د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۵

طالبانو د کابل په جوماتونو کې د بالغو نجونو پر دیني زده کړو بندیز ولګاوه


ارشیف: د افغانستان په یوه دیني مدرسه کې یو شمېر نجونې د قران کریم د تلاوت پرمهال
ارشیف: د افغانستان په یوه دیني مدرسه کې یو شمېر نجونې د قران کریم د تلاوت پرمهال

د طالبانو حکومت د حج او اوقاف وزارت هغو دیني مدرسو ته چې په جوماتو کې دي، د بالغو نجونو ورتګ منع کړ.

هویدا هغه نجلۍ ده چې د خپل کور څنګ ته یې په مدرسه کې دیني علوم لوستل.

هغه ۱۷ کلنه او د کابل اوسېدونکې ده.

هویدا وايي، په مدرسه کې یې قرآن کریم، څلوېښت حدیثونه، د اسلام مباني او تاریخ زده کول، خو اوس وايي، طالبانو پرون دا مدرسه د دې او نورو هغه نجونو پر مخ وتړله چې عمرونه یې تر ۱۰ کلونو پورته وو.

هغې زیاته کړه: "موږ پرون هم تر یوې بجې لاړو او په مدرسې کې مو درس وایه چې له اعلامیې او مکتوب وروسته موږ ته وویل شول چې له ۱۰ کلونو پورته نجونې نه شي کولای د جوماتونو په دیني مدرسو کې درس ووایي."

د کابل یوه بله اوسېدونکې چې تر تېرې ورځې یې هم په یوې دیني مدرسه کې زده کړې کولې، د طالبانو د حکومت دا کار په هغو امامانو بې باوري ښيي چې خپله د دې حکومت لخوا ټاکل شوي دي.

دا چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل: "له عبادت مخکې د لوست خبره شوې ده، ځکه انسان چې لوست ونه شي کولای، سم عبادت هم نه شي کولای. د علم د زده کړې لپاره ځای، جنسیت او عمر معیار نه دی. دا چې طالبانو د جوماتونو له دیني مدرسو نجونې منع کړې دا یې خپله پر ځان عریضه کړې ده، ځکه ټول امامان دوی خپله ټاکلي دي، دا ښيي چې دوی پر ځان هم باور نه لري."

د ازادي راډیو خبریال وغوښتل د دې ادعاو په اړه د طالبانو د حکومت ځواب هم ولري، خو د طالبانو حکومت د حج او اوقاف وزارت ویاند د دې راپور تر خپرېدو پورې پوښتنې ځواب نه کړې.

دې وزارت تېره ورځ پر خپل ټوېټر ولیکل: "د جوماتونو او حسینیو د چارو د انسجام ریاست لخوا په کابل ښار کې هغو مدرسو ته د بالغو نجونو د نه ورتګ امر شوی چې بالغې نجونې په کې دي او د نورو ښځینه دیني مدرسو په اړه چې په جوماتونو کې نه دي، څه نه دي ویل شوي."

د طالبانو حکومت په داسې حال کې بالغې نجونې په جوماتونو کې دیني مدرسو ته له ورتګ څخه منع کوي چې د ښوونځیو له تړلو وروسته یې تازه نجونې پوهنتونونو او ښوونیزو مرکزونو ته هم له ورتګ څخه منع کړې چې په څو ولایتونو کې د طالبانو د دې پرېکړې پر ضد اعتراضونه هم وشول.

طالبانو کندهار کې پر یو شمېر محصلینو ډزې یې کړي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:51 0:00
هرات کې لاریون کوونکو سره د طالبانو تاوتریخوالی
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:02 0:00
"یا ټول، یا هېڅوک" کابل کې د معترضو ښځو شعار
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:46 0:00

د طالبانو حکومت په خپله وروستۍ پرېکړه کې ښځې په نادولتي ادارو کې هم له کار کولو منع کړې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG