د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۲

د افغان ښځینه محصلانو پر مخ د پوهنتونو بندېدل؛ د انلاین زده کړو پیل به ګټور وي؟


د کابل پوهنتون مخې ته د ښځینه محصلانو انځور. طالبانو تېره اوونۍ د ښځینه محصلانو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې.
د کابل پوهنتون مخې ته د ښځینه محصلانو انځور. طالبانو تېره اوونۍ د ښځینه محصلانو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې.

د ښځینه محصلانو پر مخ د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت له خوا د پوهنتونونو تر تړل کېدو وروسته، د فارسي ویونکو نړیوالې کنګرې د افغانستان په دننه او بهر کې د پوهنتونونو له ټولو استادانو غوښتي چې نجونو محصلانو ته د انلاين زده کړو له بهیر سره یوځای شي.

د ښځینه محصلانو پر مخ د پوهنتونونو تر تړل کېدو وروسته، د فارسي ویونکو نړیوالې کنګرې د انلاین زده کړو پروسه پیله کړې.

ويل کېږي چې تر اوسه ۱۵۰ استادان د افغانستان د دننه او بهر له دې بهیر سره یوځای شوي دي.

په افغانستان کې د پوهنتون یو استاد چې نه غواړي نوم یې د امنیتي ستونزو له امله په راپور کې واخیستل شي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د فارسي ویونکو نړیوالې کنګرې دوى ته د انلاین ټولګیو د جوړولو لپاره اقدام کړی، د هېواد په دننه او بهر کې يې له استادانو غوښتنه کړې چې په داوطلبانه ډول په دې پروګرام کې برخه واخلي. تر دې دمه له ۱۵۰ څخه ډېر استادان له دې بهیر سره یو ځای شوي دي. په پام کې ده چې یو مجازی پوهنتون جوړ شي چې په تشکیل کې به پوهنځي ځای ولري، د پنځو پوهنځیو د جوړولو کار بشپړ شوی، د روانشناسۍ، ټولنیزو علومو، شرعیاتو، سیاسي علومو او فارسي ادبیاتو پوهنځي جوړ شوي دي. پروفیسوران د WhatsApp، Telegram، Google Meet او Zoom له لارې زده کونکو سره اړیکه نیسي او دوی ته د زده کړې مواد چمتو کوي."

د پوهنتون یوې استادې روحینا ظفري چې دا مهال له افغانستانه بهر اوسېږي ازادي راډيو ته وویل، دوی له افغانستانه بهر له بېلابېلو پوهنتونونو سره په اړيکه کې دي څو وشي کولای محصلانو ته په خپلو څانګو کې اسناد هم ورکړي.

هغې زیاته کړه: "هغه زده کوونکي چې انټرنېټ ته لاسرسی نه لري کولای شي د مرستې غوښتنه وکړي او هغه افغانان چې په بهر کې مېشت دي کولای شي چې له دغو محصلانو ملاتړ وکړي او دوی خپلو زده کړو ته دوام ورکړي."

افغان ښځینه محصلانې چې اوس پوهنتونونو ته له تګ څخه منع شوي، د دې اقدام هرکلی کوي.

د کابل طبي پوهنتون د طب پوهنځي د پنځم سمستر یوه محصله چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل، کله چې طالبانو دوی پوهنتونونو ته د له تګ منع کړې، د دې وروستۍ ازموینې وې.

نوموړې ښځینه محصلانو ته انلاين زده کړو د پیل ستاینه کوي او دا د ټولو نجونو د مورال لوړولو لپاره مهم ګڼي.

هغې زیاته کړه: "موږ د پوهنتونونو د استادانو د دې پرېکړې څخه ستاینه کوو. له ټولو استادانو غوښتنه کوو چې دا انلاین طریقه خپله کړي، ځکه معلومه نه ده چې دا بندیزونه به کله ختمېږي او پوهنتونونه به د محصلانو پر مخ کله خلاصېږي."

خو د چارو پوهان په دې اند دي چې په افغانستان کې د برښنا او انټرنېټ ستونزو ته په پام سره دا کار ډېر اغېزمن نه دی.

د مورا پوهنتون رییس عزیز الله امیر په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: " که دا حل لاره موقتي وي، کېدای شي ۳۰٪ یا ۴۰٪ دې مشکل ته ځواب ویونکې وي او که د اوږدې مودې لپاره ورته فکر وکړو دا په هېڅ ډول نه شي کولای د فزیکي زده کړو ځواب ویونکې شي، خصوصاً په طبي رشتو کې عملي کار ته ضرورت دى، لابراتوارونو ته ضرورت دى، شفاخانو کې ټرېنېنګ ته ضرورت دى او اقتصادي وضعیت ټولو ته معلوم دى، خلکو سره دا امکانات نه شته. ټول خلک انټرنېټ نه لري ټول خلک برښنا نه لري."

امیر له طالبانو غواړي چې پوهنتونونو ته د ښځینه محصلانو د نه تګ په اړه خپله پرېکړه بدله کړي.

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت د شنبې په ورځ د جدي میاشتې په درېیمه ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته د یو مکتوب په استولو سره تر بلې خبرتیا پورې پوهنتونونو ته د ښځینه محصلانو پر تګ بندیز ولګاوه.

د طالبانو دغه پرېکړه له پراخو نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

طالبانو د خپلې واکمنۍ په تېرو ۱۶ مياشتو کې له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو ته د نجونو زده کوونکو په تګ هم بنديز لګولى دى.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG