د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۱

د موسسو ځینې افغان ښځینه کارکوونکې: د وزګارتیا په صورت کې ژوند نه شو کولای


ارشیف
ارشیف

په نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار کولو د طالبانو د حکومت د بندیز پرېکړې، دوی د خپل راتلونکې په اړه اندېښمنې کړې دي.

یوه ۲۶ کلنه مېرمن چې د دایکندي ولایت اوسېدونکې ده او د موضوع د حساسيت له امله نه غواړي نوم يې په راپور کې واخیستل شي وايي، د خپلې پنځه کسيزې کورنۍ يوازنۍ ډوډۍ ګټونکې وه.

د دې په وينا، په هغو ۲۰۰ ډالرو معاش چې د څېړنې او پراختیا ادارې "ډې ار او پي ایس" څخه یې ترلاسه کاوه، حد اقل د خپلې کورنۍ لومړنۍ اړتیاوې پوره کولې، خو په خبره یې اوس چې له دندې منع شوې هېڅ بل عاید نه لري.

دې مېرمن ازادي راډيو ته وويل: "زه د خپلې كورنۍ لګښت ګټونکې یم. په لږ عايد چې مې درلوده توانېدلم د خپل كور لګښت پوره کړم. اندېښنه خو پرېږده مونږ ان نه شو کولای خپل راتلونکی یو ساعت هم تضمین کړو چې ژوندي به یو که نه، څه به پېښېږي او څه نه."

کريمه اعظم د کندز ولايت اصلي اوسېدونکې او د درېيو ماشومانو مور ده.

کريمه وايي، له خپل خاوند جلا شوې ده او د خپل ځان او ماشومانو د نفقې ترڅنګ د خپلې ناروغې خور مالي ملاتړ هم کوي.

کریمې ازادي راډیو ته وویل، که کار ونه کړي نو د یوې ورځې مصرف به هم ونه لري.

هغې زیاته کړه: "د همدې معاش په وسیلې مې د خپل ځان او کورنۍ ملاتړ کاوه، خپله کورنۍ او یوه خور هم لرم چې ډېره کمزورې او ناروغه ده. هغه په هرو پنځه یا شپږ میاشتو کې یو ځل پاکستان ته د درملنې لپاره بیایم، بس په سختۍ روزګار چلوم. زه درې ماشومان لرم، زما مېړه له ما جلا شوی، زه ډېره ناهیلې یم. پیسې مې چې درلودې کور مې ورباندې جوړ کړ او اوس د یوې ورځې خرڅ هم نه لرم."

د کابل ولایت یوه بله اوسېدونکې چې دې هم نه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل، دې د یوې نادولتي ادارې د روغتیايي خدمتونو په برخه کې کار کاوه.

د دې مېرمنې په خبره، د یادې ادارې ٨٠ سلنه چارې د ښځو له خوا پر مخ وړل کېدې چې د دوی په نه شتون کې به کارونه سخت له خنډ سره مخامخ شي.

هغې وویل: "که چېرې مېرمنې زموږ په دفتر کې ونه اوسي داسې فکر وکړئ چې زموږ ټوله پروژه فلج ده. له پرون شپې راهیسې چې مې دا خبر اورېدلی هېڅ مې باور نه کېږي. که زه بې دندې شم او کار ونه لرم معاش هم ونه لرم نو زموږ اقتصادي وضعیت به ډېر خراب شي. ژمی هم دی، د کور ګرمول، ډوډۍ، اصلاً هېڅ څه هم نه شم برابرولای."

طالبانو د شنبې په ورځ ناوخته، په نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار د بندیز په اړه نوی فرمان صادر کړ.

دا مکتوب د شنبې په ورځ ناوخته د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت لخوا په افغانستان کې ټولو نا دولتي ادارو ته لېږل شوی دی.

خو دغو نادولتي موسسو په ځانګړي ډول هغه سازمانونه چې په افغانستان کې خلکو ته روغتیايي خدمتونو وړاندې کوي، د طالبانو وروستۍ پرېکړه په کلکه غندلې.

په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د نورو محدودیتونو تر څنګ، طالبانو په دې وروستیو کې پوهنتونونه او ښوونیز مرکزونه هم د نجونو او ښځو پر مخ وتړل.

له شپږم ټولګي پورته نجونې زده کوونکې، خو له پخوا ښوونځیو ته له تګ محرومې شوې وې او په ډېری دولتي ادارو کې هم دوی کار ته نه پرېښودل کېږي.

طالبانو پر افغان ښځو او نجونو مخکې له دې هم ځینې محدودیتونه لګولي وو چې په افغانستان دننه او بهر یې پراخې اندېښنې او غبرګونونه راپارولي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG