د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۳

د هیل: پر افغان نجونو د زده کړو بندیز به بدمرغۍ او ناخوالې زیاتې کړي


د کابل پوهنتون د ښځینه محصلانو انځور چې تېره اوونۍ طالبانو پوهنتون ته له ورتګه منع کړې.
د کابل پوهنتون د ښځینه محصلانو انځور چې تېره اوونۍ طالبانو پوهنتون ته له ورتګه منع کړې.

انډیپنډنټ:

افغان طالبان د اغزن سیمونو له موانعو او وسله والو ساتونکو کار اخلي چې ښځې پوهنتونونو ته له ننوتو را وګرځوي، برتانوۍ انډیپنډنټ ورځپاڼې تر دې سرلیک لاندې د طالبانو له لوري د نجونو او ښځو پرمخ د پوهنتونونو د تړلو وروستي اقدام او په وړاندې یې اعتراضونو ته پام اړولی دی.

انډیپنډنټ لیکي په هغه ویډیو کې چې اسوشیتیدپرېس ترلاسه کړې، ښکاري چې یو شمېر ښځې د کابل پوهنتون د انګړ په مخکې راټولې شوې، ژاړي، یو بل په غېږ کې نیسي او آراموي یې.

د ورځپاڼې په لیکنه د طالبانو د دغه اقدام پر وړاندې د افغانستان په یو شمېر پوهنتونونو کې استادانو د اعتراض په توګه استعفاوې کړي او نارینه محصلانو هم خپلې درسي خونې پرېښې دي.

انډیپنډنټ وړاندې د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د پخوانۍ سلاکارې شبنم نسیمي هغه وینا راخیستې چې په خپله ټویټرپاڼه کې له یوه تصویر سره ضمیمه کړې.

په دې تصویر کې یوه ښځه ښکاري چې چادري یې اغوستې او د اغزن سیم د موانع تر شا ولاړه ده.

شبنم نسیمي لیکلي: "که دغه صحنه ستاسو زړه نه ماتوي نو نه پوهېږم چې څه شی به یې ماتوي."

سره له دې چې طالبانو ښځې له لوړو زده کړو منع کړي، خو دغه ځوانه مېرمن د کابل پوهنتون د دروازې په مخکې په دې هیله ولاړه ده چې که یې پرېږدي چې پوهنتون ته ننوځي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت دغه راز د افغانستان له هغو پوهنتونونو چې په لیلیو کې یې محصلې نجونې اوسېدې، هم د هغوی د ایستلو پروسه پیل کړې ده.

چارواکو ویلي، کله چې پوهنتونونه بند دي نو ټولې محصلې نجونې دې هم بېرته خپلو کورونو ته لاړې شي.

د هیل:

امریکایۍ د هیل ورځپاڼې هم د افغان نجونو پرمخ د پوهنتونو د تړل کېدو موضوع ته پام اړولی او لیکي، دا له بشري حقونو څخه د طالبانو له خوا د مخ په زیاتېدونکو سرغړونو وروستۍ بېلګه ده چې سمدستي او په پراخه کچه د نړیوالې ټولنې له غندنو سره مخ شوه.

د ورځپاڼې په لیکنه پر دې سربېره چې دغه بندیز به افغانستان لا له انزاو سره مخامخ کړي، قربانیان یې د دې هېواد ټول وګړي، ښځې او سړي دي او هغه به په دې هېواد کې هغه بدمرغۍ او ناخوالې لا زیاتې کړې چې دا هېواد د لسیزو ناسمو حکومتولیو او جګړو له امله ورسره مخامخ دی.

XS
SM
MD
LG