د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۳

د هرات یو شمېر معترضانې: طالبانو له مونږ سره خورا بد چلند کړی


د هرات معترضې مېرمنې
د هرات معترضې مېرمنې

یو شمېر معترضې نحونې چې د طالبانو له‌خوا د نجونو او ښځو پر مخ د پوهنتونونو د تړل کېدو په غبرګون کې یې اعتراضونه کړي وايي، طالبانو وهلي ټکولي او ورسره یې خورا بد چلند کړی.

یو شمېر نجونې او ښځې چې د طالبانو د سخت دریځو پرېکړو په غبرګون یې غږ پورته کړی، د طالبانو له‌خوا له تاوتریخوالي سره مخ شوي دي.

یوه معترضه نجلۍ چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي نن یې ازادي راډیو ته وویل، د هرات د پرون ورځې لاریون کې یې ګډون کړی و، خو طالبانو ورسره تاوتریخوالی کړی.

هغې وویل: "لومړی یې اجازه نه‌ راکوله، وروسته موږ په څو ډلو ووېشل شوو. بیا راغلل موږ یې وګواښلو چې تاسې اجازه نه‌لرئ چې لاریون وکړئ. د ترقۍ له پارکه د ولایت پر لوري هغه سیمه چې موږ په کې راټولې شوې وو، طالبانو د اوبه شېندونکو موټرو په وسیله موږ ووېشلوو. هوا سړه وه. دوی موږ ته اجازه نه راکوله چې بېرته کور ته هم ولاړې شوو."

هرات کې لاریون کوونکو سره د طالبانو تاوتریخوالی
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:02 0:00

یوه بله معترضه چې دا هم نه‌غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته وویل: "دا څو ورځې ښار نظامي شوی و او طالبانو غیرانساني عمل کاوه. مثلاً په خلکو یې اوبه شېندلې او په غیرانساني کړنو سره یې د نجونو مخه نیوله. هغه ښځو چې غوښتل یې له معترضینو سره یو ځای شي اجازه یې ورنه کړه چې له کورونو ووځي. دوی سړکونه او واټونه هم تړلي وو."

د نجونو او ښځو پر مخ د پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته، اعتراضونه د ننګرهار له پوهنتون په دې شعار سره پیل شول چې "یا ټول، یا هېڅ یو" چې وروسته، کابل، تخار، کندهار او هرات ته وغځېده.

"یا ټول، یا هېڅوک" کابل کې د معترضو ښځو شعار
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:46 0:00

خو په دې لاریونونو او اعتراضونو کې معترضان د طالبانو د وسله‌والو له‌خوا وهل شوي او ټپیان شوي.

طالبانو کندهار کې پر یو شمېر محصلینو ډزې یې کړي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:51 0:00

هغه ویډیوګانې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوي په کې لیدل کېږي چې د لاریون کوونکو او معترضانو د خپرولو لپاره هوايي ډزي هم کېږي.

په یوه ویډیو کې یو طالب وسله‌وال یوې معترضې نجلۍ ته د مرګ ګواښ هم کوي.

د ازادي راډیو خبریال له لاریون کوونکو او معترضانو سره د نامناسب چلند په اړه د طالبانو له چارواکو نظر وپوښت، خو ویاند یې ته ځواب ورنه کړ.

ځینې معترضې نجونې وايي، طالبانو په دې محدودیتونو سره د ۹۰یمې لسیزې کړن‌‌لاره بشپړه کړه او افغانان نجونې او ښځې او افغانستان یې درې لسیزې وروسته ته یوړ.

د طالبانو له‌خوا د نجونو او ښځو پر مخ د پوهنتونونو د تړل کېدو په غبرګون کې کوټه او نوي ډهیلي کې هم لاریونونه شوي او د طالبانو دا پرېکړه غندل شوې ده.

پر نجونو او ښځو د طالبانو محدودیتونو کې تر اوسه له شپږم ټولګي پورته د دوی په زده‌کړو او پوهنتون ته په تلو بندیز لګول شوی.

دوی په ښځو مخ پټول اجباري کړي، ښاري حمامونو، تفریحي پارکونو او سرپټو لوبغالو ته یې د دوی په ورتګ هم بندیز لګولی او تر خوا یې په ډېر شمېر دولتي ادارو او ټولو غیر دولتي ادارو کې دوی له کار کولو منع کړې دي.

طالبانو دغه شان ښځې له هر ډول سیاسي فعالیت منع کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG