د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۸

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

ریلییف ویب:

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو، ریلییف ویب خپرونې د افغانستان په بادغیس ولایت کې په سړه هواکې له موقتي کمپونو د شاوخوا شل زره افغانانو د بې ځایه کېدو موضوع ته پام اړولی او لیکي، د ناروې د کډوالو شورا له طالب چارواکو غوښتنه کړې چې په افغانستان کې دې د نورو بې ځایه شویو کسانو د بېځایه کېدو بهیر تر هغو ودروي چې ورته د دوامداره اوسېدو بدیلې لارې وموندل شي.

د افغانستان لپاره د دې شورا رییس نیل ټرنر ویلي، په افغانستان کې د یوه بل سخت ژمي په ترڅ کې د طالبانو د چارواکو له خوا په بادغیس ولایت کې شاوخوا شل زره بې ځایه شوي کسان له خپلو کورونو څخه ایستل شوي دي.

د هغه په خبره ډیری دغه کسان اوس د خوړلو لپاره څه نه لري چې خپل ماشومان پرې ماړه کړي او په داسې حال کې چې د تودوخې درجه له صفرنه ښکته شوې، د ګرم ساتلو لپاره یې هم کومه لاره چاره نه لري.

ټرنر د بادغیس پر چارواکو غږکړی چې دا باید ومني چې د خپلو خلکو په وړاندې مسوولیت لري او زیاته یې کړه دوی باید دا ډاډ ترلاسه کړي چې کورنۍ سرپناه ولري او مخکې له دې چې نور خلک بې ځایه کوي باید وکولای شي په خپله د هغوی ملاتړ وکړي.

ریلییف ویب وړاندې لیکي، په بادغیس کې د لسیزو جګړو او په وروستیو کې د وچکالۍ له امله په لیرې پرتو سیمو کې په زرګونو کورنۍ له خپلو اصلي مېنو کډه کېدو ته اړ کړای شوي چې د مرکز قلعه نو په څنډو کې یې د خوندیتوب او بشري ملاتړ په هیله اړولي دي.

دغو کورنیو د ژوند کولو لپاره یوه داسې لاره غوره کړي چې پر بشري مرستو او ورځني فزیکي کار، دواړو متکي ده.

د خپرونې په لیکنه، چارواکو په دې ټینګار کړی چې دغه کورنۍ دې بېرته خپلو اصلي مېنو ته ستنې او موقت هستوګن ځایونه دې وران شي، خو ډېرې دغه کورنۍ په خپلو کلیو کې کورونه نه لري او اوسني اقتصادي وضعیت ته په پام به دا هم ورته ستونزمنه وي چې هلته د ژوندي پاتې کېدو لپاره کارونه ومومي.

د ناروې د کډوالو شورا ویلي، په تېرو څو اونیو کې نږدې شل زره کسان له موقتي ځایونو ایستل شوي چې اوس په ډېر بد حالت کې ژوند کوي.

ټورنټو سن:

له کاناډا خپریدونکې ټورنټو سن ورځپاڼه د افغانستان په اړه په یوه مطلب کې لیکي، د سنا یوې کمېټې د کاناډا د صدراعظم جسټن ټروډو له حکومته غوښتنه کړې چې هغه قوانین تعدیل کړي چې بشري مرستندویه ډلې له دې منع کوي چې په افغانستان کې د بشري مخ په زیاتېدونکي ناوړه وضعیت پر وړاندې اقدامات وکړي.

ټورنټو سن لیکي، د نړیوالې پراختیا وزیر هرجیټ ساجن د چهارشنبې په ورځ وویل چې موږ باید دا کار په ښه توګه ترسره کړو او په کار نه ده چې بېړه وکړو.

د ورځپاڼې په لیکنه د بشرپالنې ډلې وایي چې د ګلوبال افیرز کاناډا په نوم دولتي ادارې ورته ویلي چې په افغانستان کې د شیانو پېرل یا د ځایونو په کرایه کول به طالبانو ته د مالیې ورکولو سبب شي چې دا مسئله به د کاناډا د جرمونو د قانون له مخې یوې ترهګرې ډلې ته د مرستې ورکولو په معنا وانګېرل شي.

دغه مشوره له دې سره سره چې په افغانستان کې د روغتیایي خدمتونو د سیستم د ړنګېدو او په خوارځواکۍ د زیات شمېر ماشومانو د اخته کېدو په ګډون دا هېواد له بشري بحرانونو سره مخ دی، ورکړل شوې. ټورنټو سن لیکي په تېره جون میاشت کې د کاناډا د مشرانو جرګې یوې کمېټې دا موضوع راپورته کړه او څرګنده یې کړه چې نورو لوېدیځو هېوادونو په ۲۰۲۱ م کال د کابل له سقوط وروسته خپل قوانین تعدیل کړي یا یې مرستندویه ډلو ته معافیت ورکړی دی.

خو د ټورنټو سن په لیکنه ښاغلي ساجن ویلي، ښایي په دې اړه یوه موافقه د راتلونکي کال تر پسرلي پورې ترلاسه شي چې د ورځپاڼې په لیکنه دا به هغه وخت وي چې طالبان پر افغانستان د بیا واکمنېدو دوه کلنۍ ته ور نږدې کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG