د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۶

نیویارک ټایمز: طالب مشرانو د اعتدال لاره پرې ایښې او لاسته راوړنې له منځه وړي


طالبانو په یوه تازه اقدام کې د ټولو نجونو پر مخ د پوهنتونو دروازې وتړلې
طالبانو په یوه تازه اقدام کې د ټولو نجونو پر مخ د پوهنتونو دروازې وتړلې

د لوېدیځ ګڼو ورځپاڼو د طالبانو د دې پرېکړې په اړه لیکنې خپرې کړې دي چې تر ثاني امر پورې یې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې بندې کړې دي.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز لیکي، د طالبانو نوې پرېکړه د دې تازه نښه ده چې د دوی مشرانو د اعتدال لاره پرې ایښې ده او هغه اندېښنې ثابتوي چې طالبان به د تېرو شلو کلونو په ترڅ کې د بشري حقونو او حکومتولۍ په برخه کې لاسته راړونې له منځه یوسي.

لاس انجلس ټایمز:

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه لیکي، د افغانستان طالبانو د ښځو د حقونو او ازادیو د تر پښو لاندې کولو په وروستي فرمان کې پوهنتونونو ته د ښځینه محصلانو د تګ مخه ونیوله.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، د دې سربېره چې طالبانو مخکې ژمنه کړې وه چې اعتدال ته به مخه کوي، هم به د ښځو هم به د اقلیتونو د حقونو درناوی کوي، خو اوس دوی په پراخه کچه سخت دریځه اسلامي قانون پلی کوي.

لاس انجلس ټایمز څرګندوي، د نجونو پرمخ د پوهنتونونو د بندېدو پرېکړه به پرته له څه شکه چې د طالبانو دا هڅې زیانمنې کړي چې د په رسمیت پېژندلو لپاره یې کوي.

ورځپاڼه بیا لیکي چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ لاهم د پخواني ولسمشر اشرف غني له استازي سره ده او طالبانو له ملګرو ملتو بیا بیا غوښتې دي چې دا څوکۍ دوی ته وسپاري.

میامي هیرالډ:

میامي هیرالډ ورځپاڼې د طالبانو له لورې د نجونو پرمخ د پوهنتونونو د دروازو بندولو ته په افغانستان کې د ښځو پر حقونو د وروستي برید په سترګه کتلي دي.

ورځپاڼه وړاندې په افغانستان کې تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونو د ښوونځیو بندېدو ته اشاره کوي چې تر څلور سوه پنځوس ورځې ډېرې وشوې چې دا مکتبونه بند دي.

میامي هیرالډ د ملګرو ملتو پراختیایي پروګرام د پروسږکال د ډسمبر میاشتې راپور ته اشاره کوي چې په کې راغلي چې له کاره د ښځو ممانعت د افغانستان اقتصاد ته په کال کې تر یو میلیارد ډالرو پورې زیان اړوي.

د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکین د سې شنبې په ورځ وویل، کله چې د یوه هېواد نیمایي نفوس وروسته پاتې شي هېڅکله پرمختګ نه شي کولای.

میامي هیرالډ په خپرې کړې مقالې کې د طالبانو د پرېکړې په غبرګون کې یو شمېر عکس العملونه رااخیستې دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش ویلي دي چې د نجونو پرمخ د پوهنتونونو د دروازو بندېدل د طالبانو له لوري د یوې بلې ژمنې ماتېدل دي، د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو د وزارت په بیان کې راغلې چې طالبان دې د نړیوالې ټولنې د مشروعیت تمه تر هغو نه کوي چې په افغانستان کې د ټولو خلکو حقونو ته درناوی ونه کړي.

په دې بیان کې بیا ویل شوې دي چې له پوهنتونونو څخه د نجونو د ممانعت پرېکړه به د طالبانو لپاره بې عواقبو نه وي.

ګارډین:

ګارډین ورځپاڼه لیکي، د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د دروازو د بندېدو پرېکړه تر درېیو میاشتو لږ موده وروسته تر دې وشوه چې په زرګونو نجونو د افغانستان په پوهنتونونو کې د شمولیت لپاره امتحان ورکړ.

ورځپاڼه بیا لیکي چې د طالبانو دې پرېکړې نړیوال عکس العملونه پارولي دي.

د ګارډین په مقاله کې بیا راغلي چې طالبان د یوه سخت دریځه اسلام پیروي کوي د دوی د تحریک مشر هبت اله اخندزاده او د هغه په حلقه کې شامل ملایان د عصري درسونو په ځانګړي ډول د نجونو د تعلیم مخالفت کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG