د افغانستان کم‌عمره لوبغاړي

د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې افغانستان خپله څلورمه سیالي له سریلانکا سره ترسره کړه او په ۴ منډو یې ماتې ورکړه.

د سریلانکا لوبډلې ته په وروستي اور کې د ۶ منډو اړتیا وه، خو دوی خپلې دواړه وېکټې د کامران هوتک په توپ اچونه له لاسه ورکړې او په دې سیالیو کې له مخکې تګ پاتې شوې.

په دې سیالۍ کې افغان لوبډلې د ۳۲۴ منډو هدف ټاکلی و چې سریلانکا یې په ځواب کې ۳۱۹ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.

په دې لوبه کې د افغانستان لپاره په توپوهنه کې لوبډلمشر نعمان شاه ۱۱۶، سهیل خان او محمد هارون خان په ترتیب سره ۵۲ او ۵۶ منډې جوړې کړې.

سریلانکايي لوبډلې هم د لوبې تر وروستي اور پورې توپوهنه ترسره کړه او لوبه یې وبایلله.

د یادې لوبډلې لوبډلمشر هم سلیزه ووهله او په ۱۴۰ منډو وسوځېد.

په دې لوبه کې د افغانستان چټک توپ اچونکي بشیراحمد افغان ۷ وسوځول او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې هم وګټله، همدارنګه کامران هوتک بیا په وروستي اور کې د دوه لوبغاړو وېکټې واخيستې.

د دې سیالۍ تر ګټلو وروسته د افغانستان او بنګله‌دېش کم‌عمره لوبډلې د زیاتو لوبو ګټلو پر اساس د مارچ په ۳۰مه نېټه پایلوبه ترسره کوي.

د کډوالۍ نړيوال سازمان د افغانستان په سېلاب ځپلو سيمو کې د مرستو خبر ورکړی

پروان ولايت کې راوتلي سېلابونه

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، د افغانستان په هغو سیمو کې د دوی د سرپناه مرستې روانې دي، چې وروستیو طبیعي افتونو ځپلي دي.

دغې ادارې پرون سه‌شنبه په یوه ټویټ کې د بلخ ولایت په خلم، شولګرې او مزارشریف کې ۲۲۳ کورنیو ته نقدي مرستې کړي، چې ځانونو ته سرپناه برابره کړي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان په خبره دغه راز ۲۷۲ کورنیو ته د دې لپاره نقدي مرستې ورکړل شوي، چې خپلې سرپناوې ورغوي.

له تېرې اوونۍ راهیسې د افغانستان په ځینو برخو کې سخت اورښتونه وشول، چې درانه سېلابونه یې وبوهول، چې خلکو ته یې د سر و مال زیانونه واړول.

رينا اميري د مطيع‌الله ويسا د ځای‌ځايګي معلومولو غوښتنه کړې

رينا اميري

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري، د تعلیم د فعال مطیع‌الله ویسا د ځای‌ځایګي معلومولو غوښتنه وکړه.

مېرمن امیري پرون په یوه ټویټ کې لیکلي، د هغو راپورونو له کبله سخته اندېښمنه شوې چې مطیع‌الله ویسا او د کورنۍ غړي یې نیول شوي دي.

د هغې په لیکنه، د نجونو د زده‌کړو ملاتړ باید جرم ونه ګڼل شي او د نجونو خوندیتوب او د هغوی قانوني حقونو ته درناوی باید په لومړیتوب کې وي.

رینا امیري غوښتنه کړې، چې د ښاغلي ویسا د ساتلو ځای باید مشخص شي.

طالبانو د تعلیم فعال مطیع‌الله ویسا د دوشنبې په ورځ په کابل کې ونیوه، چې د کورنۍ غړي یې وايي، د کورنۍ څو نور غړي یې هم نیول شوي او ناوړه چلند ورسره شوی دی.

ملګروملتونو يو ځل بيا افغانستان کې د لوږې پر ډېرېدو اندېښنه ښودلې

تعدادی از زنان و دختران فقیر در کابل

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یو وار بیا په افغانستان کې د لوږې پر زیاتېدو اندېښنه وښوده.

د WFP د اسیاپسفیک څانګې پرون په یوه ټویټ کې ویلي، سختې لوږې نږدې ۲۰ ملیونه افغانان ځپلي او له ډلې یې ۶ ملیونه له قحطۍ یوازې یو څو ګامه فاصله لري.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د عوایدو فرصتونه کم شوي او په ټول هېواد کې د خلکو ستونزې پراخې شوې دي.

ملګرو ملتونو ویلي چې، روان میلادي کال به په افغانستان کې ۲۸ ملیونه او درې سوه زره کسان بشري مرستو ته اړ وي.

قطر په هلمند کې په ښوونيزه او روغتيايي برخه کې يو شمېر پروژې پلې کوي

د پروژو د پلي کېدو پيل د پټۍ پرې کولو مهال

هلمند کې د قطر هېواد د شاهي کورنۍ د غړي په مالي لګښت د دریو پروژو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې.

دا پرژوې د هلمند په جنوبي بهرامچې ولسوالۍ کي پلي کېږي چې، یو ښوونځی، یوه مدرسه او یو روغتیایي مرکز په‌کې شامل دي.

د بهرامچې ولسوال مولوي اسدالله عمري د قطر د شاهي کورنۍ د غړي حمد بن عبدالله بن محمد الثاني څخه مننه وکړه او ويې وویل، د دې پروژو په تکمیلېدو سره به د سیمې زرګونه کورنیو ته د پوهنیزو خدماتو د وړاندې کولو تر څنګ روغتیايي خدمات هم په ښه توګه وړاندې کېږي.

ورته وخت کې د سیمې خلکو د قطر د شاهي کورنۍ له غړي د دې مرستې هر کلی کړی او ويلي يې دي چې، دوی له پام غورځول شوي وو.

ځايي خلک له طالب مسوولینو او خیریه بنسټونو څخه د روغتيايي مرکزونو، ښوونځیو او د څښاک پاکو اوبو ته د لاس‌رسي برخو کې د همکارۍ غوښتنه کوي.

بهرامچه د هلمند د مرکز لښکرګاه جنوب لور ته په ۳۰۰ کېلومترۍ کي ليرې پرته سرحدي ولسوالي ده چې، د پاکستان هېواد سره ګډه پوله لري او اکثریت خلک یې په تجارت او سوداګرۍ بوخت دي.

د پرتګال پلازمېنه کې د يو بريد پر مهال دوه تنه وژل شوي

پرتګال کې پر اسماعيله فرقې د بريد سيمه

د پرتګال په پلازمېنه لیزبن کې نن د اسماعلیه فرقې پر یوه مرکز په برید کې لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

د پرتګال پولیسو په یوه بیان کې وویل چې، د شیعه مسلمانانو پر دغه مرکز ياد برید نن سهار شاوخوا یوولس بجې یوه کس د چړې په ذریعه وکړ.

پولیسو د بریدکوونکو هویت نه‌دی په ډاګه کړی، خو ویلي یې دي چې هغه د پولیسو له‌خوا په ډزو له ویشتل کېدو وروسته نیول شوی او روغتون ته لېږدول شوی دی.

د سي‌ان‌ان پرتګال، تورن برید کوونکی یو افغان ښودلی دی.

په لیزبن کې دغه مرکز چې د عبادت سالونونه، ټولګي د غونډو خونې او د ننداتون لپاره ځایونه لري، د نړۍ د اسماعیلیانو د مشرکریم اغا خان له‌خوا په ۱۹۹۸ کال پرانيستل شوی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG