د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۹

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟


ارشیف: د طالبانو په کنټرول کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت څه موده مخکې ښځینه مامورین له دندو شړلي وو.
ارشیف: د طالبانو په کنټرول کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت څه موده مخکې ښځینه مامورین له دندو شړلي وو.

نیوزیلنډنیوز:

نیوزیلنډنیوز ورځپاڼې په نادولتي ادارو کې د افغان ښځو پر کار د طالبانو د بندیز په اړه لیکلي دي.

ورځپاڼې په دې مقاله کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکین هغه غبرګون ته اشاره کړې چې د شنبې په ورځ یې د خبرو پر مهال درلود.

بلېنکین وویل چې ښځې په ټوله نړۍ کې د بشري مرستو د عملیاتو مرکزي برخه دي او دا پرېکړه د افغانانو لپاره تباه کوونکې کېدای شي.

د طالبانو د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف د نادولتي ادارو پر ښځینه کارکوونکو د کار دا بندیز لګولی.

ده په یوه مکتوب کې ویلي، هر هغه سازمان چې د دې فرمان سره سم عمل ونه کړي په افغانستان کې به یې د فعالیت جواز لغوه شي.

د مقالې د لیکوال په باور دا د ښځو حقونو ته تر ټولو وروستۍ ضربه ده.

وروسته له هغه چې شا او خوا یو نیم کال مخکې طالبان په افغانستان کې یو ځل بیا واک ته ورسېدل، دوی د نجونو پر زده کړو، د ښځو پر کار، کالو اړوند او اوږده واټن سفر بندیزونه لګولي دي.

نیوزیلنډنیوز وايي، یوازې له نارینه وو او مذهبي افراطیانو جوړ د طالبانو حکومت د اوسنیو اوامرو لړۍ د ۱۹۹۰ لسیزې پر مهال د دوی د حکومت له امرونو سره ډېر توپیر نه لري.

د لیکوال په وینا هغه مهال طالبانو د ښځو پر زده کړو او عامه ځایونو ته پر تګ بندیز لګولی وو، موسیقي یې حرامه بلله او تلوېزیون او ډېری سپورټونه یې منع کړي وو.

دوحه نیوز:

دوحه نیوز خپرونې هم د طالبانو دې پرېکړې ته پام کړی چې له نادولتي ادارو څخه یې د ښځينه کارکوونکو مخه ونیوله.

په مقاله کې دا پرېکړه په افغانستان کې د ښځو د ازادیو محدودولو پراخه هڅه بلل شوې ده.

په مقاله کې یادونه شوې چې دا اقدام د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش د ژورې اندېښنې وړ بللی دی.

د دې وروستي محدودیت راپورونه څه کم یوه اونۍ وروسته له هغه دي چې طالبانو د پوهنتون پر محصلانو تر بلې خبرتیا پورې د زده کړو بندیز ولګاوه.

په مقاله کې یادونه شوې چې قطر، هغه هېواد چې د طالبانو سیاسي دفتر په کې فعال دی، هم د دوی دا اقدام وغانده.

د لیکوال په باور دې اقدام د افغانستان په ځينو برخو کې نور لاریونونه هم راوپارول.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG