د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۳

موسسو کې د افغان ښځو په کار کولو بندیز؛ د مرستندوی هېوادونو استازي یې په اړه غونډه کوي


ارشیف: د طالبانو په کنټرول کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت څه موده مخکې ښځینه مامورین له دندو شړلي وو.
ارشیف: د طالبانو په کنټرول کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت څه موده مخکې ښځینه مامورین له دندو شړلي وو.

د طالبانو له‌خوا په نادولتي موسسو کې د نجونو او ښځو په کار د بندیز له پرېکړې وروسته، له افغانستان سره د مرستندویه هېوادونو استازي نن د دې موضوع په اړه ګډه غونډه کوي.

په نادولتي موسسو کې د طالبانو له‌خوا د نجونو او ښځو په کار بندیز، د هغو هېوادونو غوسه هم را پارولې چې افغانانو سره بشري مرستې کوي.

د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت پرون یوه مکتوب کې په نادولتي موسسو کې نجونې او ښځې له کار کولو منع کړې.

د طالبانو حکومت پرون په خپل مکتوب چې د اقتصاد وزارت له‌خوا یې خپور شوی، په نادولتي موسسو کې د کار د بندیز لامل، د نجونو او ښځینه کارکوونکو له خوا د حجاب نه مراعتول بللي دي.
د طالبانو حکومت پرون په خپل مکتوب چې د اقتصاد وزارت له‌خوا یې خپور شوی، په نادولتي موسسو کې د کار د بندیز لامل، د نجونو او ښځینه کارکوونکو له خوا د حجاب نه مراعتول بللي دي.

د فرانسې خبري اژانس د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر د ویاند ټاپیوا ګومو له قوله لیکي، دا هېوادونه نن د طالبانو د دې پرېکړې په اړه خپلمنځي غونډه کوي.

د فرانسې خبري اژانس ته له افغانستان سره د مرسته کوونکو هېوادونو استازو ویلي، د دوی په غونډه کې به د طالبانو د دې سختې پرېکړې وروسته، پر دې بحث وشي چې ایا افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکړي او که نه.

د ملګرو ملتونو سازمان رسمي شمېرې ښيي، چې له شل میلیونونو زیات افغانان همدا اوس بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري او که یې لاسنیوی و نه شي، ممکن ومري.

اوسمهال د ملګرو ملتونو سازمان د ادارو په ګډون، له افغانستان سره د بشري مرستو کوونکو هېوادونو لسګونه د نادولتي موسسو استازي شته چې په ټول هېواد کې د بشري مرستو وېش همغږی کوي.

دغه شان د افغانستان په لېرې پرتو سیمو کې لسګونه موسسې کار کوي او ډېری کارکوونکي یې ښځې دي، هغه چې وېره شته د دوی په کار بندیز سره به، دا چارې ټکنۍ او یا هم له په ټپه ودرېږي، هغه چاره د افغانانو په ټولنیز او اقتصادي ژوند یې خورا منفي اغېز کړی.

ملګرو ملتونو سازمان هم ویلي، له طالبانو به د دې پرېکړې په اړه وضاحت وغواړي.

د طالبانو حکومت پرون په خپل مکتوب چې د اقتصاد وزارت له‌خوا یې خپور شوی، په نادولتي موسسو کې د کار د بندیز لامل، د نجونو او ښځینه کارکوونکو له خوا د حجاب نه مراعتول بللي دي.

خو د نادولتي موسسو افغان نجونو او ښځینه کارکوونکو د ازادي راډیو په شمول رسنیو سره په خبرو کې دا خبره رد کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG