د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۱

د طالبانو له لوري موسسو کې د ښځو په کار کولو بندیز غبرګونونه راپارولي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکین
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکین

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکین په افغانستان کې په کورنیو او بهرنیو غیردولتي ادارو او موسسو کې د طالبانو له خوا پر ښځو د کار کولو د بندیز په اړه ژوره اندېښنه ښکاره کړې او ویلي یې دي چې دغه اقدام به په افغانستان کې له میلیونونو کسانو سره د ژوند ژغورنې د مرستو بهیر ګډوډ کړي.

بلېنکین تېره شپه په یوه ټویټ کې ویلي ښځې په ټوله نړۍ کې د بشرپالنې په عملیاتو کې مرکزي رول لري او دغه پرېکړه به د افغانانانو لپاره ویجاړونکې وي.

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېرې کرین ډکر ویلي، له افغانستان سره د بشري مرستو د یوه لوی بسپنه ورکونکي د استازې په توګه احساس کوي چې حق لري طالبان دا توضیح ورکړي چې کله مېرمنې له دې منع کوي چې نورو ښځو او ماشوماتو ته مرستې ووېشي، دوی په څه ډول د ښځو او ماشومانو د لوږې مخه نیسي.

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېره کرین ډکر
د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېره کرین ډکر

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازي ټوماس وېسټ د طالبانو دغه اقدام غیرمسولانه بللی او تېره شپه یې په یوه ټویټ کې ویلي چې دا به د هغو میلیونونو کسانو ژوند له ستر خطر سره مخامخ کړي چې پر بشري مرستو متکي دي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ

وېسټ ویلي، طالبان د خپلو خلکو پر وړاندې خپل اساسي مسوولیتونه له پامه غورځوي.

د افغانستان د بشري حقونو او د ښځو او نجونو د حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وایي، دا د طالبانو له خوا ښځو ته د سزا ورکولو یوه بله ظالمانه او بې رحمه پرېکړه ده چې بشري مرستې به هم چې په دې سخت ژمي کې د میلیونونو افغانانو ژوند ور پورې تړلی، له خطر سره مخ کړي.

د افغانستان د بشري حقونو او د ښځو او نجونو د حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري
د افغانستان د بشري حقونو او د ښځو او نجونو د حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري

رینا امیري تېره شپه په یوه ټویټ کې ویلي چې طالبان د افغانانو ژوند په خطر کې اچوي او دا هېواد نورهم خطرناکې لارې ته سیخوي.

د ژغورنې نړیوالې کمیټې یا ای ارس سي په یوه بیان کې ویلي چې په افغانستان کې له درې زره زیاتې ښځینه کارکوونکې لري چې په دې هېواد کې په بشري مرستولو رسولو کې یې ونډه ډېره مهمه ده.

اروپایي ټولنې چې په افغانستان کې د مرستندویه موسسو یوه لویه تمویلونکې ده، هم د طالبانو دغه پرېکړه غندلې او ویلي یې دي چې دا موضوع چې د ښځو پر کارکولو دغه بندیزبه یې د مرستو پر بهیر څه اغېز ولري، ارزوي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنیټ هم تېره شپه په یوه ټویټ کې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستندویه ماموریت د مرستیال رامز الاکبروف له څرګندونو سره همغږی شوی چې د طالبانو پر وروستۍ پرېکړې یې د ژورې اندېښنې ښودلو ترڅنګ هغه د بشرپالنې له اصولو ښکاره سرغړونه بللې ده.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارډ بېنیټ
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارډ بېنیټ

ملګرو ملتونو په یوه اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو له مشرانو سره به وګوري چې د خپلې دغې پرېکړې په اړه ورته وضاحت ورکړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما له دې مخکې د طالبانو له لوري له لوړو زده کړو د ښځو او نجونو د منع کېدو د پرېکړې په اړه له طالبانو غوښتي وچې خپله پرېکړه بېرته واخلي.

یوناما خبرداری ورکړی چې په ټولنه او اقتصادي فعالیتونو کې په اغېزمنه توګه له ونډې اخیستو څخه د ښځو راګرځول به پرافغانستان ویجاړونکی اغېز ولري او دا هېواد به چې بشري ناورین ته نږدې دی، لا له اقتصادي سخت وضعیت سره مخ او په نړیواله سطحه لامنزوي کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG